خوندیتوب روغه سټه زده کړې

د روغ او سالمو پښتورګو لرلو لپاره دې لارښوونو ته پام وکړئ

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه او راټولونه: مریم محمدي

پښتورګي د انسان د روغتیا لپاره په بدن کې ډېرې مهمې دندې په غاړه لري، وینه تصفیه کوي، د بدن د اوبو کچه څاري، مهم هرمونونه تولیدوي، له بدن څخه زهري مواد خارجوي، منرالونه جذبوي همدارنګه اسیدونه خنثی کوي.

۱- پښتورګو د خرابولي لاملونه څه دي؟
– د ورځې په کافي اندازه اوبه نه څښل
– د زیات وخت لپاره ادرار ځنډول
– د بورې ډېر استعمال
– په کافي اندازه خوب نه کول
– له مالګې ډېره استفاده
– د منرالونو او ویټامینونو کموالی

۲- د سالمو پښتوګو درلودلو لپاره څه کول په کار دي؟
– له مایعاتو ګټه واخلئ
ډاکتران وایي له بدن څخه د مضره موادو د ایستلو لپاره پښتورګي مایعاتو ته اړتیا لري. د دې کار لپاره تر ټولو غوره اندازه ۱،۵ تر ۲ لیټره پورې مایعات دي او هغوی چې فزیکي فعالیت کوي، بیا ډیرو نورو اوبو او مایعاتو ته اړتیا لري.

– فزیکي فعالیت ډېر کړئ
د څیړنو په اساس فزیکي فعالیت یا ورزش د بدن د ویني د فشار د ټیټ ساتلو لپاره مهم ګڼل کیږي او په دې توګه د انسان بدن د شکرې د ناروغۍ پر وړاندې خوندي ساتي. شکر یا دیابیت ناروغي د پښتورګو د خرابیدو اصلي لامل ګڼل کیږي.

– د وینې ګلوکوز معاینه کړئ
په وینه کې د خوږوالي ډېریدل، چې د شکرې ناروغۍ له نخښو څخه شمېرل کېږي، د ګردو یا پښتورګو په داخل کې کوچني رګونو ته زیان رسوي چې بیا د بدن د وینې فلتر او تصفیه په سمه توګه صورت نه نیسي.

– د وینې فشار معاینه کړئ
د پښتورګو د له کاره لویدو یو لامل د وینې لوړ فشار هم دی. د وخت په تیریدو سره، د وینې لوړ فشار د وینې رګونو ته زیان رسوي. د پښتورګو د سلامتیا لپاره، د وینې فشار باید له ۱۴۰/۹۰ څخه لوړ نه شي.

سالم خوراک وکړئ
د خوړو په لیست کې مو د میوو، سبزیجاتو او فایبر لرونکو خوراکونو ته ځای ورکړئ، ځکه د انسان د د روغتیا لپاره ګټور دي، او همدا راز د پښتورګو د کاره لویدو په مخنیوي کې هم مرسته کوي.

– د درد له درملو کار مه اخلئ
ډاکتران سپارښتنه کوي چې د اوږدې مودې لپاره د درد ضد درمل مه کاروئ، ځکه چې د بدن نورو غړو سربیره پښتورګو ته زیان رسوي.

هغه خلک چې له وړاندې د پښتورګو له ستونزو شکایت لري، د درد ضد درمل ورته د پښتورګو ستونزې لا ډیروي.

که چیرته اړ یاست چې د اوږدې مودې لپارد د درد ضد درمل استفاده کړئ، په دې صورت کې له ډاکټر سره مو مشوره وکړئ څو داسې درمل تجویز کړي چې پښتورګو ته ډیر زیان نه رسوي.

– سګرټ مه څښئ
سګرټ څښل د وینې د رګونو د خرابیدو یو له مهمو عواملو څخه شمېرل کیږي چې په پایله کې یې پښتورګې وینه په سمه توګه نه تصفیه کوي.

– هر کال د پښتورګو معاینات وکړئ
هغه کسان چې د پښتورګو له درد سره مخ دي، باید هر کال د خپلو پښتورګو بشپړه معاینه وکړي. همدارنګه هغه کسان چې عمرونه یې له ۶۰ پورته، په شکرې اخته او د وینې لوړ فشار لري او یا هم په کورنۍ کې یې د چا پښتورګي له فعالیته لویدلي وي، باید په دوامداره توګه د خپلو پښتورګو معاینات ترسره کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي