افغانستان سیمه عمومي

پاکستان افغان لورې سره د استخباراتي معلوماتو د شریکولو وړاندیز کړی

د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوه د یکشنبې په ورځ افغان ولسمشر اشرف غني ته ټیلفون کړی او په افغانستان کې یې د وروستیو خونړۍ پېښو په اړه ورته خواشیني څرګنده کړې.

د پاکستان پوځ په یوې خبرې پاڼې کې ویلي، باجوه له افغان ولسمشر اشرف غني سره په خبرو کې یو وار بیا د پاکستان هغه هوډ په ډاګه کړ چې وايي له افغان حکومت او خلکو سره د ترهګرۍ د له منځه وړلو مبارزه کې همکاري کوي.

دا هغه هوډ دی چې وخت په وخت پاکستاني چارواکو په رسمي ډول څرګنډ کړی خو د افغان چارواکو په وینا د هغو طالب مشرانو پر ضد یې عملي اقدمات نه دي کړي چې پاکستان کې اوسي او له هغه ځایه افغانستان کې بریدونه پلانوي.

د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوه افغان ولسمشر سره په دې ټیلفوني خبرو کې ادعا کړې چې هیواد یې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ډير وړاندې تللی او پر خپله خاوره یې د ترهګرو ټولې ځالې له منځه وړي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر ددې ټیلفوني خبرو په اړه خپره کړې ویل شوي چې جاوید باجوه افغان ولسمشر ته وړاندیز وکړ چې پر پوله دې د ترهګرو د اوښتو راوښتو د مخنیوي لپاره دې د پولې د تنظیم میکانیزم پیاوړی کړی شي او دواړه لورې دې خپلو کې استخباراتي معلومات شریک کړي، څو پر کرښه د وسلوالو د تګ راتګ مخه ونیول شي.

د پاکستان د پوځ خبرپاڼه د باجوه له خولې زیاتوي، د سیمې سولې ته ګواښ عناصر د دواړو هیوادونو ترمنځ پر یو بل د تورونو په لګولو پیاوړي کیږي.

که څه هم افغان حکومت د ولسمشر غني سره د قمر جاوید باجوه د وروستیو خبرو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې د استخباراتي معلوماتو شریکول بې ګټې بللي ځکه د افغان چارواکو په وینا دوی پاکستاني لورې ته نه یوازې په پاکستان کې د میشتو طالب مشرانو نښې او پتې ورکړي بلکې د هغوی د کورونو ادرسونه او ټیلفون شمیرې یې هم ورسره شریکې کړې چې په وړاندې یې پاکستاني لورې هیڅ اقدام نه دی کړی.

افغان حکومت په کابل، کندهار او هلمند کې وروستي خونړي بریدونه یو واربیا د هغو وسلوالو کار بللی چې د پاکستان د پوځ استخباراتي اداره ( اۍ ایس اۍ ) یې ملاتړ کوي.

جنرال قمر جاوید باجوه چې په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز په توګه ټاکل شوی، دا یې دویم ځل دی چې له ولسمشر اشرف غني سره ټیلفوني خبرې کوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */