سپورټ

پاکستان د ویسټ انډیز پر لوبغاړو د ډالرو باران کوي

 

د پاکستان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې د ویسټ انډیز کرکټ بورډ سره هوکړې ته رسیدلي دي، تر څو دغه لوبډله د سیالیو ترسره کیدو لپاره په راتلونکې میاشت کې پاکستان سفر وکړي.

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ ویلي، هغه لوبغاړي چې د لوبډلې سره پاکستان ته سفر کوي هر یو لوبغاړي ته به (۲۵۰۰۰) پنځه ویشت زره امریکايي ډالر ورکوي.

له بل خوا د پاکستان کرکټ بورډ هم خبر ورکړی، چې د ویسټ انډیزۍ کرکټ ملي لوبډلې سره مل هر یو لوبغاړي ته پاکستان ته د سفر په بدل کې به (۱۵۰۰۰) پنځلس زره امریکايي ډالر ورکوي.

د دواړو پاکستان او ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ۳ شل اوریزه سیالۍ پلان شوې دي، چې د راتلونکې اپریل میاشتې په لمړۍ، دویمه او دریمه نېټو سره به د پاکستان په کراچۍ ښآر کې ترسره شي.

په ۲۰۰۹ م کال کې پاکستان کې د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې پر لوبغاړو ځان وژونکی برید وشو، چې له هماغې وخت راهیسې په نړیوال کرکټ کې هیڅ کومه لوبډله پاکستان کې د سیالیو ترسره کیدو او ورتګ ته لیوالتیا نلري.

ویسټ انډیزی کرکټ بورډ اوس خپلو لوبغاړو ته پاکستان کې د سیالیو د ترسره کیدو لپاره زارۍ کوي او ورته په بدل کې يې زرګونه ډالر هم منلي دي، خو لا هم یو شمیر لوبغاړي پاکستان د ورتګ څخه انکار کوي.

پاکستانی کرکټ بورډ هڅه کوي، چې نړیوال کرکټ بیرته پاکستان ته یوسي او د همدې لپاره یې لکونه ډالر لوبډلو ته وړاندیز کړی دی.

دا چې د ویسټ انډیز کرکټ بورډ خپلو لوبغاړو ته د زرګونه ډالرو لالچ ورکړی دی، نو خپله د ویسټ انډیز کرکټ بورډ به څومره ډالر د پاکستان څخه ترلاسه کړي وي ؟

دا لمړی ځل نه دی چې پاکستان کرکټ بورډ بهرنۍ لوبډلې پاکستان ته د ډالر شیندلو په بدل کې راغواړي؛ بلکې له دې څو کاله وړاندې یې د زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلې ته د پاکستان لاهور ته په ورتګ ۵۰ لکه ډالر ورکړي وو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی