سپورټ نړیوال کرکټ

د پاکستان او نیوزیلینډ ترمنځ د ټیسټ سیریز وروستۍ لوبه سبا پیل کیږي !

د پاکستان او نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په متحده عربي امارتو کې د ټیسټ سیالیو وروستۍ لوبه سبا پیلیږي.

 د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۲۰ اوریزه او درې ۵۰ اوریزه کرکټ لوبو وروسته د درې ټیسټ لوبو سیریز هم د تیرې نوامبر میاشتې په ۱۷ مه نېټه پیل شوی، چې په لمړۍ لوبه کې نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته د ۴ منډو په توپیر، خو په دویمه سیالۍ کې پاکستان بیرته نیوزیلینډ ته د یو اننګز یا پاڼۍ او ۱۶ منډو په توپیر سره ستره ماته ورکړه.

 د ټیسټ سیالیو د سیریز وړاندې د درې ۲۰ اوریزه لوبو په لړۍ کې هم پاکستانۍ لوبډلې نیوزیلینډ ته په مسلسل ډول سره ماتې ورکړې دي، خو د ۵۰ اوریریزه یو ورځینیو سیالیو په سیریز کې د دواړو لوبډلو ترمنځ خبره په یوې یوې بریا سره مساوي پای ته رسیدلې ده.

 د ۵ ورځینیو یا ټیسټ لوبو لړۍ هم اوس مهال په یوې یوې بریا سره مساوي روانه ده، خو په وروستۍ لوبه کې به دواړه لوبډلې د ګټې کوښښ کوي، تر څو دغه سیریز په خپل نوم کړي.

 نیوزیلینډۍ لوبډله به په دې وروستۍ لوبه کې لا د وړاندې د لیګ بریکر یاسر شاه د توپ اچونې څخه یو څه ویرونکی حالت ولري، په داسې حال کې، چې نوموړي په دویمه سیالۍ کې د نیوزیلینډ خلاف په دواړو پاڼیو کې د ۲۰ څخه ۱۴ ویکټې ترلاسه کړې.

 بلخوا پاکستانۍ لوبډله بیا ډیر کله د نیوزیلینډي چپ لاسي تیز بالر ټرینټ بولټ خلاف د ستونزو سره مخ وي، چې د روانو لوبو په لړۍ کې یې د همدې پاکستانۍ لوبډلې پر وړاندې هیټریک هم ترلاسه کړی دی.

 د یادونې وړ ده، چې وروستۍ دریمه ټیسټ لوبه، چې سبا د ډیسمبر میاشتې په دریمه نېټه پیل کیږي؛ د همدې میاشتې تر ۷ مې نېټې پورې دوام کوي، خو ښآيي، چې وړاندې هم پای ته ورسیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی