سپورټ نړیوال کرکټ

کرکټ: هند سره د پآکستان د روغې جوړې تمې بیا په اوبو لاهو شوې

لیکنه: ياران

لیکنه: بهار سمسور

ټاکل وشې ده چې د ډيسمبر په نیمايي کې د پاکستان په لاهور ښار کې د کریکټ نړیوالې شورا ناسته تر سره شي او پاکستان ویلي و چې په دغه ناسته کې به د هندوستان د کریکټ بورډ غړي هم ګډون وکړي، خو هندي بورډ دا خبره رد کړه او ویلي يې دي چې دوی ته د سیاسي او سپورتي اړیکو پالل او یا هم روڼوالی یو شان دي.

دا په داسې حال کې ده چې کلونه وړاندې د هند او پاکستان د کریکټ لوبډلو تر منځ د یو شمېر سیریزونو د ترسره کیدو هوکړه شوې وه چې وروسته هند له دې هوکړې په شا شو او پاکستان یې بیا تاوان غوښت، خو سره له دې چې پاکستان په پرله پسې شکل د کریکټ نړیوالې شورا ته د هند خلاف شکایت کړی، ولې ای سي سي هم د هندوستان خلاف خپل زور استعمال کړی دی، اما تر اوسه یې نه ده منلې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران