سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

پاکستان د افریقا سفر کې له افغانستان څخه د مخکې کیدو چانس لري !

 د نړیوال کرکټ په۲۰ اوریزه سیالیو کې افغان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ م کلونو کې په ۱۱ مسلسل لوبو کې د بریا په خپلولو سره نړیوال ریکارډ په خپل نوم ثبت کړی دی، چې اوس يې په تعقیب پاکستان روان دی.

 افغان کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال کرکټ په ۲۰ اوریزه سیالیو کې د ۲۰۱۶ م کال د کرکټ نړیوال جام په لړ کې اتلې ویسټ انډیزۍ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره تر ۲۰۱۷ م کال مارچ میاشت پورې د بریاوو مسلسله لړۍ روانه کړې وه، چې د ۱۱ لوبو وروسته یې ماتې وخوړه او د مسلسل زیاتو ۲۰ اوریزه سیالیو د ګټلو ریکارډ یې نورو لوبډلو ته پریښود.

 افغان لوبډلې په دغه لړۍ کې ۵ ځل ایرلینډ، ۴ ځل متحده عربي اماراتو، یو ځل ویسټ انډیز او یو ځل د عمان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

 له افغانستان وروسته اوس په دغه ریکارډ خپلولو کې پاکستانۍ لوبډله رامخکې شوې، چې په ۲۰۱۸ م کالې کې په ۹ مسلسل ۲۰ اوریزه سیالیو کې بریاوې خپلې کړې، چې په کې یې ۵ ځل اسټرالیا، ۳ ځل نیوزیلینډ او یو ځل زیمبابوې ته ماتې ورکړې او اوس د جنوبي افریقا په روان سفر کې یې نن د جمعې ورځ څخه درې ۲۰ اوریزه لوبې پيلوي، چې په درې واړو سیالیو کې د بریاوو په خپلولو سره افغان لوبډله وروسته کولی شي.

 له دې وړاندې په ۲۰۱۲ م کال کې د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې په ۸ سیالی د کرکټ بنسټګرې انګلستانۍ لوبډلې د ۲۰۱۰  م کال د ۸ مسلسل بریاوو ریکارډ مساوي کړی و.

 بلخوا له پاکستان وروسته یو ځل بیا افغان کرکټ ملي لوبډله په مسلسل بریاوو سره روانه ده، چې په تیر ۲۰۱۸ م کال کې یې درې ځل بنګله دیش، دوه ځل زیمبابوې او دوه ځل ایرلینډ ته ماتې ورکړې دي او یو ځل بیا د ایرلینډ خلاف په راتلونکې فیبرورۍ میاشت کې د ایرلینډ خلاف درې ۲۰ اوریزه لوبې ترسره کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی