سپورټ سرسکالو نړیوال کرکټ

پاکستان په رسمي ډول له نړیوال جام بهر شو

پاکستانۍ لوبډله د جولای په ۵ مه نېټه د جمعې په ورځ د نړیوال جام په ۴۳ مه لوبه کې بنګله دېش سره د سیالۍ ډګرته ښکته شوه؛ دې لوبډلې هیله درلوده، چې د بنګله دېش په ماتولو سره د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ورسېږي؛ خو دا ارمان یې ځان سره کور ته یوړ.

پاکستانۍ لوبډلې بنګلادېش ته ۳۱۶ منډې هدف ورکړی و؛ دې لوبډلې ته نیمه پایلوبې ته د تګ لپاره داسې ضرب الاجل ورکړل شوی و، چې تر ډېره ناممکن و.

پاکستان ته د کرکټ نړیوالې شورا وویل؛ که دوهم پړاو ته تګ غواړې، باید ټوله بنګلادېشۍ لوبډله په ۷ منډو وسوځوې؛ خو د کرکټ په تاریخ کې تر اوسه داسې لوبډله نه ده راغلې، چې په ۷ منډو ټوله سوځېدلې وي.

که څه هم پاکستان؛ بنګلادېش ته په ۹۴ منډو ماته ورکړه؛ خو بیا هم بریالی نه شو، چې له نیوزیلېنډ څخه دوهم پړاو ته د تګ لپاره مېدان یوسي.

دوهم پړاو ته تګ د دوو شرایطو پر بنسټ کېږي، لومړی په نومرو او دوهم په نېټ رن رېټ او نېټ رن رېټ هغه مهال ښه کېږي، کله چې لوبډلې په لوړ توپیر لوبې وګټي.

که د دوو لوبډلو نومرې برابرې شي، بیا پرېکړه په نېټ رن رېټ کېږي.

د پاکستان او نیوزیلېنډ نومرې سره مساوي شوې؛ خو د نیوزیلېنډ نېټ رن رېټ له پاکستان پورته و؛ هماغه و چې پاکستان له بنګلا دېش څخه د لوبې ګټلو سربېره له نړیوال جام څخه بهر شو.

نن د نړیوال جام د لومړي پړاو وروستۍ لوبې دي، ماسپښین دوه بجې سریلانکا د هندوستان پر وړاندې او مازیګر پنځه بجې اسټرالیا د افریقا پر وړاندې لوبه کوي.

پاکستان.jpg

هندوستانۍ لوبډله به له نیوزیلېنډ سره په لومړۍ نیمه پایلوبه کې مخ شي او اسټرالیا به بیا په دوهمه نیمه پایلوبه کې له انګلستان سره مېدان ته ښکته شي.

لومړۍ نیمه پایلوبه د سه شنبې په ورځ د جولای په ۹ مه نېټه د ماسپښین په دوه بجو پېلېږي او دوهمه نیمه پایلوبه بیا د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۱۱ مه نېټه د افغانستان پر وخت ماسپښین دوه بجې کېږي.

هره لوبډله چې په نیمه پایلوبو کې لوبې وګټي سیده پایلوبې ته ځي او بایلونکې لوبډلې له سیالیو بهر کېږي.

نیوزیلېنډ او انګلستان د نړیوال جام لومړي ځل اتلولۍ لپاره هلې ځلې کوي، دې دواړو لوبډلو تر اوسه پنځوس اوریز نړیوال جام نه دی ګټلی.

اسټرالیا پنځه ځلې نړیوال جام ګټلې او د شپږم ځل ګټلو لپاره یې مټې رابډ وهلي دي.

هندوستان بیا دوه ځلې نړیوال جامونه ګټلي او د دریم ځل ګټلو لپاره خوبونه ګوري.

د نړیوال جام پایلوبه د جولای په ۱۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ کېږي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی