نړیوال کرکټ

په ۲۰ اوریزه کرکټ کې پاکستان افغانستان پسې شاته روان دی

په نړیوال کرکټ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ م کلونو کې داسې کړنه ترسره کړې، چې اوس ورپسې د کرکټ نورې لوبډلې په تعقیب روانې دي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال کرکټ په ۲۰ اوریزه سیالیو کې د ۲۰۱۶ م کال د کرکټ نړیوال جام په لړ کې اتلې ویسټ انډیزۍ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره تر ۲۰۱۷ م کال مارچ میاشت پورې د بریاوو مسلسله لړۍ روانه کړې وه، چې د ۱۱ لوبو وروسته یې ماتې وخوړه د مسلسل زیاتو ۲۰ اوریزه سیالیو د ګټلو ریکارډ یې نورو لوبډلو ته پریښود.

افغان لوبډلې په دغه لړۍ کې ۵ ځل ایرلینډ، ۴ ځل متحده عربي اماراتو، یو ځل ویسټ انډیز او یو ځل د عمان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

له افغانستان وروسته اوی په دغه ریکارډ خپلولو کې پاکستانۍ لوبډله رامخکې شوې، چې په ۲۰۱۸ م کالې کې په ۹ مسلسل ۲۰ اوریزه سیالیو کې بریاوې خپلې کړې دي، چې په دې لړ کې یې ۵ ځل اسټرالیا، ۳ ځل نیوزیلینډ او یو ځل زیمبابوې ته ماتې ورکړې ده.

له افغانستان وړاندې په ۲۰۱۲ م کال کې د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې په ۸ سیالیو د کرکټ بنسټګرې انګلستانۍ لوبډلې د ۲۰۱۰ م کال د ۸ مسلسل بریاوو ریکارډ مساوي کړی و.

بلخوا له پاکستان وروسته یو ځل بیا افغان کرکټ ملي لوبډله په مسلسل بریاوو سره روانه ده، چې پکې یې درې ځل بنګله دیش، دوه ځل زیمبابوې او دوه ځل ایرلینډ ته ماتې ورکړې دي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستانۍ لوبډله د جنوبي افریقا خلاف د راتلونکې فیبرورۍ میاشتې لمړۍ نېټې څخه تر ۶ مې پورې درې ۲۰ اوریزه سیالۍ لري، چې په درې واړه سیالیو کې د بریاوو په خپلولو سره له افغان لوبډلې څخه د مخکې تګ چانس لري، خو بلخوا بیا افغان کرکټ ملي لوبډلې د همدغه فیبرورۍ میاشتې له ۲۳ مې نېټې څخه تر ۲۶ مې نېټې پورې درې ۲۰ اوریزه سیالۍ لري، چې پکې بریاوې افغان لوبډله بیا ځلي خپل مقام ته نږدې کولی شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی