نړیوال کرکټ

د افغانستان او پاکستان د لوبې پر ډګر څه پیښیدونکي دي؟

اعلان

لیکنه: بهار سمسور

نن د افغانستان کریکټ ملي لوبډله د پاکستان خلاف تر نړیوال جام مخکې په یوه تمرینی لوبه کې د انګلستان په بیسټول (کونټي)لوبغالي کې د سیالۍ ډګر ونیوه؛دا لوبغالی د ګلوسټرشیر لوبډلې کورنۍ لوبغالی هم دی.

دا لوبغالی په ۱۸۸۹ کې ودان شوی،په دې لوبغالي کې له ۷۰۰۰ تنو نیولې تر ۱۵۰۰۰ کسانو پورې د لوبې نندارې ته کیناستلی شي.

پر دغه لوبغالي لومړۍ یوه ورځینۍ لوبه په کال ۱۹۸۳ د جون په ۱۳ تاریخ د نیوزلېنډ او سریلنکا تر منځ تر سره شوې ده؛چې د سریلنکا د ۲۰۶ منډو هدف نیوزلېنډ پوره کړ.

وروستۍ لوبه یې تېره اونۍ د کوربه انګلستان او پاکستان تر منځ تر سره شوه چې انګلستان د پاکستان د ۳۵۸ منډو هدف پوره کړ.

ننۍ لوبه او له نورو سره یې توپیر؟

تمریني لوبې په څه مانا؟

همدا یوه ورځینۍ لوبې دي،خو دواړه لوبډلې کولی شي؛چې څوارلس او پنځلس لوبغاړي ولوبوي.

د مثال په توګه: د افغانستان او پاکستان تر منځ نن لوبه ده،افغانستان کولی شي؛په توپ وهنه کې (۹) واړه توپ وهونکي استعمال کړي خو کله چې افغانستان توپ اچونه کوي نو یولس لوبغاړي به توپ نیونې ته ښکته کیږي، اما د توپ وهونکي پر ځای توپ اچونکی اضافه کیږي.

لکه نورعلی یا حضرت ځاځی چې توپ وهنه یې کړې، هغه په توپ نیونه کې کیني او توپ اچونکی یې پر ځای میدان ته ښکته شي.
د دغو لوبو هدف:دا تر نړیوال جام مخکې د کریکټ نړیوالې شورا له لوري ترتیب شوې لوبې دي؛تر څو هره لوبډله هم خپل توپ وهونکي او هم خپل توپ اچونکي وازمایی، او خپله لوبډله منظمه کړي؛چې (warm up) د ښودو، ګرمیدو په مانا دی.

خو موږ باید ووایو چې د ترتیب او پلان په مانا دی.

د افغانستان نوملړ
ګلبدین نایب، حمیدحسن، اصغر افغان، محمد نبي، حضرت الله ځاځی، نورعلي ځدران، رحمت شاه، سمیع الله شینواري، محمدشهزاد، افتاب عالم، دولت ځدران، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدران، راشدخان او مجیب الرحمن.
د افغانستان لپاره کلیدي لوبغاړي محمد شهزاد، ګلبدین نایب او راشدخان دي.

د پاکستان نوملړ

سرفراز احمد، شعیب ملک، بابراعظم، محمدحفیظ، فخرزمان، وهاب ریاض، محمدعامر، حارث سهیل، امام الحق، اصف علي، عماد وسیم، شاداب خان، حسن علي، شاهین افریدي او محمد حَسنېن.

د پاکستان لپاره کلیدي لوبغاړي امام الحق، بابراعظم او وهاب ریاض دي.

خو نن څه پیښیدونکي دي؟

پاکستان په دوهمه اونۍ کې دوهم ځل دغه میدان ته ښکته کیږي، خو افغانستان لومړی لوبه کوي.

تېره اونۍ پر دغه لوبغالي لومړی د انګلستان ورپسې د پاکستان توپ اچونکي سخت وټکیدل؛په دواړو اننګزونو (پاڼیو) کې د منډو انبار جوړ شو چې په مجموعي ډول ۷۱۷ منډې وشوې.

د پاکستان له لوري پیلیز لوبغاړي امام الحق ۱۵۰ منډې جوړې کړې؛ له پیله بیا تر ۳۰ م اور ولاړ و او د لوبغالي هر لوری یې ننداره کړ خو د امام دغه ۱۵۰ منډې د انګلستان اوپنر جاني بیسټو په ۱۴۰ منډو ور ځواب کړې.
په دغه لوبه کې د پاکستان لپاره د امام او اصف علی تر منځ په پنځمه ویکټ د ۱۲۵ ګډو منډو ملګرتیا هم تر سره شوه؛چې نن یې باید افغان کپتان په پام کې ولري.

پر دغه لوبغالي د زیاتو منډو جوړولو ریکارډ کوربه انګلستان د ویسټینډیز خلاف جوړ کړ هغوی ۳۶۹ منډې جوړې کړې وې،چې دا لوبه په ۲۰۱۷ د سیپتمبر په ۲۴ تاریخ تر سره شوې وه؛خو دوهم زیاتې منډې جوړونکی پر دغه لوبغالي همدا پاکستان دی چې دوه اونۍ مخکې یې د کوربه انګلستان خلاف ۳۵۸ منډې جوړې کړې.

پر دغه لوبغالي د ۱۸ یوه ورځینیو لوبو له منځه یې زیاتره لوبې دوهم بېټېنګ کونکي ګټلي دي؛ ۴۷ فصدي د لومړنی توپ وهونکي او ۵۳ فصدي د ګټې د دوهم بېټېنګ توپ وهونکي حساب شوې ده،چې پاکستان هم پکې د یوې لوبې ګټې څکه کړې ده.

پاکستان په ۱۹۹۹ د مې په ۱۶ د ویسټینډیز خلاف پر همدې کاونټي لوبغالي د ۲۷ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

پر دغه لوبغالي ۶ توپ وهونکو سلیزې جوړې کړی دي،چې له اسیا څخه له سچن ټنډولکر وروسته چې ۱۴۰ منډې یې پرې جوړې دي پاکستاني امام الحق ورباندې د دوهم اسیاي توپ وهونکي په صفت ۱۵۰ منډې تېره اونۍ جوړې کړې.
پنځه ځلې ورباندې ۵ ویکټې هم اخیستل شوي دي.

وړاندوینه:

دا چې نن هره لوبډله هم ۹ توپ وهونکي استعمالولی شي،او هم بیا خپل توپ اچونکي استعمالوي نو څه باید وکړي؟

وروستۍ لوبې ته په کتو ویشتنځای د توپ وهونکو مدد کوي او بل دا چې د راشد په شتون کې پاکستاني توپ وهونکي هم وېره محسوسوي.

خو د چپ لاسي عماد وسیم توپ اچونه چې افغانستان له چپ لاسو سپینرانو سره له مخکې مشکل لري نن باید دې ټکي ته زیات متوجه وي.

خو پورته ۴۷ او ۵۳ فصدي ته په کتو که افغان لوبډله پر توپ وهنه تکیه وکړي او دوهمه توپ وهنه غوره کړي بده نه ده؛ ځکه یو خو دا چې د توپ وهنې اوږد لېست شته،بل دا چې موږ هر وخت په توپ اچونکو تکیه کوو دا تمریني لوبه ده او راځا چې نن توپ وهنه په زړورتیا سره چیک کړو،چې موږ د نړیوال جام په مهمو لوبو کې که خدای مه کړه له ۳۵۰ هدف سره مخ و ایا کولی شو چې په ۷ یا ۶ توپ وهونکو هدف ته ځان ورسو؟

بله دا چې پاکستاني کپتان تېره اونۍ پر همدې لوبغالي ۳۵۸ دفاع نه شوې کړی اوس به دوه فیشارونه پرې شتون ولري، یو د څلورو پرلپسې ماتو خوړل له کوربه انګلستان ځینې، بل د نوي او عصري افغانستان د کریکټ لوبډلې رامخکې کیدل.

د پاکستان د چټکو توپ اچونکو خاص کر د وهاب ریاض او محمد عامر شتون او شاته دری یا څلور سلیپونه به د افغانستان توپ وهونکو ته یو سر خوږی وي؛خو د لېګ سپینر شداب خان او چپ لاسي عماد وسیم توپ اچونه هم.

بل مهم ټکی د ځوان چټک توپ اچونکي محمد حسناین راتګ دی؛هغه تر ۱۵۰ او ۵۱ پوې سپیډ لري او نوی ټیم ته راغلی که شهزاد تر برید لاندې راوست نو بیا به په اسانۍ سره ځان کابو نه شي کړی که یې له افغانستان اولینۍ ویکټ ژر واخیسته نو کولی شي دری څلور نور هم وسوځوي،چې شاید سرفراز احمد د محمد عامر یا وهاب ریاض زیاتر اورونه محمد حسناین ته ورکړي.

د پاکستان توپ وهنه:د پاکستان پیل په فام کې نه دی،خاص ډول باندې فخر زمان چې پر مټ یې په همدې انګلستان کې چمپینز ټراپي پاکستان وګټله .

فخر زمان د توپ وهنې سټایل نه لري اما د چټکې لوبې زمری دی خو دا چې تر ټولو مخکې پاکستان همدې انګلستان ته راغلی او له کوربه انګلستان سره یې زیاتې لوبې هم وکړې؛فخرزمان د پام وړ توپ وهنه او لوبه نه ده کړې.

چې نن یې باید پښه خښه نه شي،که فخر زمان نن د افغان بهترین بالېنګ خلاف ودریږي نو نړیوال جام ته به فام هم پر ځای کړي.

دوهم امام الحق یو بهترین کریکټر دی د پاکستان ملي لوبډلې ته د افغان کریکټ له برکته راغلی،نوموړي په لاهور کې د افغان ۱۹ کلنې ملي لوبډلې خلاف چې هغه وخت اتلس کلن و سلیزه پوره کړه لوبه یې وګټله او په دوهم کال کې ملي لوبډلې ته راغی.

په اسیا جام کې د افغانستان خلاف لومړی کس دی و چې پاکستان یې له افغانستان وژغوره او بیا شعیب مالک د نوموړي کړنلاره تعقیب کړه.

دوهم یې دا چې دلته په انګلستان کې یې بېټ ښه خوشاله دی؛تېره اونۍ یې د انګلستانیانو خلاف ۱۵۰ منډې جوړې کړې چې زیاته فصدي یې بونډرۍ ته نیږدې هم وه.

هسې دی د افغان بالېنګ خلاف ودریږي او لوبیږي چې که نن یې ژر تسلیم کړي نو افغانستان به د پاکستان خلاف تهجومي حرکت وکړي او بیا په اسانۍ سره پاکستان ځان نه شي ژغورلی.

دریم: بابر اعظم (دیوال)

د ویرات کوهلي وروسته که څوک هم (کلاسیکل،ټایمر) او سټایلېش توپ وهونکی لټوي نو همدا بابر اعظم دی.

که دی د افغانستان خلاف تر ۳۰ یا ۴۰ پورې ځي نو بیا نیمایي او سخت اورونه دی لوبوي او د پاکستان لپاره لکه دیوال ودریږي.

د دې لوبغاړي ځانګړنه دا هم ده چې تنګیږي نه چې باید په تخنیکي توپونو د اېل بي ډبلیو ستونزه یا هم په اټېکېنګ فېلډېنګ د رن اوټ زمینه سازي ورته وشي.
ورپسې د مېډل ارډر او کپتان راتګ دی، سرفراز لوبه کوي خو ژر تسلیمیدای هم شي.

خو د پخوانیو لوبغاړو له منځه شعیب مالک چې کپتان هم د فریشر بر وخت ترې مشوره اخلی او هم په توپ وهنه او توپ اچونه کې یې ځای بر ځای استعمالوي د سرفراز د زړه د دربان د ختمیدو کیپسول هم په هر اړخیز شکل همدا شعیب مالک دی.

بیا هم لوبه ده خو په لنډو که ووایو که چرته افغانستان لومړۍ توپ وهنه کوي باید ۳۵۰ پورې ځان ورسوي.

که پاکستان لومړۍ توپ وهنه کوي ۲۵۰ یا هم ۲۸۰ پورې چې له دې پورته یې باید افغانستان پرېنږدي.

د امام الحق او بابر اعظم ژر سوځول د افغانستان لپاره د ګټې کیلي ده.

د افغانستان له لوري په توپ وهنه کې د نورعلی ودریدل په څو ټکو مهم دي یو دا چې دی تر بل هر چا ښه د چټکو توپ اچونکو د لوبولو خاصیت لري؛او هم ویشتنځای د چټکو توپ اچونکو دی او هم نورعلی لوبډلې ته راغلی.

بل دا چې ښه پیل ښه پای هم لري.

د شهزاد طبعي لوبه چې بال ته په کتو لږ تېز هم لاړ شي د شهزاد د یوې بلې سلیزې چانس دی.

او دیوال رحمت شاه چې زیاتره وخت په سختو حالاتو کې کوزیږي نن یې ودریدل او ځان جوړول په کار دي.

هغه زموږ د توپ وهنې د ملا تیر دی او دا تیر نن باید زر مات نه شي.

فېسبوک او ننۍ لوبه:

موږ له پاکستان سره بله رسمي لوبه هم لرو خو ولې موږ دې ته زیات لیواله یو.

زیات وخت افغان لوبډلې له پورته لوبډلو سره لوبې نه دي کړي نو ننۍ لوبې ته هر څوک په څو ټکو لیواله دي.

د پاکستان ماتول.

ولې؟
څوک وایی زموږ دوښمن دی.

څوک وایي د تېرو لوبو غچ ترې باید واخلو.

څوک وایی دوی باید نړیوال جام ته په فام را نه شي.

پر فېسبوک زیاتره افغان کارونکو لیکلي د اختر لپاره ډالۍ جوړوم که دا لوبه افغانستان وګټي.

څوک د زیاتره خلکو لپاره د روژه ماتي پوسټونه کوی او…

خو کریکټ څه وایي؟

دا لوبه ده،د سولې ،مینې،او مثبت پیغام رسول.

کریکټ په جذباتو،احساساتو او خیالاتو نه کیږي؛خو احساس او کلک هوډ غواړي.
افغان لوبغاړي نن باید ډېر نورمال میدان ته ښکته شي.

د فېسبوکي تبصرو،اوازو او غوښتنو په فکر کې باید ولاړ نه شي.

د ۳۰۰ توپوپونو لوبول او د ۳۰۰ توپونو ګزارول ۶۰۰ ځلې فکر او پلان غواړي.
دوی باید نن د نړیوال جام د ګډون لپاره ځانونه معیاري او جوړ وښایی.

وروستۍ یې دا چې نن باید دوه اړخیزه لوبه وشي نه یو اړخیزه یا هم احساساتي لوبه.

له پاکستان موږ دوه ځلې ماتې خوړلې که مو رښتیا ترې زده کړه کړې وه نو نن به پاکستان مات کړو؛کنه نو کورنۍ دنده باید واخلو او د رسمي لوبې/لوبو لپاره باید (home work) وکړو،تېروتنې یاداشت کړو او د بیا ځلې تکرار مخه یې ونیسو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی