پاکستان د افغانستان سره پوله سمدستي وتړله

د پاکستان پوځ وايي په وروستیو تروریستي بریدونو کې ” دښمن ځواکونه د دوی پر ضد د افغانستان خاوره کاروي او هلته پټنځایونه لري. “

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور دا خبره د سندهـ په سیهون کې د شهباز قلندر زیارت کې له خونړۍ چاودنې ورسته پر خپل ټویټر لیکلي. او زیاته کړې یې ده ” وږ به دفاع کوو او ځواب به وایوو. “

نوموړې په یو بل ټویټ کې ویلي چې له افغانستان سره تګ تر راتګ د امنیتي دلایلو له مخې تر بل يادښت سمدستي بند دی او پوله یې تړلې ده.

د سندهـ ایالت په سیهون کې د لعل شهباز قلندر زیارت کې له خونړۍ چاودنې وروسته د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باوجوه ویلي ” د خپلو خلکو د هر څاڅکي وینې غچ به واخلي “

د باجوه له خولې ویل شوي چې نور د چا په وړاندې رعایت نه شته.

د پاکستان پوځ په خبرپاڼې کې د قمر جاوید باجوه له خولې ویلي شوي :

”پاکستانیان دې ارام واوسي، د دوی پوځ به دښمنو قوتونو ته د بریالیتوب اجازه ورنه کړي. موږ له خپل ولس سره ولاړ یو. “ باجوه د پاکستاني پوځیانو پر مورچلو د افغانستان له لوري د یو شمیر شویو بریدونو د په شا تنبولو یادونه کړې خو دا یې نه دي ویلي چې دا بریدونه چا کړي وو.

جنرال باجوه ویلي ترهګر افغانستان بیرته ځان منظموي او زموږ په ټولنه کې د شک مایوسۍ د خپرولو هڅه کوي.

نوموړې ویلي ددې لپاره چې زموږ خاوره د نورو پر ضد ونه کارول شي ددې هڅه روانه یې او له نورو هیوادونو هم هیله لرو چې پرې نه ږدي خاوره یې زموږ پر ضد څوک وکاروي .

افغان چارواکو دا چاودنه غندلې او هغه راپورونه یې په کلکه رد کړې وي چې ګوندې په پاکستان کې د وروستیو بریدونو لپاره دې د افغانستان خاوره کارول شوي وي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان خپله د ګڼو سخت دریځو مذهبي ډلو ځاله ده او زیارتونو او تکیه خانو کې دا لومړنۍ چاودنه نه ده بلکې تر دې مخکې هم په دې هیواد کې ګڼ زیارتونه او تکیه خانې په نښه شوي دي.

د ځايي چارواکو په وینا سنده ایالت په سیهون سیمه کې د لال شهباز قلندر په زیارت کې چاودنې 76 کسان وژلي او د250 په شا او خوا کې نور یې ټپیان کړي.

ددې برید مسولیت د داعش وسلوالې ډلې پر غاړه اخیستی .

تر دې مخکې په لاهور او کوټه کې درنې چاودنې وشوې چې د ځینو مسولیت د پاکستاني طالبانو څخه بېلې شوې ډلې جمیعت الاحرار پر غاړه واخیست. پاکستاني چارواکي ادعا کوې چې دا ډله په افغانستان کې مرکزونه لري.

د لال شهباز قلندر زیارت کې چاودنې تر اویا زیات کسان وژلي

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */