۲۰۱۸ اسیايي د کرکټ اسیايي جام لوبې سپورټ نړیوال کرکټ

د شعیب ملک وروستۍ څلوریزې او شپږیزې پاکستان له حتمي ماتې وژغوره

لیکنه: ياران

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اسیا جام د څلور غوره ټیمونو لومړنۍ لوبه په زړه پورې او د دواړو ټیمونو لپاره سخته لوبه وه. افغانستان د پاکستان په وړاندې 257 منډو لوړ هدف ټاکلی و خو پاکستاني توپوهونکې وتوانیدل چې د افغان بالرانو په وړاندې ښه مقاومت وکړي او یا افغان بالران ونه توانیدل چې پاکستاني توپوهونکي قابو کړی شي.

د پاکستان لپاره ډیرې منډې امام الحق جوړې کړې، خو لوبه ورته شعیب ملک وګټله. بلکې نوموړې تر ډېر فشار لاندې وضیعت کې په ډیر غور د خپل ټیم بریا یقیني کړه.

شعیب ملک په داسې حال کې چې ټاکلي هدف ته پنځه توپونه او لس منډې پاتې وې د افتاب عالم په دوو توپونو شپږیزه او ورپسې څلوریزه ووهله او په دې توګه یې د پاکستان حتمي ماتې په بریا بدله کړه. پاکستان ټاکلی 258 منډې هدف داسې حال کې پوره کړ چې درې توپونه او درې لوبغاړي یې پاتې وو.

د پاکستان لپاره په بیټینګ کې امام الحق او بابر اعظم ښه ملګرتیا وکړه، امام الحق په 104 بالونو 80 منډې جوړې کړې تر هغې چې د نجیب ځداران له خوا رن اوټ شو. همدارنګه بابر اعظم هم مخکې له دې چې د راشد خان له خوا اوټ شي، د پاکستان په ګټه په 94 توپونو 66 منډې جوړې کړې. دې دواړو دوامدارې ملګرتیا پاکستاني ټیم ته د ډاډ ساه ورکړه. شعیب ملک د خپل ټیم په ګټه ښه ولوبیده نوموړې په 43 بالونو 51 خو ټاکونکې منډې جوړې کړې او تر پایه ناسوزیدلی پاتې شو.

د افغانستان لورې ته راشد خان د بابر اغظم، محمد نواز او اصف علي په سوزولو درې ویکټې او مجیب الرحمن بیا دوه ویکټې واخیستي. ګلبدین نایب هم د پاکستان د ټیم کیپتان سرفراز احمد وسوزاوه. امام الحق د نجیب ځدراڼ له خوا منډه کې اوټ شو.

د افغانستان بیټینګ تر بالینګ بهتره و 

وروسته له هغې چې د پاکستان کیڼې لاسي سپینر محمد نواز دوه افغان لوبغاړي احسان الله او محمد شهزاد په لومړیو اورونو کې اوټ کړل، د حشمت شهیدي او رحمت شاه ترمنځ د 63 منډو ملګرتیا د افغانستان لورې ته لوبه باثباته کړه.

خو د افغانستان د مجموعې لوړو منډو په جوړولو کې د حشمت شهیدي او اضغر افغان ملګرتیا رول ولوباوه. دې دواړو په خپل شراکت کې افغانستان لپاره 94 منډې جوړې کړې. د پاکستان خواته کمزوری فیلډینګ او د کچونو غورځول محسوس وو.

پاکستان ددې میچ لپاره درې بدلونونه راوستي وو. شهاب خان د لوبې لپاره فیټ نه و بلل شوی او دا هم روښانه وه چې د فهیم اشرف پر ځای د حارث سهیل ځای کول هم تر ډیره ددې لپاره وو، چې نوموړی کیڼ لاس ورو بالینګ کې ښه وړتیا درلوده.

خو تر ټولو د پام وړ بدلون چې له ډیره یې یادونه کیده، هغه د محمد عامر پر ځای د شاهین افریدي لوبول و چې د لومړي ځل لپاره په نړېوالې یو ورځنۍ لوبې کې برخه واخیسته . شاهین افریدی تر هغې ډیر ښه و چې فکر یې کیده، هغه ښه بالینګ یې وکړ، خو بالینګ یې تر ډیره په فیلډینګ کې د پاکستان د ننۍ سرګردانۍ قرباني شو. اګر چې نوموړی خپله هم د هغو په ډله کې و چې نسبتا اسانه کیچونه یې ونه نیولی شول.

د دافغانستان له خوا مهم ګوزار او ښايي د ننۍ لوبې ګټونګی ګوزار د افغان لوبډلې د کیپتان اضغر ستانکزي و، چې د ګڼو افغان مینه والو په باور یې موده وروسته د لومړني ځل لپاره ښه لوبه وکړه.

نوموړې میدان ته له راوتو سره سم د لوبې سور بدل کړ، او په لومړي توپ یې د شپږیزې په وهلو وښوده چې غواړې افغانستان رن ریټ نور هم چټک کړي. دې کار پاکستاني لوبغاړي وارخطا کړل او ددې پر ځای چې باونډرۍ وساتي دواړو خواوو ته راټول شول او دې اضغر افغان ته فرصت ورکړ چې د افعانستان لپاره د ټولو 6 شپږیزو پنځه یې دا ووهي او د لوبې کنټرول خپل کړي.

حشمت شهیدي هم د پاکستان بالرانو لپاره بشپړ په شا تنبوونکی ثابت شو، نوموړې کې درې نورې منډې جوړې کړې وې نو ننۍ لوبه کې به یې سلیزه جوړه کړی شوې وی.

په ټولیزه توګه په ننۍ لوبه کې افغان توپوهونکو ښه لوبه وکړه، او د پاکستان لپاره یې ډیر لوړ هدف وټاکه، خو په حیرانوونکې توګه افغان بالرانو چې ډېره تمه ترې کیده پاکستاني توپوهونکې محدود نه شو کړای او نه یوازې دا چې اوټ کولو کې یې سست شول، بلکې پاکستاني توپووهونکو ډیرې منډې ترې واخیستي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران