سیاست نړۍ

د کم عمره ګاونډي زوکړه؛ هند د پاکستان ملي ورځ تحریم کړه

لیکنه: بشر درویش

د افغانستان کم عمره ګاونډي (پاکستان) پرون خپله ملي ورځ ونمانځله.
دا ورځ د ۱۹۴۰ د مارچ له درویشتمې سرچینه اخلي. په دغه ورځ د پخواني برتانوي د مستعمرې (هند) یوه برخه مسلمانانو د قاید اعظم په مشرۍ د پاکستان په نوم د یوه هېواد رامنځته کیدل تصویب او ترهغې وروسته یې له هند څخه د ازادۍ اخیستو لپاره مبارزه پيل کړه.

تاریخي محرومیت
پاکستان هرکال دغه ورځ په ډېره شانداره توګه نمانځي او د خپل تاریخي هویت او ویاړونو پر کمرنګۍ ورسره پرده اچوي.

دغه هېواد، چې په تاریخ کې کومه د پام وړ ریښه نه لري، پر خپلو اټومي بمونو یې ترډېره د افغان مشاهیرو (احمد شاه ابدالي، سلطان محمود غزنوي او شهاب الدین غوري د نومونو لنډیز(تخلصونه) ایښي دي).

ځانګړي مراسم
پاکستاني چارواکي پرونۍ ورځ هرکال د خپلې ملي ورځې په نوم نمانځي.

سږکال یې دغه ورځ د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د پاکستاني قربانیانو د یاد تازه کولو په نوم ونمانځله.

له دې سره دغه هېواد هڅه وکړه، چې له ترهګرۍ سره خپلې رسوا شوې اړیکې پټې او د نړیوالو سترګو ته خاورې وشیندي.

په پرونیو مراسمو کې د مختلفو هېوادونو سفیرانو او لوړپوړو چارواکو برخه لرله.

مودي د مبارکۍ پيغام لیږلی، خو خپل سفیر یې مراسمو ته نه دی استولی

د مالیزیا پخوانی صدراعظم او د مالیې اوسنی وزیر ډاکټر مهاتیر محمد د دغو مراسمو ځانګړی مېلمه و.

په دغو مراسمو کې د پاکستان ولسمشر عارف علوي په مختلفو بڼو هڅه وکړه، چې پرهېواد یې د ترهګرۍ د ملاتړ لګیدلی نړیوال تور رد او ځان د ترهګرۍ قرباني وښيي.

د هند لخوا د مراسمو تحریم
پاکستان دا ورځ په داسې حال کې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د قرباني شویو پاکستانیانو په نوم ونمانځله، چې ګاونډي هېواد یې( هندوستان) دغه مراسم له ترهګرۍ څخه د پاکستان د ملاتړ له کبله تحریم کړل.

د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي خپل پاکستاني سیال ته د دغې ورځې په مناسبت مبارکي لیږلې وه، خو مراسمو ته یې په پاکستان کې خپل مېشت سفیر وانه ستوه.

هندي چارواکو د دغه تحریم دلیل دا وباله، چې پاکستان په ترهګرۍ تورنې یو شمېر خپلې ډلې هم دغو مراسمو ته بللې وې.

د هندي چارواکو په وینا لازمه وه، چې دغه هېواد یادې ډلې نیولې او مشران یې زنداني کړي وای، خو برعکس شاندارو مراسمو ته یې بللي وو، چې دوی ته د دغو ترهګرو ډلو د یوه قرباني هېواد په توګه تر یوه چتر لاندې له هغوی سره ګډ مراسم د زغم وړ نه وو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي