ټولنیز ژوند روغه سټه کورنی ژوند

د جنسي اړیکې پر مهال ولې درد پيدا کېږي؟

لیکنه: ياران

لیکنه: شرف الدین عظیمي

سریزه
د جنسي رابطې پر مهال د درد احساس هغه بیا بیا ځلي د درد احساس دی، چې په نارینوو او ښځو کې د جنسي رابطې او نزدې کېدو څخه وړاندې د جنسي اړیکې پر مهال او له جنسي اړیکې وروسته په جنسي اله کې پيدا کېږي او دا ستونزه په ښځو کې تر ډېره برېده شایع ده، ما په دې اړوند څو مراجعین درلودل چې وروسته به یې د لېکنې په اوږدو کې کیسه، د جنسي اړیکې پر مهال درد خورا لوی او زموږ له عنوان څخه وتلی بحث دی، خو موږ غواړو په لاملونو او حل لارو یې پرلپسې بحث او سپړنه پيل کړو د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د دې اختلال لاملونه په لاندې ډول دي:

لومړی: د جنسي اړیکې پر مهال ضربه، دا لامل، چې د روغتیا نړیوال سازمان په ګوته کړی په افغانستان کې يې نښې ډېرې لیدل کېږي ځکه چې دلته زموږ د ډېرو مراجعینو په وینا جنسي اړیکي سم جنسي تېری دی او دا خبره ډېره ځله ښځو ته له وړاندې هم ډېر وحشتناکه انځورېږي او ډېر نارینه تر اوسه هم د لومړۍ جنسي اړيکې په نازکوالي او احتیاط نه پوهېږي.

دویم: جنسي ځورونه او تجاوز بل هغه لامل دی، چې د روغتیا نړیوال سازمان اشاره ورته کړې دا خبره په ريښتیا هم د جنسي اړیکې پر مهال د وېرې، درد او کرکې لامل ګرځي او موږ وینو، چې هر ورځ زموږ په ښارونو او کلیو کې نجوڼې ځورورل کېږي او وخت ناوخت یې په رسنیو کې هم اورو او وینو چې تېري پرې کېږي دا خبره نه یوازې دا چې خپله په هغو نجوڼو او ښځو ژوره اغېژ او دا ستونزه د تل لپاره پرېدي آن په هغو ښځو، چې دا خبرونه اوري هم بد اغېز شیندي.

درېیم: له بلوغ څخه واړندې ځینې جنسي تجربې د روغتیا نړیوال سازمان په ګوته کوي، چې د جنسي اړیکو پر مهال د درد او کرکې لامل ګرځي. دا موارد موږ وخت ناوخت د هندي ارواپوهانو په لیکنو او څېړنو کې لولو دلته په افغانستان کې یې هم څرګندې نښې په وړکتوب کې ودونه دي، چې ډېرې ښځې په دې ستونزه اخته کړي او اړینه ده، چې میندې او پلرونه دا نازک اروايي او جنسي حساسیتونه درک کړي او خپلې لورګانې په کم عمر کې واده نه کړي.

څلورم: لومړۍ دردونکې جنسي اړیکه او نږدېوالی، بل هغه لامل دی چې، د روغتیا د نړیوال سازمان په راپور کې راغلی، دا مورد هم په زغرده زموږ له ټولنې سره صدق کوي ځکه، چې دلته د جنسي اړیکو د پوهاوي په اړوند هیڅ ځانکړی کار او مرسته نه کېږي او بنسټونه او د لارښونې مرکزونه يې هم نشته، چې په دې اړوند کله ناکله شخصي مجلسونه او بحثونه کېږي او نجونې او هلکان خپلې پوښتنې په خپلو ډلو کې حل کوي خو ډېر ځله لېدل شوې، چې دا پوهېدنې علمي نه وي او آن ډېرو ځوانانو ته یې ځینې نورې ستونزې هم ورلاړې کړي.

پنځم: وېره، ډار، خصومت، غوصه له جنسي اړیکي څخه شرم یو بل لامل دی، چې د نړیوال سازمان په راغلي راپور کې په ګوته شوی او دا خبره هم نیغ په نیغه له افغان ټولنې او د و ګړو له اروايي حالت سره سمون خوري یانې ډېر ځله دلته ټولنه یوه په ډار کې او اضطرابي ده، خصومتونه هم په کلو او ښارونو کې په خپل ټول توان شته او یوازې ډولونه یې توپیر کوي، غوصه هم یو له هغو هیجانونو څخه ده چې ډېری افغانان یې په مدیریت نه پوهېږي او د ژوند په ډېر برخو یې لمن ور غوړولي او دا پورتني مسایل په ټوله کې د جنسي اړیکي پرمهال د کرکې او درد لامل ګرځي.

شپږم: د ګډ ژوند د ملګري تېروتنې هم د روغتیا نړیوال سازمان د یوه لامل په توګه پيژیني او اشاره ورته کوي، په خواشینۍ سره باید ووایو، چې په افغانستان کې په ځانګړي ډول د نارینوو لپاره ګډ ژوند له جنسي اړتیا سړولو پرته بل هیڅ څه نه دی، په افغانستان کې، چې کله واده کېږي او د واده شپه راځي نو نارینه خپل ټول توان د خپلې اړتیا په اړوند فکر کوي او پلان جوړوي او مقابل لوري او چمتو والي ته یې پام نه کوي دا کیسې ځینو نجونو ته له پخوا هم شوې وي او د واده شپه ورته ډېره وحشت ناکه انځور شوي وي او بیا، زوم په لومړی شپه ۳ تر ۱۱ ځلو پورې هم جنسي اړیکه ساتي نو د جنسي شریک یې د ټول عمر لپاره له جنسي اړیکي کرکه او په خپله په اړیکي کې کرکه ورته پيدا کېږي او دا خبره که بیا وروسته اصلاح هم شي او چلند سم هم شي د لومړی شپې ډار او عاطفي او رواني نه چمتوالی یې ټول عمر له ذهنه نه وزي او رابطه د تل لپاره وژني.

په جنسي اړیکي کې تېروتنه چې د یوه لامل په ډول مو اشاره ورته وکړه معمول لاندې مسایل راځي:
الف: په جنسي اړیکو کې د مهارت نه لرل
ب: د مهبل نه نرمول (په کافی اندازه نه نرمول)

اوم: جنسي اړیکي په نامطلوب ډول انځورول، په ډېری ټولنو کې ښځو ته دا خبره کېږي، چې ګڼې تاسو په دې خاطر خلق شوي یاست، چې د نرانو اړتیاوې او تندې ماتې کړي او بس ټول عمر همدې کړنې ته تیارې اوسی، دغه انځور د ښځو لپاره د جنسي اړیکي په برید د کرکې او درد لامل ګرځي، او تر ډېره بیا له جنسي اړیکي خوند نه اخلي او په نورو برخو کې یې هم له خاوند سره ستونزې پيدا کېږي.

اتم: د زېږون ترخه تجربه، زېږون د روغیتا د نړیوال سازمان په حواله د جنسي اړیکي پر مهال د کرکې او درد لامل ګرځي، دا مورد هغه څه دي، چې آن د واده د فوبی لامل هم کیدی شي، ډېرې نجوڼې په دې خاطر هم واده ته زړه نه ښه کوي چې ګڼې بیا به بچي څنګه زېږوي او دا ورته یوه لویه بلا ښکاري او حقیقت کې هم نارینه په خپل ټول عمر دومره درد نه زغمي لکه یوه ښځه یې چې په یوه ولادت کې زغمي، ۹ میاشتې حمل او په زېږون اړوند ټول مسایل کیدی شي د ښځې په اروا اغېز لري او لرلی یې شي.

نهم: سختې او له جنسي اړیکو د لریتوب زده کړې، په ډېرو ټولنو او هیوادونو کې جنسي اړیکي د افغان ټولنې په څېر تابو او ډېرې نجسې او بدې انځور کېږي او میندې و پلورنه خپلو بچیو ته بدې زده کړې او پوهې ورکوي او دا زده کړې تر ډېره په نجونو او هلکانو کې پاتې کېږي او ډېره ځله دا کرکه بد انځور آن د مېرمنې او خاوند په وړاندې هم بد انځور کېږي او بلل کېږي او همدا خبره د کرکې او درد زمینه برابروي او جنسي اړیکي بې خونده کوي.

لسم: د جنسي اړیکي نه زده کړه: نه زده کړه او نه پوهاوی هم د روغتیا نړیوال سازمان د یوه لامل په توګه راپېژنې او دا خبره د افغان ټولنې په څېر په یوه بسته ټولنه کې خورا مهم اړخ او مورد دی، دا خبره مو په پخوانیو لیکنو کې هم کړې او بیا هم غواړو ووایو، چې دلته په افغانستان کې هیڅ داسې مرجع او آدرس نشته چې په دغه برخه کې د له ځوانانو سره مرسته وکړي یوازې جنسي لارښود دی، چې په کتابت پلورنځیو کې ښه ګرم بازار لري نور نو تپه تیاره ده او آن څوک زړه نشي ښه کولی چې دا تابو ماته کړي او په دې برخه کې د عامه پوهاوي ورکولو میدان ته راودانګي.

یولسم: وچ مذهبی او افراطي چاپېریال او په دې چاپېریال کې د جنسي اړیکي او ګناه تر منځ رابطه، د روغتیا نړیوال سازمان دا هم د یوه لامل په ډول یادوی او کاږي، چې دا مورد د جنسي اړیکي څخه د کرکې او درد یو لامل دی او دا خبره تر ډېره برېده سمه ده، ځکه چې ډېرې ښځې او نران په یوه ډول تلقین شوی او آن په شریعي نکاح یاني قانوني ډول جنسي اړیکي هم یو ډول بد کار ورته ښکاري او د ګناه احساس کوي، په دې اړوند څو کاله وړاندې ما څو خویندې مراجعینی لرلې او ویل یې چې، که شرعیت هم روا کړې، که نکاح مو هم شوې، که مینه هم له خپل خاوند سره لرم خو یو ډول ګناه او بد کار راته ښکارېږي ځکه، چې نیا او مور مې ډېر په غوږونو کې دا خبره را پوه کړې او اوس نشو کولی له خپلې جنسي اړیکي خوند واخلو او خوند خو پرېده، چې کرکه کوو او وروسته له اړیکي بد احساس راته پيدا کېږي او ځان ګناه ګار ګڼو.

دولسم: د ناریوو د جنسي الې بد ګڼل او خطرناکه انځورول هم د روغیتا د نړیوال سازمان له لوري د جنسي اړیکي پر مهال د کرکې او درد لامل بلل شوی.
دغه مورد کله ناکله په نارینوو کې د جنسي کمزورۍ په پار هم رامنځ ته کېږي، چې تاسو یې په اړوند لاندې غږېزې لارښونې اورېدلی شئ:

پایله
که خپلې خبرې راونغاړو نو ویلی شو، چې تر شپږو میاشتو پورې دا ستونزه یوه عادي مساله ده خو که وخت ووت باید درملنه یې وشي، ځينې ځانګړي ورزشونه شته چې باید کمک ترې واخیستل شي، له جنسي اړیکي واړندې باید پوره چمتوالی وشي، خپل انځور باید د جنسي اړیکو په برید ورغوو، خپلې وېرې او رواني ستونزي باید له یوه ارواپوه سره حل کړو، خپل نظافت او پاکۍ ته باید جدي پام وکړو، له روغتیايي خدمتونو باید ګټه واخلو، که ستونزې جسمي لامل درلود باید ډاکټر ته مراجعه وکړو تر څو ستونزه په لږ وخت کې حل کړو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران