کلتور او هنر

ډپيکا پډوکون د مور کېدو اوازې رد کړې

د هندۍ سېنما مشهورې ستورې ډپيکا پډوکون هغه خبرونه رد کړل چې ګواکي دغه اداکاره مور کېدونکې ده.

ډپيکا د هندۍ سېنما مشهوره ستورې ده چې څه موده وړاندې یې بالیوډ له یوه بل ستوري رنویر سنګهـ سره واده وکړه، سره له دې چې تر اوسه د دغه دواړو له واده ډېر وخت نه کیږي خو په تړاؤ یې داسې اوازې خپرې شوې وې چې دغه فلمي لوبغاړې مور کېدونکې ده.

ډپيکا پډوکون او رنویر سنګهـ د هندۍ سېنما ښکلې او مشهوره جوړه چې د دوستۍ او یارانې يې سره ډېر وخت کېده خو په ۲۰۱۸ کال کې بلاخره دواړو د دوستۍ دغه اړېکه د واده په تار وګنډله.

په یوه مرکه کې ډپيکا پډوکون څخه پوښتل شوي چې تر واده وروسته د زیاتره مېرمنو څخه د مور کېدو په تړاؤ پوښتنې کیږي، د خبریال په خبره څو ورځې وړاندې دغه ډول اوازې د یوې بلې مشهورې ستورې انوشکا شرما په تړاؤ هم خپرې شوې چې بیا انوشکا هم د دې په تړاؤ خپرې شوې اوازې چې ګنې مور کېدونکې ده رد کړې، نو یې له ډپيکا پوښتنه کړې چې اوس ستاسو په اړه دغه ډول خبرې کیږي تاسو کوم ځواب لرئ؟

سره له دې چې ډپيکا په دغه خبره یو څه غبرګون هم ښودلې خو په خبره یې رښتیا خبره خو داده چې د داسې اوازو څخه د خلکو هدف څه وي؟ کله داسې اوازې د خلکو لخوا خپريږي کله هم درواغ خیژې او کله هم رښتیا نو په وینا یې نه پوهیږي چې څنګه د داسې اوازو مخه ونیسي.

د مرکې په جریان کې ډپيکا ویلي، کله چې یې د مور کېدو وخت شو نو مور به هم شي، د هرې واده شوې جوړې دا ارمان وي چې دې ښکلې اولادونه ولري، په خبره یې کله چې په قسمت کې دا نعمت لیکل شوی وي نو هلته ماشوم نړۍ ته راځي او دا کار به یوه ورځ ضرور کیږي.
خو په خبره یې چې نه غواړې د مېرمنو او یا دواده شویو جوړو څخه دې هر ځل دغه ډول پوښتنې وشي.

د هغې په وینا؛ یې به کومه ورځ چې مونږ د دغه ډول اوازو مخه ونیسو او دغه ډول پوښتنې ونه کړو نو هلته به تغیر وګورو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی