کلتور او هنر

کوژدن شوې ډپيکا پډوکون د فواد خان پر سترګو مئینه شوې !

د هندوستان د وتلي سینمایي ستورې ډپیکا پډوکون د بالیوډ د مشهور فلم لوبغاړي فواد خان سترګې خوښې شوي دي.

ډپيکا پډکون ویلي، فلم لوبغاړی فواد خان خماري او زیاتې ښایسته سترګې لري.

فواد خان د پاکستان د کامیابو فلمي ستورو څخه دی، چې نه یوازې په پاکستان بلکې په هندي فلمونو کې هم ډېر لیدونکي لري.

تر پرنیتي چوپړا وروسته ډپیکا پډوکون دویېمه فلمي لوبغاړي ده چې د فواد خان مینواله معلومیږي.

وړاندې تر دې چې ډپیکا د فواد خان د سترګو صفتونه وکړي پرنیتي چوپړا یې په تړاو ویلي وه چې هېله منده ده چې د فواد خان سره په یوه فلم کې کار وکړي.

د پرنیتي چوپړا دغه خبرو په رسنیو کې ګرم بازار ومونده او تر څنګ يې په ټولنیزه مېډیا د مینوالو جلا جلا غبرګونونه راپاورل.

خو دا ځل ډپیکا پډوکون د فواد خان د سترګو صفتونه کړي، چې د زیاتو فلم مینوالو پام یې ځانته ګرځولی.

دپیکا پاډوکون دغه خبرې د کرن جوهر په یوه ټلویزیوني پروګرام ( کافي ود کرن) کې کړي دي.

په دغه خپرونه کې پډوکون سره بله ځوانه فلمي لوبغاړې عالیه بټ هم ګډون کړی و، چې په کې یې زیاتو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

په دغه خپرونه کې چې کله د خوښې او نا خوښې د څېزونو خبره راغله نو په کې دواړو فلمې ستورو د خپل ژوند ځینې رازونه ښکاره کړه.

خو کله چې کرن جوهر د ډپيکا پډوکون څخه پوښتنه وکړه چې په بالیووډ کې تر ټولو خماري او ښکلې سترګې د کوم ادا کار دی نو یې ډپيکا په ځواب کې وویل چې ((فواد خان تر نورو ډېرې ښکلې سترګې لري)).

وړاندې تر دې چې پرنیتي چوپړا او ډپيکا پډوکون د فواد خان په تړاو خبري وکړي تر دوی وړاندې رنبیر کپور او د هغه مور نیتو کپور هم د فواد خان په تړاو ویلي او ترې متاثره شوې وه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی