ټولنیز ژوند

پاچا او وزیر (جالبه کیسه)

لیکنه: ياران
اعلان

ژباړه او زیاتونه: فضل رباني قاضي زی

وختونه پخوا د یو پاچا راج و او په ټول دربار کې یې خپل یو وزیر ډیر پرې ګران و، چې د هر بل چا نه یې د ده خبره منله او د وزیر هره پریکړه د پاچا پریکړه وه.

یوه ورځ پاچا میوه خوړله چې ناڅاپه یې خپله ګوته په چاکو غوڅه کړه. یو شور شو په دربار کې
چا غږ کړ چې طبیب راولئ، چا ویل چې هلئ درمل راوړئ، چا سروهلو چا ځان او چا څه وې او چا څه …

همدا وخت د ټولو په شور کې په ده ګران وزیر خاموش ناست و او په ډیره نرمه او آرامه لهجه یې وویل پاچا صیب دې کې دې خیر دی.

پاچا چې ګوته غوڅه شوې وه غوسه ورغله او په تند انداز یې وویل: بوځئ دا بندی کړئ، زه په څه حال کې یم او ده ته ګوره. په ټول دربار کې مې په ده ډیر زیات زړه تکیه و حال دا چې ده د ما په حال تش افسوس ونه کړ.

وزیر یې په خونه کې بندي کړ.

یو څه موده پس پاچا له ځان سره قصد وکړ چې یواځې ښکار ته ولاړ شي، ترڅو ځان وازمیي چې په لاس کې یې همغه پخوانی زور او قوت شته او کنه.

په یواځې توګه ځنګل ته ولاړ او د ښکار په لټه کې یې ځان په ځنګل کې ورک کړ، لاره ترې ورکه شوه او ناڅاپه په یوه کلي ورپیښ شو. د دې کلي یو عرف دا و چې په کال کې یو کس د خدای په رضا قرباني کړي او د پاچا بد قسمت ته ګوره چې په همدې ورځ ورپیښ شو. نو د کلي خلکو وویل چې د خپلو پر ځای دا دی خدای بل کس په لاس راکړ او همدا چې قرباني ته یې چمتو کړ، یو کلیوال غږ وکړ چې ګورئ وه خلکه د دې سړي یوه ګوته نشته او د قربانۍ شرط دا دی چې کس باید په اندامونو جوړ وي.

همدا و چې خلکو پاچا خوشې کړ. پاچا هم بیرته خپل راغلي ګامونه تعقیب کړل او خپل دربار ته یې ځان ورساوه. څنګه چې خپل دربار ته ورسید، امر یې وکړ چې وزیر راخوشې کړي.

د وزیر راخوشې کیدو سره سم پاچا وویل چې ماته بښنه وکړه تا ریښتیا ویلي وو چې دا به زما په خیر وي کني زه به اوس مړ وم.

وزیر بیا هم په ډیره نرمه او پسته ژبه وویل: پاچا صیب ته بښنه مه غواړه، که چیرې دا ستا په خیر وو چې ګوته دې غوڅه شي نو دا هم زما په خیر وو چې زه دې زنداني کړم. که زه په زندان کې نه وی، زه خو هر وخت له تا سره یو ځای ګرځیدم ته به یې خوشې کړی وې مګر زه به قرباني شوی وم ځکه زه خو په اندامونو جوړ وم.

ستا به د دې ګوتې خوڅیدل په خیر وو او زما به دا زندان. هر څه د انسان په خیر دي، مګر انسان پرې پوهیږي نه!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران