ټولنیز ژوند

د پاچا ورکه شوې ښکلې لور او د یوه ځوان کور کې یې شپه

لنډه کیسه

ژباړه: عطا محمد میاخېل

پاچا یوه ډېره ښکلې او نازدانه لور درلوده، له هغې سره یې بې کچې مینه لرله. له ورځو یوه ورځ ښکلې نجلۍ له ماڼۍ څخه بهر شوه او وې غوښتل، چې له ماڼۍ څخه د باندې د خپل پلار واکمني وګوري، چې څه پکې تېرېږي. شینکي آسمان، شنو ونو او ښایسته طبیعت د نجلۍ پام ځانته را اړولی و، همداسې روانه وه، د لارې په اوږدو کې یې پام شو، چې له ماڼۍ څخه ډېره لرې شوې او خپله لاره یې ورکه کړې ده، کولای یې نه شول، چې بېرته ماڼۍ ته لاړه شي، یوه ګڼ او سمسور ځنګله ته ننوته. هغې ډېره هڅه وکړه، چې لاره پیدا کړي، خو په پیدا کېدو کې یې پاتې راغله.

کله چې پاچا د خپلې نازدانه لور له ورکېدو څخه خبر شو، نو د لټون په موخه یې خپل کسان یوې او بلې خوا واستول، تر څو لور یې پیدا کړي.

په داسې حال کې، چې هوا ډېره تیاره شوې وه، نجلۍ په ډېر ډار او وېره سره خپل مزل ته دوام ورکړ، ترڅو د ماڼۍ لاره پیدا کړي، په ناڅاپي ډول یې په یوې رڼا باندې سترګې ولګېدې، چې ډېره لرې وه، د هغې رڼا په لور وخوځېده او په ځنګله کې یې یو کوچنی کور وموند، د هغه کور دروازه یې وټکوله، تر دې چې یو ځوان دروازه پرانیسته، ګوري چې یوه ښایسته نجلۍ ده، نجلۍ په ډېرې وېرې ورته وویل: ما لاره ورکه کړې ده، کولای شم تر سبا ستاسو په کور کې پاتې شم؟ ځوان ومنله او ښکلې نجلۍ ته یې په خپل کور کې ځای ورکړ، نجلۍ لا چاره وه، چې شپه تر سبا دې کور کې پاتې شي او له ځناورو څخه په امن کې وي. ځوان هم د شیطاني وسوسو له امله نه شو کولای چې ځان کنټرول او په دې کور کې له نجلۍ سره یوازې واوسېږي، له یوې خوا د نجلۍ ښکلا او له بلې خوا شیطاني وسوسو ځوان ډېر حیران کړی و.

ځوان یوه شمعه روښانه او تر څنګ یې کېناست، په وار سره به یې د خپلو لاسونو ګوتې شمعې ته نیولې، تر دې چې سهار شو او نجلۍ له لمر خاته سر سم له خوبه را ویښه شوه په همدې وخت کې د پاچا کسانو د دې ځوان دروازه وټکوله، او ورته وې ویل: په دې نښو نښانو دې کومه نجلۍ نه ده لیدلې؟ ځوان په ځواب کې ورته وویل: د شپې یې لاره ورکه کړې وه او زما کور ته یې پناه راوړه، کله چې نجلۍ د خپل پلار کسان ولیدل، نو ډېره خوشاله شوه، له هغوی سره ماڼۍ ته لاړه او ټوله کیسه یې خپل پلار ته وکړه.

پاچا پوښتنه وکړه: لورې ! هغه ځوان ته ونه ځورولې او مزاحمت یې درته ونه کړ؟ پاچا کرار نه درلود او پرله پسې به یې له خپلې لور څخه پوښتنې کولې. لور یې د هغه ځوان ټوله کیسه خپل پلار ته وکړه او ورته وې ویل: د شپې یې شمعه رڼا کړه او تر سهاره یې خپلې ګوتې پرې نیولې.

پاچا خپلو کسانو ته امر وکړ، تر څو هغه ځوان ور ته راولي، کله چې هغه راغی، نو پاچا ترې پوښتنه وکړه: له دې کار څخه دې منظور څه و؟

ځوان ځواب ورکړ: ماته ډېره مشکله وه، چې داسې ښکلې نجلې مې په کور کې وي او زه هم هوسا کېنم، خپل خدای (ج) مې شاهد ولیده، هر څه چې وکړم، نو هغه پاک او بې نیازه ذات مې ویني که هم څه د نورو له سترګو پناه یم، په بدن کې مې وېره خپره شوه او له ځان سره مې فکر وکړ، که چېرې دا کار ترسره کړم، نو دوزخ ته به لاړ شم، له ځان سره مې وویل آیا د اور د زغملو توان لرې؟ لاړم شمعه مې روښانه کړه او په وار سره به مې ګوتې پرې نیولې، یوه ګوته به مې چې وسوزېده، نو بله به مې پرې ونیوله او له ځان سره به مې ویل: ته چې د دې اور توان نه لرې، نو د دوزخ له اور سره به څه کوې؟
له دې کبله مې دې کار ته دوام ورکړ، تردې چې سهار شو او له ګناه څخه وژغورل شوم.

پاچا د دې ځوان پاک نیت ته حیران شو، له ځان سره یې فکر وکړ او وې ویل: د لور له پاره مې له دې ځوان څخه بل څوک غوره نه دی او خپله لور یې هغه ځوان ته ورکړه.

که چېرې په هر کار کې الله (ج) شاهد وګڼو، نو له ګناهونو څخه به لرې او د ستر ثواب خاوندان به شو. خدای (ج) په هر حال کې لیدونکی او ځواکمن دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل