سپورټ نړیوال کرکټ

په کرکټ کې د اوټیدو ډولونه؛ ښايي ډیر ترې معلومات ونه لري

اعلان

د لوبو په ډګر کې کرکټ، چې ورځ تر بلې د نوښتونو او پرمختګونو په حال کې دی، پکې د یو لوبغاړي سوځیدنه یوه ځانګړې برخه ده.

 د کرکټ په لوبه کې د یو توپ وهونکي لپاره اوټ یا سوځیدنه په ۱۱ ډوله ده، چې څلور یا ۵ یې ډیر عام دي او زیات خلک ورسره اشناء دي، خو پاتې نورو سره یې د کرکټ پوهانو او لوبغاړو څخه پرته نور زیات بلدتیا نه لري.

 دلته هغه یولس ډولونه مونږ درته درښایو، چې د کرکټ په لوبه کې موجود دي:

 کلین بولډ (Clean Bowled)

کلین بولډ اوټ په کرکټ کې تر ډیره زیات واقع کیږي او خلک ورسره تر نورو زیاتو بلد دي، دا ډول سوځیدنه هغې ته وايي، چې کله یو توپ اچونکی په یو قانوني یا (Legal) توپ ترسره کولو سره د توپ وهونکي څخه ویکټ وولي او د ویکټو بیلزونه ګوزار شي.

که د ویکټو بیلزونه (Bails) ګوزار نشي، نو توپ وهونکی بیا هم نه وي سوځیدلی، خو داسې ډیر کم واقع کیږي، ځکه چې د ویکټو بیلزونه، چې د ویګټو په سر باندې موجود وي د باد په حرکت سره ګوزاریږي.

 کیچ اوټ(Catch Out):

کیچ هم د کرکټ د اوټ په ډولونو کې یو بل ډول اوټ دی، چې ورسره ډیر خلک اشناء دي، خو کیچ اوټ کېدنه بیا په درې ډوله ده، چې لاندې هر یو تشریح کیږي.

  • د فیلډر یا ډګر ساتونکي لخوا کیچ نیونه (Caught By The Fielder)

کله چې توپ اچونکی توپ ترسره کړي او د توپ وهونکي څخه ډګر ساتونکی کیچ واخلي، نو دې ته وايي (Caught By The Fielder) اوټ.

  • د ویکټ کیپر یا ویکټ ساتونکي لخوا کیچ نیونه  (Caught Behind)

کله چې توپ اچونکی توپ ترسره کړي او د توپ وهونکي څخه ویکټ ساتونکی کیچ ترلاسه کړي، نو دې ته وايي (Caught Behind) اوټ.

  • خپله د بالر یا توپ اچونکي لخوا کیچ نیونه  (Caught and Bowled)

کله چې توپ اچونکی توپ ترسره کړي او د توپ وهونکي څخه بیرته د توپ اچونکي لاسونو ته کیچ ورسیږي، نو دې ته وايي (Caught and Bowled) اوټ.

۳ – سټمپ اوټ    (Stumped Out)

کله چې یو توپ وهونکی د بال یا توپ لوبولو په موخه له ټاکلي حد څخه بهر ووځي یا له ټاکلي حد (Crease Line) څخه یې وروستۍ پښه مخکې یا په هوا کې وي او د ویکټ ساتونکي لخوا پرې د ویکټو بیلزونه پورته شي، نو په دغه وخت کې هم توپ وهونکی اوټ حسابیږي، چې دې ډول سوځیدنې ته سټمپ اوټ ویل کیږي.

۴ – ایل بي ډبلیو اوټ    ((LBW Out

په کرکټ کې ایل بي ډبلیو یا (Leg Before Out) هم ډیر عام دی او خلک ورسره بلدتیا لري، چې دا ډول سوځیدنه هغه وخت رامنځ ته کیږي، چې د توپ اچونکي ترسره شوی بال د توپ وهونکي یا بیټسمین په مخامخ پښه ولګیږي، چې درې واړو ویکټو ته مخامخ وي او یو له هغوي نه په دغه بال سره د لګیدو سمون خوري، خو توپ باید د اف سایډ (Off Side) څخه وي نه د لیګ سایډ (Leg Side) څخه او لوبڅار د توپ اچونکي د آپیل یا چغې وروسته د اوټ پریکړه وکړي؛ دې ته وايي ایل بي ډبلیو سوځیدنه.

۵ – په منډه اوټ (Run Out)

کله چې دواړه توپ وهونکي کوښښ کوي، چې د بال لوبولو وروسته د منډو جوړلو هڅه وکړي او په دغه وخت کې د لمړۍ دویمې، دریمې او یا هم څلورمې منډې جوړولو وړاندې ټاکلي حد ته د رسیدو څخه د کوم ډګر ساتونکي لخوا ویکټ وویشتل شي، نو توپ وهونکی لوبغاړی له دوو څخه چې هر یو وي؛ په منډه سوځیږي، چې په انګلیسي او د کرکټ په اصطلاح کې ورته رن اوټ ویل کیږي.

۶ – د ویکټو وهل    (Hit Wicket)

دا ډول سوځیدنه په کرکټ لوبه کې کمه لیدل کیږي او هغه وخت رامنځ ته کیږي، چې یو توپ وهونکی د بال یا توپ لوبولو پرمهال یا وروسته د منډې جوړلو پرمهال ویکټ په بیټ، لاس، پښه، په بدن سره ووهي او یا هم په ویکټو را وغورځیږي، نو دغه ډول هم لوبغاړی سوځیږي، چې دې ته په کرکټ کې د (Hit Wicket Out) یا سوځیدنه ویل کیږي.

۷ – د بال یا توپ دوه ځلې وهل (Hit The Ball Twice Out)

کله چې یو توپ وهونکی پرته د ویکټې له دفاع څخه بال د کوم بل هدف لپاره ووهي، نو دغه وخت کې هم لوبڅار صلاحیت لري، چې د لوبغاړي اوټ اعلان کړي، خو دا ډول سوځیدنه تر دې مهاله نه ده لیدل شوې، خو ښايي په راتلونکي وخت کې دغه ډول سوځیدنه هم ولیدل شي، چې لمړی ځل به وي.

۸ – مزاحمت کوونکی اوټ (Obstructing The Field)

که د لوبې پرمهال یو توپ وهونکی په قصدي ډول د توپ نیونکي مخه ډپ کړي او له کبله یې د سوځیدو مخنیوی وکړي، تر څو ویکټ وولي، نو دې وخت کې د کرکټ د لوبې د قانون پر اساس لوبغاړی سوځیږي، چې دې ډول ته  (Obstructing The Field Out) ویل کیږي.

۹ – د وخت له کبله اوټ (Timed Out)

کرکټ لوبه د اصولو لوبه ده، چې پکې د اصولو ماتول سزا لري او هرې برخې ته یې ځانګړي اصول جوړ شوي دي.

که یو توپ وهونکی په ۵۰ اوریزه سیالۍ کې له ۳ دقیقو څخه زیات وخت واخلي او د میدان بونډري لاین څخه (Crease) یا پیچ ته ونه رسیږي، نو لوبغاړی اوټ حسابیږي؛ په داسې حال کې چې په ۲۰ اوریزه سیالۍ یواځې ۱۲۰ ثانیې توپ وهونکی وخت لري، چې ځان پیچ ته ورسوي.

۱۰ – په لاس د توپ نیول (Handled The Ball)

که د فیلډر یا ډګر ساتونکي د اجازې پرته یو توپ وهونکی بال په لاس سره منع یا ټچ کړي، په داسې حال کې چې د بیټ سره نه وي ټچ شوی او ډګر ساتونکی په لوبڅار اپیل وکړي، نو دې وخت کې هم یو توپ وهونکی سوځیږي.

که یو توپ وهونکی د بیټ ټچ کیدو وروسته توپ د ویکټو څخه په بیټ یا پښې سره منع کړي، نو کوم مشکل نه جوړوي، خو که په لاس سره یې منع کړي، نو توپ وهونکی د اوټ کیدو له خطر سره مخ کیږي.

۱۱ – ریټایرډ اوټ    (Retired Out)

که یو توپ وهونکی د لوبڅار او مخالف ټیم د کپتان له رضایت او اجازې پرته میدان پریږدي، نو دې ته ریټایرډ اوټ ویل کیږي، خو که کله یو لوبغاړی د لوبې د توپ وهنې پر مهال ټپي شي او میدان پریږدي او بیرته ژر خپل عادي حالت ته را وګرځي او لوبه ترسره کولی شي، نو بیرته لوبغالي ته راتللی شي، چې دغه چاره د افغانستان او ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو پر مهال ترسره شوه، ویسټ انډیز اوپنر اډریو فلیچر په سخت حالت کې بیرته لوبغالي ته راستون شو، خو له افغان لوبډلې څخه سیالي خپله نکړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی