سیاست

خطرناک مرګونه ” اوس له ناکامه خپل قاتل ته دوعاګانې کوو“

دا لیکنه سرخط ورځپاڼې خپره کړې.

د ده لاسونه په هغو شېبو کې هم جنګسالارانو او تنظيمي پنډتانو ته پر دوعا لپه وي چې په ميليونو انسانان په دوی پسې د ښېراوو لاسونه پورته نيولي وي.

زه پوهېږم تاسې تر داد پورې څوک نه پرېږدئ، تاسې ته به پته نه وي چې زه له جنګسالارانو، تنظيمي پنډتانو او جنګي غټانو سره په اړيکه کې يم. تېره اوونۍ هم په قرغه کې مېلمه وم، کبابونه هر څه مو باد کړل، د يوې حوزې امر پر سر له ايښې پيالې سره د کمال ډانس وکړ.

يوه ببرږيري ملا چې پياله ډکوله له حق په جانب اکټ سره يې ياده کړه؛ اخرت او جنت ته څوک صبر کولای شي؟

********

********

قوماندان صاحب به چې د چوپان کباب له اوږده سيخه په يوه وار د خصي ګډ وريته غوښه کش کړه، د جانيواکر ډکه صراحي به يې پر سر واړوله.

«…» صاحب چې استنجا ته هم منرال اوبه ورسره ګرځوي، مخې ته د ايښي بوتل کاک پرانيست، پزې ته يې نږدې کړ، خو لکه چې خوښ يې نه‌شو، له خپل بکسه يې بوتل را وايست او له ما سره يې د خپل جام په لګولو ټنګ پورته کړ.

د يوه جهادي تنظيم د دعوت او ارشاد پخواني رييس چې د لمانځه درې څلور غبرګې مسالې يې په لنډکروزر کې ورسره ګرځولې، له ډېر څښاکه د چا خبره، پر خوله يو خروار سپين ځګ درېدلی و.

تاسې څه واياست چې ما به خوله پټه نيولې وه، يا به مې له کاکولا غړکونه ايستل. زما مشق او تمرين تر ټولو کره او تجربه تر ګردو پخه ده.

موسم او ماحول دواړه شاعرانه او مستانه وو، د مطرب او مغني په خوله او ګوتو يوازې د دغه بيت انګازې ګډېدلې؛

قلقل بانګ صراحي، جغ جغ سیخ کباب
مچ مچ بوس و کنار و شر شر شلواربند

د يادولو دا چې محفل له يوې مخې په دوعاګانو تود و، د ګردو لاسونه د دوعا لاسونه لپه وو، د ټولو په اړه ښې هيلې څرګندېدې، هر يو په نېکي يادېده. پر هجو او غيبت د چا خوله نه‌شوای چوله کېدای، ټول مينه مينه وو، د کرکې او نفرت درک نه‌شوای لګېدای.

تنظيمي او جهادي پنډتانو، انقلابي ملګريو او د ثور کودتاچيانو لاسونه په دوعا پورته کړي وو چې که د داود خان جمهوريت يې نه وای نسکور کړی، ولاکه چا د خيرک ادې بللی وای، په يو خروار لېټۍ کې به چا سترګې نه وای ور اړولې.

د جنرال ضیا، فهد او ريګن پر قصيدو ځکه پنډ وو چې که د دوی وسلې، پيسې او برنامې نه وای، د جهاد، مجاهد، شهيد، مهاجر، کونډې او يتيم په نامه چا د لوټ تالان بازار دغسې تود ساتلای شوای.

د بوش په ياد سرونه د دې له‌پاره ټيټ وو چې که ده پر افغانستان B52 نه وای مرش کړې، په افغانستان کې به چا ډالري معاشونه، کمېشنونه او قراردادونه په خوب هم نه وای ليدلي.

د اوباما په تلو ځکه د اوښکو ډېوې بلې وې چې د بوش پيل کړې جګړه يې په بشپړ امانت د داعش تر را پورته کېدو توده وغځوله.

په طالبانو پسې هم د حسرت سرې سترګې يوه بله خوا اوښتې چې که د دوی جګړه، ځانمرګي او دا نورې ناخوالې نه وای، له تېلو تر نورو وسايلو او وسايطو چا پلورلای شوای، خيالي عسکر، پوليس، ښوونکي، زده‌کوونکي او ملايان به له کومه شوي وای، د دوی پر تنخوا چا په دغسې اساني ګونډه وهلای شوای؟

ټرمپ ته د نېکي پر هدايت خولې ستړې وې چې الله تعالی ته يې ارګ او سپېدار ماڼۍ ته پر زړه د رحم اوبه تویې کړې او د کابل پر مستقيم واټ د راتلو توفيق ور په برخه کاندې.

د پردې د يارانو د هرې دوعا هيله او انګېزه د پوهاوي او درک وړ وه، خو جنګسالارانو او تنظي پنډتا ته د دوعا راز او رمز د حال په هغو مجذوبو شېبو کې نه‌شوای څرګندېدای.

د دغسې دوعا پته په قال کې لګېدای شوای، د جومې برېځر چې له خوبه په بسترو کې کېښناستو، له ده مې د بېګانۍ سوځنده او د زړه له تله ځانګړې پوښتنه وکړه؟ د ده په وينا کې اوس هم هغه صداقت او رښتينولي ښه جوته ليدل کېدای شوای چې موږ ټولو د شپې ځانونه پکې لمبولي وو.

د ده په خبر، مرګ حق دی، کل نفس ذايقة الموت، خو له خدایه د مهلت غوښتونکی يم. تر هغې چې په افغانستان کې يو ملي مزبوت حکومت چې له مصلحتونو او مضر احتياطه يې اوږې سپکې وي، نه وي جوړ شوی، د دوی ساه ټينګه لري.

او د دوی ژوند خطرناک نه دی، لکه مرګ يې چې هېواد او خلکو ته زيان اړولای شي. خلک نه پوهېږي ساده‌ګان دي چې مرګ ورته غواړي، په داسې حال کې اوس د دوی په ژوند کې هغسې زيان نه دی نغښتی لکه له مرګه يې چې د هېواد او خلکو غاړې ته لوېدای شي.

ما داسې ګڼله چې اوس يې هم لکه د شپې سر ګرم دی، خو داسې نه وه، بلکې له زلزلې وروسته له ټکانونو سره لاس او ګرېوان و.

د ده په خبر، په سمه، ډاګونو، پارکونو چې څه کېدای شول، هغه يې په ژوندوني غصب کړل، داسې څه نه دي پاتې چې پر ژوند يې د غصب مخه وموندای شي، خو په مرګ يې د مقبرو له‌پاره د غونډيو د غضب ګواښ څرګند دی، ځکه خو يې تر ژوند مرګ خطرناک دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */