سیاست نړۍ

د عمران خان پر وړاندې د یو کیدو احتمال؛ بلاول بوټو له نواز شریف سره په زندان کې لیدلي

لیکنه: بشر درویش

د پاکستان د دوو سترو ګوندونو مشرانو تر لیدنې وروسته وړاندوینه شوې، چې د عمران خان د حکومت پر وړاندې یو ګډ او قوي اپوزیسیون رامنځته شي.

په زندان کې لیدنه
د پاکستاني رسنیو په تازه راپورونو کې راغلي، چې د پاکستان د خلکو ګوند یا پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو له مخکیني صدراعظم او د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند له مشر نواز شریف سره په زندان کې لیدلي.

د دغې لیدنې موخه ظاهراً د ناروغ نواز شریف پوښتنه وه، خو ویل کیږي چې اصلي هدف د عمران خان د حکومت پر وړاندې د دواړو ګوندونو د نیږدې کیدو هڅه ده.

نواز شریف څو کاله مخکې د فساد په یوه لویه قضیه کې د ښکېلتیا له کبله له خپلې لور مریم نواز او ورور شهباز شریف سره یو ځای د محکمې لخوا له سیاسته منع او زنداني شو.

د هغه له زنداني کیدو سره د پاکستان له وخته مخکې ټاکنې ترسره او د یادې قضیې برسیره کوونکی عمران خان، چې د تحریک انصاف په نوم د ګوند مشر او د ځوان نسل له ملاتړه برخمن و، صدراعظم شو.

د نیږدې والي دلیل
د پاکستان د چارو شنونکو د پیپلز پارټۍ او مسلم لیګ نواز د نیږدې کیدو دلیل دا ښودلی، چې د عمران خان حکومت د پیپلز پارټۍ د مشر بلاول د پلار او پخواني ولسمشر آصف علي زرداري د فساد قضیې هم را برسېره کول غواړي.

زرداري، چې د پخوانۍ وژل شوې صدراعظمې بینظیر بوټو د ژوند ملګری و، په فساد کې خورا مشهور و او وېل کیږي ګڼې قضیې لري.

ویل شوي، چې د یادو ګوندونو د نیږدې والي لوی دلیل همدا دی، چې د عمران خان د حکومت په لاس خپل خرابیدونکی وضعیت مهار کړي.

د فساد بحران
پاکستان په وروستیو څو لسیزو کې د فساد له سخت بحران سره مخ دی.
اوسنی صدراعظم عمران خان د دې باوجود، چې ډېر سرتمبه او د سیاست له اخلاقو ناخبره ګڼل کیږي، خو پاکستانیانو او خاصتاً پوځ او استخباراتو د دې لپاره واک ته رسولی، چې د فساد پرضد د مبارزې او د اقتصادي ناورین د مهارولو شعارونو یې خوند ورکړی.

عمران خان په دې برخه کې ځینې هڅې هم کړي، چې د پاکستانیانو خوښې شوي او ملاتړ ترې شوی.

ناڅرګند راتلونکی
عمران خان له دې سره د پاکستان د عمر خوړلي نسل، مخکینیو سیاستوالو او خاصتاً هغو چې ډېرې شتمنۍ لري او په فساد کې ډوب ښکاري، نه خوښیږي.

دی له دې سره توانیدلی، چې د مخکې یاد شویو ګوندونو یو شمېر مقتدر غړي د ځان ملګري او د هغوی ملا پرې ماته کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، چې پخوا د پیپلز پارټۍ مهم مشر او هم یې په واکمنۍ کې د بهرنیو چارو وزیر و، اوس د عمران خان د ګوند مرستیال او له ترټولو نیږدې کسانو څخه دی.

عمران خان او شاه محمود قریشي

د پاکستان پخواني پوځي دیکتاتور پرویز مشرف، چې اوس له هېواده بهر دی او په هم مهاله ډول یې د مسلم لیګ پاکستان په نوم یو ګوند په پاکستان کې لږ و ډېر فعالیت کوي، د عمران خان ملاتړی دی.

مشرف څه موده مخکې په یوه مرکه کې ویلي و، چې د عمران خان واکمني ورته ښه فرصت دی، چې پاکستان ته ستون شي.

هغه مخکې د بینظیر بوټو په وژلو کې د لاس لرلو له کبله څو ځله بندي شو، خو د مریضتیا او درملنې په پلمه له هېواده ووت او اوس په دوبۍ کې ژوند کوي.

عمران خان د سیاسي مخالفتونو باوجود د پوځ او استخباراتو له ملاتړه برخمن دی.

وروسته به ولیدل شي، چې د دوی مقابله کې څوک میدان ګټي؟

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي