افغانستان نړۍ

پروني متحدین، ننني حریفان؛ د عبدالله ګل ګوند به اردوغان مات کړي؟

لیکنه: بشر درویش

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش

د ترکیې مقتدر ولسمشر رجب طبیب اردوغان، چې په دیکتاتورۍ او ځان غوښتنې هم مشهور دی، یوه ډله مخکیني مخکښ سیاسي متحدین یې ورنه خوابدي او د بل سیاسي ګوند د جوړولو په تکل کې دي.

د دغو ناراضو خلکو په سرکې پخوانی ولسمشر عبدالله ګل، د بهرنیو چارو مخکینی وزیر داوود اوغلو او بل مطرح سیاستوال علي بابا جان دي.

په څه خپه دي؟
یاد شوي درې واړه مطرح ترکي سیاستوال مخکې له اردوغان سره په یوه ګوند ( عدالت او پراختیا) کې یو ځای او له مهمو موسسینو یې ول.

اردوغان، چې د یاد شوي ګوند مشري کوي او په ترکیه کې له پراخ نفوذ څخه هم برخمن دی، مخالفین یې د واک په انحصار تورنوي.

دا تور تر هغې وروسته نور هم جدی شو، چې اردوغان د څو کاله مخکې ولسمشریزو ټاکنو له ګټلو سره د اساسي قانون د تعدیل له لارې خپل صلاحیتونه او ورسره د واکمنۍ موده پراخه کړه.

پر اردوغان یو تور دا دی، چې د فردي ازادیو په محدودیت، د محافظه کارو په پیاوړي کولو او ورسره د سخت دریځه اسلامپالو په ځلولو پسې یې اخیستې ده.

اردوغان په دې هم تورن دی، چې خپلو زومانو، لوڼو او زامنو ته یې مهمې څوکۍ او امتیازات ورکړي.

د اردوغان لاسته راوړنې
اردوغان د پلویانو لخوا یې په دې ستایل کیږي، چې په نړیواله کچه یې د سیاست، اقتصاد، بهرنۍ دیپلوماسۍ، سوداګرۍ، تولیداتو، سیاحتي خدمتونو او نورو مهمو برخو کې د ترکیې موقف ځلولی او پیاوړی کړی دی.

له دې کبله د دغه سیاستوال نفوذ په ترکیه کې ورځ تربلې پراخیدونکی ګڼل کیږي او پلویان یې څوک د ده د سیالۍ وړ نه ویني.

مخالف مثلث
عبدالله ګل، داوود اوغلو او علي بابا جان لکه چې وویل شول د اردوغان پیاوړی مخالف مثلث ګڼل کیږي.
دلته به د دوی ځانګړنو ته هم لنډ نظر واچوو:

عبدالله گل
له امریکا او سعودي عربستان څخه د اقتصاد په برخه کې د دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې لري.

هغه په شخصیتي لحاظ نرم مزاجه، قانون ته ژمن او لیبرالیزم ته په ارزښت قایل سیاستوال دی.

دی د عدالت او پراختیا ګوند له موسسینو دی، د بهرنیو چارو وزیر، صدراعظم او ولسمشر په توګه یې مهمې دندې ترسره کړي.

علي باباجان
دا مطرح سیاستوال له انګلستان، امریکا او ترکیې څخه د دوکتورا تر کچې اسناد لري.

دی د عدالت او پراختیا ګوند له مهمو ظرفیتونو څخه و. نوموړی د نړیوالو بانکونو او اقتصادي سازمانونو د کاري تجربې او اعتبار ترڅنګ د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت او صدراعظمۍ د مرستیالۍ او اقتصاد وزارت کاري سابقه لري.

احمد داود اوغلو
اوغلو د نړیوالو اړیکو دوکتورا لري. هغه په نړیوالو مطبوعاتو کې د مقالو له خپرولو سره په عدالت او پراختیا ګوند کې ځانته خاص ځای پیدا کړ.

دغه سیاستوال د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، صدراعظم او د عدالت او پراختیا ګوند مشر پاتې شوی دی.

مهم توپیرونه
د اردوغان د یاد شویو مخالفینو یو لوی مشترک ټکی د دوی مهمې لوړې زده کړې دي، په داسې حال کې چې اردوغان تر لسانس کچې زده کړې لري.

دوی د ترکیې لوستی قشر ممکن خپل کړی شي، خو پر عامو خلکو د اردوغان نفوذ زیات دی.

د اردوغان مخالفین د ده هومره د خبرو جذابیت او پرخلکو د نفوذ هغومره ظرفیت نه لري.

له دې سره د اردوغان د مخالفینو ښیګنه دا ده، چې نرم خلک دي او نورو سیاسي ډلو سره یې د نیږدې والي امکان زیات دی.

خو اردوغان کینه کښ، ځان غوښتونکی او سخت دریځه سیاستوال دی.

د اردوغان دغه سیاسي مخالفین پر دیموکراسۍ کلک باور لري او دا ورته مهمه ده، چې ترکیه په نړیواله کچه له دې اړخه ښه تصویر ولري.
خو اردوغان داسې لیدلوری نه لري، هغه ته خپل کار او نظرونه مهم دي.

په اقتصادي لحاظ هم د اردوغان مخالفین تر ده قوي طرحې لرلای شي، خو د اردوغان هومره له خپلو طرحو د دفاع ظرفیت دوی کې نشته.

څه به کیږي؟
د اردوغان له شاوخوا لیرې تللو نورو سیاستوالو تراوسه د هغه مقابله نه ده ګټلې، خو یاد شوي درې تنه د نورو غوندې د ټیټې کچې سیاستوال او عادي خلک نه دي.

دوی تر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د یوه قوي ګوند او سیاسي تمرین کافي وخت لري
وبه لیدل شي، چې دا لوبه دوی او که اردوغان ګټي؟!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي