ټولنیز ژوند خوندیتوب

دا ټکي له میرمنو سره په صحتمند ماشوم زیږولو کې مرسته کوي

لیکنه: پلوشه فضلي

ژباړه: پلوشه فضلي

د امیدواري دوران ډیر مهم دی. دلته څو مهمي لارښووني درته کوو چي ستاسي او ستاسو د نوي زېږېدونکي ماشوم د روغتیا سره مرسته کوي:

۱. په پیل کښي د ډاکټري یا قابلې سره ملاقات
د شروع په وختونو کښي د د ډاکټر یا قابلي سره ووینئ ترڅو تاسو ته هغه مهمي کړني او لارښووني وکړي کوم چی ستاسو او د ماشوم لپاره مهمي دي. لومړيو وختونو کښي تاسو وخت لرئ چي التراساونډ او نور اړین معاینات وکړئ.

۲. ښه غذایي رژیم ولرئ
هره ورځ میوه او سبزیجاتو څخه استفاده وکړئ. روزانه مناسبه اندازه پروټین لکه ماهي، غوښه پرته چربي څخه، کورنۍ هګۍ، حبوبات، شیدې او لبنیات مصرف کړئ.

په اوونۍ کښي دوه دانې کبان وخورئ. کب یا ماهی د ویټامن D، معدني موادو او اومیګاد درې درلودونکی دئ چې دا ټول د ماشوم د څېرې او عصبي سیسټم لپاره مهم دي.

ضروري نه ده چي د امیدوارۍ په دوران کښي د دوو نفرو په اندازه خوراک وکړئ په اولو شپږو میاشتو کښي تاسو اضافي کالري ته اړتیا نلرئ خو اخري دریو میاشتیو کښي تاسو هره ورځ تقریباً ۲۰۰ کالري ته اړتیا لرئ.

۳. کافي یا بشپړه اندازه غذا وخورئ
کله چي پوه سئ دا چي په مناسبه اندازه غذا نه مصرفوئ او بیا د مکمل غذا یا تقویه کوونکي غذا درسره مرسته کوي، خو که مو غذا سالمه وي نوبیا ورته اړتیا نلرئ.

مکمله غذا یا تقویه کوونکي غذا باید ۲۰۰ میکرو ګرامه فولیک اسید ولري. چې امیداري دوران د شروع بیا تر دریو میاشتو پوري تاسو و فولیک اسید ته اړتیا لرئ. فولیک اسید په ماشوم کښې د مهره شکاف یا (Spina bifida) خطر کموي.

همدارنګه ستاسی مکمل غذا باید لس مایکروګرام ویټامن D لرونکي وي. ویټامین D ستاسو د ماشوم د هډوکو لپاره ډیر مهم دي. مخکې تر دې چي تاسو د مکمل غذا څخه استفاده وکړئ، اول باید د خپلی قابلې یا ډاکټري سره مشوره وکړئ ترڅو تاسو ته وښيي که چیري تاسو د ملټي ویټامین څخه استفاده نه سی کولای نو بیا اسید فولیک او ویټامنD جلا استعمال کړئ.

که چيري تاسو د ماهي څخه استفاده نه کوئ نو بیا د ماهي د غوړو ګولۍ وخورئ خو پام مو وي چي دا ګولۍ باید د ماهي څخه جوړي وي.

۴. پاکه غذا مصرف کړئ
بعضي خوراکونه بهتره دي چي د امید وارۍ په وختونو کښې ونه خوړلي سي ځکه ستاسو د ماشوم لپاره په زیان تمامېږي لکه:
– لیستریوز (listeriosis) چې یو ډول پوپنک دي د لیستریا نامه باکتریا څخه منځته راځي. دا
باکتریا د امیدوارۍ په وخت کښې ډیره خطرناکه وي او ډېری وخت کېدلای سي تاسي د جنین د سقطه کېدو سره مخامخ کړي.

دا باکتریا امکان لري چي په لاندنی موادو کښی وجود ولري:
– ټول مغزیانه
– اومې شیدې
– اومه خواړه
نوموړې باکتریا د تودوخي په واسطه له منځه ځي نو خواړه مخکي تر خوړو باید ګرم شي.

۵. منظم ورزش وکړئ
ورزش کول مو بدن ته استقامت ورکوي او د د اضافي وزن ډېرېدو مخنیوی کوي چي د امیدوارۍ په وخت کښی ستاسو سره ډېر کومک کوي. د اُمېدوارۍ دوران له پاره بېلابېل ورزشونه شتون لري؛ لکه پلی تګ او …

۶. د لګن خاصرې ورزش وکړئ
د لګن خاصرې ورزش د امیدوارۍ په دوران کښی خورا مهم دي. د لګن خاصرې کمزوره کېدل مو د غیر ارادي ادرارو احتمال زیاتوي او منظم ورزش مو زېږون اسانه کوي.

۷. الکول هیڅ ونه کاروئ
الکول د ویني له لاري په سرعت سره ستاسو د ماشوم بدن ته داخلیږي نو په دغه خاطر ډاکټران امیدواره ښځه د الکولو د مصرف څخه په جدي ډول منع کوي. په لومړيو وختونو کښي د جنین د سقطي سبب کیړي.

۸. د کافینو استعمال کم کړئ
قهوه، چای، نوشابه او د انرجۍ زیات مقدار چښل د جنین د له منځه وړلو او د کمزوري کېدو سبب کیږي. د ډاکټر په مشوره د ورځي دوه سوه میلي ګرامه کافینو استعمال کوچني ته کوم زیان نه رسوي. دا تناسب د دوو کاچوغو قهوې سره سم دئ. د الکول په څیر په لومړيو دریو میاشتو کښي باید هڅ کافین استعمال نه سي د کافین پر ځای د لیمو اوبه او د میوې جوس وچښئ.

۹. د سګریټ له څکولو ډډه وکړئ
د سګریټ څکول د امیدوارۍ په دوران کښي د مور او ماشوم له پاره د جدی ستونزو زېږولو سبب کېږي. چي په هغه کښي لاندي ستونزي شاملي دي:
– د جنین سقط
– کمزوره او بې سیکه ماشوم
– د ماشوم مړینه

۱۰. کافی استراحت کول
د امیدورۍ په دوران کښي د انسان د بدن هورمونونه تغیر کوي او انسان ته د خستګۍ احساس ورکوي دا خستګي تاسو نه پرېږدي چې فعالیت وکړئ. که د شپې له لوري په کافی اندازه خوب نه سئ کولائ نو د ورځي څه ګړۍ خوب هم درته ګټور دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

پلوشه فضلي