tv_and_computer_monitor_recycling_pen_-_geograph-org-uk_-_1025508

له زړو او ماتو توکو سره څه کوئ؟!

دا پکه کار نه کوي، ته یې وګوره!

به چشم! ټک، ټوک…. کندنسر شان مشکل دارد!

ښه په څو جوړیږي؟

چهار صد می شود

کم و زیاد؟

پرزه ندارم، پرزه ها را از جاده می آورم!

ښه، څه وخت پسې راشم؟

فردا بیایید، جور خواهد بود.

سبا ماسپښین مې د پکو ترمیم خونې ته سر ورښکاره کړ. سړی ناست و. ترې ومې پوښتل، چې پکه یې جوړه کړې ده او که یه؟ ترمیموونکي وویل، چې د دې پکې کنډنسر جوړ دی، خو څرخ یې کار نه کوي. ویل یې د جوړلو یې اته سوه افغانۍ کیږي. ماوې د پکې ټول قیمت ۱۴سوه افغانۍ دی، ولې بیا بله نوې نه اخلم.

په کابل کې دا ستونزه ډېره ده، خو په پېښور کې به موږ دا ډول ستونزې په ۵۰ تر ۳۰۰ افغانۍ حل کولې. اوس حیران یم، چې نوې پکه واخلم او که په اتو سوو دا شته پکه جوړه کړم. که پکه ترمیم کړم، شپږ سوه افغانۍ راته بچت کیږي، ځکه په اتوسوو افغانیو پکه خرڅېدای هم شي.

دا یو مثال دی. ډېر ځله موږ د یوه زاړه یا معیوب توکي په تړاو په قضاوت کې دوه زړي کیږو. کله، چې پر ترمیم زیات لګښت راځي، موږ د نوي توکي پیرلو ته ترجیح ور کوو او دا زوړ هغه کباړ کوو، یا یې د کباړ په بیه پلورو.

دلته د قضاوت اصل باید منفعت وي. که چېرې زوړ توکی په کم قیمت جوړیږي او جوړول یې ګټور وي، ضرور نه ده، چې نوی توکی وپیرل شي، خو که زوړ توکی په جوړولو نه ارزي، یا د جوړېدو قیمت یې اصلي قیمت ته نږدې کیږي، بیا ښه داده، چې ویې پلورو او یو نوی جنس واخلو.

په کور کې تاسې له ډېرو داسې توکو سره مخ کیږئ، چې یا مات شوی، یاد درز په کې راغلی او یا کوم بل مشکل لري. لومړی کوښښ کوئ، چې په خپله یې جوړ کړئ، خو کله، چې په کې ناکام شئ، ترمیم خونې ته یې وړئ. ډېرځله داسې پېښیږي، چې د کور څښتن د معیوب څیز د جوړولو په برخه کې تجربه نه لري او د دې پرځای چې جوړ یې کړي، لا یې پسې له کاره وباسي. د بېلګې په توګه یو لرګین څیز مو درز شوی، تاسې میخ او چټک پسې را اخلئ او ټکوهئ یئ، خو درز یې لا ستریږي. که تاسې لږ تجریه کار وئ، ستاسې لومړنی انتخاب به د لرګیو مخصوص سریښ وي.

ابله ورځ مې زوی په پخلنځي کې ترموز را وغورځاوه. د ترموز سر مات شو او له کاره وغورځېد. په کور کې یو بل دغسې ترموز هم پروت دی. له ځان سره مې ویل، چې یو نوی ترموز خو په کار دی، خو ددې دوو نورو د ترمیم غم هم باید وخورم. له دوکاندار سره مې د مختلفو ترموزونو سرونه وموندل او دواړو ماتو ترموزونو ته مې ترې واخستل. په دې توګه کې په ډیرو کمو پیسو دواړه له کاره وتي ترموزونه جوړ کړل.

په دې څو جملو کې زما اصلي هدف دادی، چې لومړی مو مات او زاړه توکي و رغوئ او که پوهیږئ، چې رغول یې درته ګران تمامیږي، بیا یې خرڅ کړئ او یو نوی توکی وپیرئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.