اقتصاد سرسکالو له نړۍ

هند د زړښت پر لور روان دی

لیکنه: صادق طارق

د نړۍ په ترټولو دویمه درجه نفوس لرونکي هېواد(هندوستان) کې د زړښت د کچې د لوړیدو وړاندوینه شوې ده.

یوه تازه څېړنه څرګندوي، چې هلته د زړو او په کور ناستو خلکو شمېر ورځ تربلې په زیاتیدو دی.

څېړنه څه وایي؟

د ډیلي صباح ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې راغلي، چې نوې څېړنه تر ۲۰۴۱ میلادي کال پورې په هندوستان کې د هغو خلکو شمېر ۲۳۹ میلیونه اټکل کړی، چې عمرونه به یې له ۶۰ کلونو څخه زیات وي.

دا وړاندوینه په داسې مهال شوې، چې په ۲۰۱۱ کې د هندوستان د هغو کسانو شمېر ۲۰۱۴ میلیونه و، د کومو چې عمرونه له ۶۰ کلنۍ څخه لوړ وو.

پرکار یې اغېز څه دی؟

هندوستان تمه لرله، چې تر۲۰۲۱ پورې به د خپل کاري ظرفیت لرونکو کسانو شمېر به ۹،۷ میلیونه تنه زیات کړای شي.

خو د نفوسو بل طرفته تګ او د زړو د کچې لوړیدل ښيي، چې دا تمه به پوره نه شي.

په وروستیو کې دا خبره زیاته کیږي، چې دغه هېواد به د بشري کاري قوې له کمښت سره مخ شي.

دغه وضعیت هغه شرکتونه اندیښمن کړي، چې د هند د ځوان نسل کاري همکارۍ ته یې سترګې وې.

د کم عمرو کمیدل

نوې څېړنې ښيي، چې په هند کې له ۵کلنۍ څخه تر ۱۴ کلنۍ پورې د عمر لرونکو کسانو شمېر په کمیدو دی.

دا ارقام څرګندوي، چې د هند په مختلفو ایالتونو کې د نویو ثبت شویو زده کوونکو شمېر را ټیټ شوی.

د هند د لومړي وزیر اقتصادي سلاکار کریشما سوبرامانیا ویلي، چې دغه وضعیت به حکومت ته اقتصادي زیان ولري.

زیان به دا وي، چې د حکومت زیاتې پیسې به د عمر خوړلو روغتیا ته مصرفې شي او په بدل کې به یې د دغو خلکو له لورې د هند اقتصاد او کاري بازار ته کومه د پام وړ ګټه ونه رسیږي.

ویل شوي، چې له دې سره هلته د متقاعدینو کچه هم لوړه شوې.

په هند کې له ۶۰ کلن کیدو سره د دولتي او خصوصي ادارو کارکوونکي تقاعد کیږي.

د هند نفوسو ته یو نظر

هند د سویل ختیزې اسیا هېواد دی، چې پلازمېنه یې نوې ډیلي ده.

دغه هېواد له شمال لویدیز لوري پاکستان، له شمال څخه چین، بوتان ، نیپال او تبت او له شمال ختیزې خوا له برما او بنګله دېش سره ګاونډی دی.

د وروستیو شمیرو له مخې د هند نفوس نیږدې ۱۴۰۰ میلیونو ته رسیږي. .

دا هېواد د نړۍ په کچه د ترټولو دویم نفوس لرونکی هېوواد دی.

چین د نړۍ ترټولو لوړ نفوس لرونکی هېواد دی.

په هند کې بیا ممبيي بندر د ۱۴ میلیونه خلکو په لرلو سره تر ټولو له ګڼې ګوڼې ډک ځای دی.

هند ټول ۳۵ ښارونه لري، چې تر ټولو کوچنی ښار یې هم تر یو میلیونو پورې نفوس لري.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق