ټولنیز ژوند ژوند بڼه

سپین ږیری نقاش – له پنده ډکه کیسه

اعلان

ژباړه: عطا محمد میاخېل

په پخوا زمانه کې په یوه کوچني کلي کې، یوه نقاش ژوند کاوه، چې ډېرې ښکلې تابلو ګانې به یې جوړولې او خلکو به په ډېره لوړه بیه ترې اخیستې.

یوه ورځ د نقاش یو له ګاونډیو څخه هغه ته وویل: هره تابلو چې جوړوې، نو ډېره پیسې پرې تر لاسه کوې، څومره بېوزله ګاونډیان لرې، ولې له دوی سره مرسته نه کوې؟ د سیمې له قصاب څخه یې زده کړه، سره له دې چې اقتصادي وضعیت یې هم چندان ښه نه دی، خو هره ورځ یوه زیاته اندازه غوښه په وړیا توګه بېوزلو کورنیو ته ورکوي.

نقاش وویل: زه خو پیسې نه لرم، چې له چا سره مرسته وکړم، د نقاش ګاونډی ناهیلی شو او په ډېرې خواشینۍ د نقاش له کور څخه بهر شو او په نقاش پسې یې بدې ردې ویل پیل کړل، څومره یې چې په توان پوره وه، نو نقاش یې ټولو خلکو ته بې مینې، بې رحمه، بې عاطفې، خسیس او کنجوس معرفي کړ. څو موده وروسته نقاش ناروغ شو او د ګاونډیو په بې مینې حالت او یوازېتوب کې له دې نړۍ څخه یې سترګې پټې کړې، په ډېر ساده ډول یې د جنازې مراسم ترسره شول او خاورو ته وسپارل شو.

څو ورځې وروسته خلکو په ډېرې حیرانتیا سره ولیدل، چې قصاب له بېوزله خلکو سره نور د غوښې مرسته نه کوي، په ډېرې حیرانتیا یې له قصاب څخه د نه مرستې د لامل پوښتنه وکړه.

قصاب وویل: ای بې خبره خلکو! سپین ږیري نقاش به تل ماته د غوښې پیسې را کولې او ویل به یې، چې په بېوزله خلکو یې ووېشه!!!

هېڅکله نه شئ کولای، چې د چا په ظاهر باندې قضاوت وکړئ.

په خپلو غلطو او ناسمو قضاوتونو باندې ډېر پام کوئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل