د روغتیا او ښکلا لپاره دا غوړي وکاروئ

ژباړه: مریم محمدي

د څیړنو په اساس د کتان، کونځلې، بېنډیو، چای ونې، زیتون او بادامو غوړي د روغتیا سربیره په طبیعي ښکلا کې مهم رول لري.

۱- د کتان د زړیو غوړي له بدن څخه زهرجن مواد لرې کوي


د کتان غوړي له ډېرو پخوانیو زمانو څخه په درملو کې ترې استفاده کېږي.
دې غوړیو کې اسېدونه، ویټامینونه او پتاسیم شته، د نورو ګټو سربیره زهر وژونکی خاصیت لري چې له مکروبونو سره مبارزه کوي او د بدن روغتیا کې پوره مرسته کوي.
همدارنګه د کتان غوړي د ۷ ورځو منظم مصرف سره، د میتابولیز سیستم فعاله کوي.

۲- د سنځلې غوړي غاښونه سپین او روغ ساتي


د سنځلې غوړي د پولي اتیلین اسیدونو او عناصر لري. د سنځلو غوړ چې نن سبا په ډېرو کورنیو کې دود شوي دي، که چیرې خوله مو په دې غوړو سره ووینځئ، غاښونه مو سپېنيږي.
تاسو کولای شئ چې په تړمو اوبو کې یوه قاشوغه سوډا، یوه قاشوغه د سنځلو غوړي واچوئ، د ۱۰ دقیقو لپاره یې په خوله کې پریږدئ، بیا مو خوله ووینځئ، دا کار د ۷ ورځو لپاره وکړئ، غاښونه به سالم او سپین شي.

۳- د بېنډیو غوړي د سر وېښتانو ته وده ورکوي


د نازکو او ضعیفو ویښتانو لپاره د بېنډیو غوړ وکاروئ. د بېنډیو غوړي کې امینو اسیدونه شته چې د ويښتانو ريښې تقویه کوي.
د بېنډیو یوه قاشوغه غوړي شامپو کې واچوئ، د سره وینځلو په وخت کې شامپو د ۵ دقیقو لپاره په ویښتانو پریږدئ تر څو په پوستکي کې جذب شي، بیا په تړمو اوبو سره ووینځئ، دا چاره په یوه میاشت کې ۷ ځلي لپاره تکرار کړئ، نو ستاسو د وېښتانو ډنډې پېړېږي او حجم یې ډېر شي.

۴- د مخ دانو لپاره د چای د ونې غوړ وکاروئ


د چای د ونې غوړ د التهاب، باکتریا، زخم او ویروس ضد خاصیت لري. دا غوړي معمولا په مخ باندې د دانو د درملنې لپاره او پوستکو ښکلا لپاره کارول کېږي.

۵- د روغتیا لپاره مو د زیتون غوړي وکاروئ


د زېتونو د غوړو مصرف د معدې او ځيګر د سلامتیا سبب کېږي.
زېتون د کلسترول کچه ټيټوي. دغه راز د پوستکي، ویښتانو او نوکانو ته سلامتیا سبب هم کېږي.

۶- د بادامو غوړي نوکان ښکلي کوي


د بادامو تیل یا غوړي د پوستکي د سلولونو د ساتنې او بیا جوړښت لپاره باید روزانه مصرف شي.
که چیرې نوکان مو هر وخت ماتیږي، نو د دې چارې د حل لپاره په ګرمو اوبو کې یوه قاشوغه د لیمو اوبه او یوه قاشوغه د بادامو تیل واچوئ، د ۱۰ دقیقو لپاره په همدې اوبو کې لاسونه کیږدئ، دا کار هم د ۷ ورځو لپاره هره ورځ وکړئ، نوکانو به مو د ښه رنګ تر څنګ قوي هم شي.

منبع: آسان طب