سفر له نړۍ

د کاري سفرونو لارښود؛ دا ټکي مو سفرونه کامیابوي

لیکنه: بشر درویش

ژباړه او زیاتونه: بشردروېش

رسمي او کاري سفرونه له عادي سفرونو سره فرق لري. په دې سفرونو کې ځینې خاص اصول باید په پام کې ونیول شي.
دلته د دې اصولو یو شمېر مهم هغه یې درسره شریکوو، چې ورته پاملرنه ضرور ده.

– ډېر کارونه مو مخکې له مخکې پلان کړئ. لکه: د ملاقاتونو تنظیم، په سفر کې د اړینو اسنادو تنظیم او نورې هغه همغږۍ، چې باید له سفر نه مخکې ترسره شي.

– کاري سفرونه د ژوند یوه برخه ده، خو دا مه هېروئ چې ستاسې کورنۍ له دې سفرونو سره خوشاله نه وي. غوره ده چې له هر سفر څخه مخکې لږ ډېر وخت خپلې کورنۍ سره تېر کړئ.

– حتمي نه ده، چې د سفر پرمهال کاریدونکي اسناد ټول چاپ او د سفر غوټه پرې درنه کړئ. کولای شي په یوه مطمئین فلش کې یې ځای پرځای او د سفر منزل ته تر رسیدو وروسته هلته چاپ کړئ.

– د سفر د ځای پر رسمیاتو او رخصتیو وار د مخه ځان پوه کړئ، هسې نه چې د رخصتۍ او خاصو مناسبتونو پر وخت لاړشئ او کار مو له خنډ و ځنډ سره مخ شي.

– هارډیسک، فلش، چارجر، اضافي بالتۍ او نور تخنیکي شیان درسره احتیاطاً یوسئ، کیدای شي اړتیا ورته پيدا شي.

– تر نهایي حده کوښښ وکړئ، چې د سفر بیک یا غوټه مو کوچنۍ وي. نه چې هلته یا په لاره ورسره تکلیف شئ.

– کاغذي دسمال حتماً په جیب کې کېږدئ. حتماً مو په کاریږي.

– د سفر یو چیک لیست جوړ کړئ. دا لیست درسره د ترسره شویو او ناترسره شویو کارونو په تشخیص کې مرسته کوي.

– هڅه وکړئ، چې ذهناً متمرکز او ارامه اوسئ. که مو وضعیت نارامه و، سفر مو وار د مخه ناکاموي.

– سفر نه مخکې خپل خوب پوره او صحت نه مطمئین شئ. که بې خوبه یا ناروغه لاړ شئ، پوه شئ چې سفر به مو نېمګړی او بې خونده وي.

– هڅه وکړئ چې په مستقیمو الوتکو او موټرو کې سفر وکړئ. په لاره کې ځنډ مو سفر بې خونده کوي.

– د سفر لپاره داسې وخت وټاکئ، چې د سفر ځای ته د شپې ونه رسیږئ. یانې ډاډه شئ، چې هلته له رسیدو سره به د ټکسي موټر یا ادرس په پيدا کولو کې نه ځوریږئ.

– که د سفر په ځای کې ډېر بلد نه یاست، په داسې هوټل کې ځای درته ونیسئ، چې مرکزیت ولري او هرچېرته تګ راتګ ترې اسانه وي.

– که د سفر په جریان کې ډېر کار لرئ، هڅه وکړئ چې موبایل له زنګ سره د را ویښیدو عادت پيدا کړئ.

– د کوربه هېواد یا ځای له قوانینو او اصولو سره زر ځان اشنا کړئ. کیدای شي له انټرنیټ یا دوستانو څخه مو په دې برخه کې مرسته واخلئ.

– کیدای شي د کاري فشار او استرس له وجې پرخپل وخت ډوډۍ ونه خوړلای شئ. د دې لپاره ښه ده چې د ناشتې تیاری ولرئ او ګټه ترې واخلئ.

– که غذایي رژیم لرئ، حتماً مو خوراکونو ته ډېر متوجه شئ. مېوه او سبزیجات مه هېروئ. ورزش هم ستاسې د صحت په نورمال ساتلو کې مرسته کوي.

– د ورځې حتماً ستړي كیږئ، کوښښ وکړئ چې د ماښام یا د شپې لخوا که لږه هم وي تفریح وکړئ.

– له چا سره چې کاري اړیکې لرئ اضافي پوښتنې مه ترې کوئ. دا چې چېرته ښه غذا پيدا کیږي او کوم هوټل د اوسیدو لپاره مناسب دی، دا پوښتنې له نورو خلکو څخه وکړئ.

– سمه ده، چې ډېر به بوخت یاست، خو بیا هم کوښښ وکړئ څو کورنۍ او نیږدې دوستانو ته که عادي شیان هم وي، خو ډالۍ وړل مه هېروئ.

– خپل اصلي ځای ته له راستنیدو سره کافي آرام او استراحت وکړئ، ضرور نه ده چې سمدستي زر خپل کار ته بیا وګرځئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي