افغانستان سیاست

د خوله ور سیاستوال ژوند لیک؛ عبیدالله بارکزی ولې ووژل شو؟

لیکنه: بشر درویش
اعلان

د ولسي جرګې د تېرې دورې غړی او د سویلي حوزې مطرحه څېره عبیدالله بارکزی پرون په کندهار کې ناڅرګندو وسله والو وواژه.

بارکزی څوک و، څه فعالیتونه یې لرل او د مرګ انګېزه یې څه کیدای شي؟ په دې لیکنه کې به ورته کتنه وکړو:

ژوند لیک
عبیدالله بارکزی په ۱۳۳۸ لمریزکال د ارزګان ولایت په چورې ولسوالۍ کې زیږیدلی و.

هغه لومړنۍ زده کړې د خپل کلي په لومړني ښوونځي او دیني مدرسه کې کړې وې.

لوړې زده کړې یې په وروستیو کلونو کې په کابل کې وکړې او له باختر پوهنتون څخه یې په حقوقو او سیاسي علومو کې د لیسانس سند واخیست.

نوموړی په ۱۳۶۱ کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي ګوند سره یو ځای او د روسي لښکرو پر وړاندې د جهاد ملګری شو.

د طالبانو د واکمنۍ له سقوط څخه وروسته په ۱۳۸۰ لمریز کې د کندهار د هوایي ډګر د فرقې قومندان او په ۱۳۸۵ کې د خاص ارزګان ولسوالۍ ولسوال شو.

ترهغې وروسته یې د ارزګان د قومونو او قبایلو چارو د ریاست دنده پر غاړه شوه.

په ۱۳۸۹ کې له ارزګان څخه ولسي جرګې ته کاندید او ورته بریالی شو، چې تراوسه یې د جرګې د فعالې دورې غړیتوب درلود.

عبیدالله بارکزی تېرو پارلماني ټاکنو ته له کابله نوماند شو، خو بریالی اعلان نه شو.

دی په ولسي جرګه کې د شکایاتو د اوریدلو د کمیسون ریس و.

شخصي ژوند
عبیدالله بارکزي ۲۵ اولادونه لرل، خو د مېرمنو شمېر یې نه دی معلوم.

د ده په وینا د کورنۍ ۲۸ غړي یې په جګړو کې قرباني شوي وو.

د هغه یو زوی د طالبانو د حکومت ترسقوط وروسته په کندهار کې ترلمانځه وروسته دغې ډلې وواژه.

یو بل زوی یې څو کاله مخکې په کابل کې د هلمند د یوه وکیل پر کور د طالبانو د برید پرمهال وواژه.

دویم زوی یې حفیظ الله بارکزی نومیده، چې په هندوستان کې یې د ماسټرۍ په کچه د سیاست زده کړې کړې وې.

له ناندریو ډک سړی
عبیدالله بارکزی لومړنی سړی و، چې کلونه وړاندې یې په ارزګان کې د حکیم شجاعي په نوم د یوه نامسوله هزاره قومندان د جنایتونو رسوایي وکړه او پرضد یې د عدالت غوښتنې چېغه پیل کړه.

دی همدا شان په نورو ډېرو مرحلو کې هم یو ناندریز، خوله ور او غوڅ دریځی سیاستوال و.

عبیدالله بارکزی له طالبانو سره هم سخت وران و او په ارزګان کې یې د خپلو دندو او فعالیتونو پر وخت ملا ور ماتې کړې وه.

دی په سویلي حوزه کې له شمار سر سړیو څخه و، چې بالآخره له مخې یې ایسته کړ.

د بارکزي په وژنه کې وسله والو طالبانو لاس لرل رد کړي.

بارکزی د امریکایانو مخالف هم و، له شمال ټلوالې سره یې هم جوړه نه وه او د حزب اسلامي سرسخت ملاتړی و.

هغه د حکمتیار له راتګ وروسته د هغه ډېره ملا تړله.

ویل کیږي، چې د بارکزي وژنه د سولې له روانو هڅو سره بې تړاوه نه ده.

بارکزی د پاکستان سخت مخالف هم و او په غوڅه یې په افغانستان کې د حکومت د کم کاریو ترڅنګ د بهرنیو مداخلو مخالفت کاوه.

په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو پښتنو فعالانو د هغه وژنه یوه لویه ضایع او هغه یې د کار، پښتو پالنې او لوی کندهار یو بې بدیله سړی ګڼلی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي