روغه سټه

چاغې میرمنې په رواني ډول ناروغې وي

چاغښت نه یواځې دا، چې د جسمي ناروغۍ یو ډول دی، بلکې ځینې روانې مشکلات هم پیدا کوي. ډاکتران وايي، چې چاغې میرمنې له زیاتو رواني ستونزو سره مخ وي.

ډاکتر ایم مران وايي، چې دده کتانځای ته ګڼې چاغې میرمنې ورغلي او دې يې د وزن کمولو عملیاتونه ترسره کړي. هغه وايي، چې چاغې میرمنې له زیاتو رواني ستونزو سره لاس او ګریوان وي.

د نوموړي په وینا چې ځینې هسې افواهات او بې اساسه خبرې او تشویشونه هم هم چاغو ښځو سره مله وي؛ خو په ټوله کې چاغې میرمنې له ځینو رواني ناروغیو سره لاس او ګریوان وي:

۱ـ په ځان د بې باورۍ احساس لري.
چاغې میرمنې ځان ته په کم نظر ګوري او ځان د نورو سیال نه بولي. دوې تل د شرم احساس کوي او له ټولنیزې راشه درشې څخه هم محرومې وي.

۲ـ چاغې میرمنې لټې وي.
ډاکتران وايي، چې چاغې ښځې لټې وي او تنبل وي. دوې فکر کوي، چې د خپلو همزولو په څير چټکې او چالاکې نه دي، نو همدا احساس دوې د لټۍ په لور ټیل وهي.

۳ـ روحې فشار او پریشاني لري.
په چاغو میرمنو کې د روحي فشار او پریشانۍ ستونزه موجوده وي. او روحي فشار دوې نور هم چاغوي. آن دوې چې کله خواړه خوري، نو خوراک ترې ډیر کیږي او لامل يې هم همدا روحي فشار دی. هغه ښځې چې عمرونه يې له ۱۸ تر ۳۰ کالونو پورې وي، معمولا تر ډیر فشار لاندې وي.

۴ـ د وزن بایللو کوښښ نه کوي.
چاغې میرمنې د خپل فزیکي صورت په وړاندې بیخې ناهیلې شوې وي. دوې د وزن بایللو کوم پرهیز او تمرین ته هم زړه نه ښه کوي.

۵ـ په قهریږي، (غوسه) کیږي.
چاغې میندې د خپل شاو خوا شیانو او کارونو په وړاندې جدي او قهرجن غبرګون ښيي. ددوې غټ وجود دوې ته د ځواک او قوت احساس ورکوي؛ خو په حقیقت کې دوې د ماشومانو په څیر کوچنی زړه لري او مرستې ته اړتیا لري.

۶ـ ډیپریشن (خپګان) لري.
چاغې میندې په خپل وجود کې ځینې داسې هورمونونه تولیدوي، چې د ډیپریشن او ژور خپګان لامل کیږي.
په ټوله کې موږ ویلای شو، چې چاغې میرمنې په سیکالوژیکي ډول جوړې نه وي، او هغوې مرستې ته اړتیا لري. هڅه وکړئ، د چاغو میرمنو سره له هرڅه وړاندې د هغوې د وزن په کمولو کې مرسته وکړئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */