خواړه خوندیتوب روغه سټه

په اوبو سره د هاضمې سیسټم اسانه او ارزانه علاج !

لیکنه: پلوشه فضلي

ژباړه: پلوشه فضلي

نن ورځ اکثره کسان د هاضمي سیسټم په ستونزو اخته دي.

په بدن کښي د اوبو کمبود انسان په دایمي قبض اخته کولای سي. ډېری کسان سته چي د اوبو چښلو له ګټو خبر دي، خو د اوبو خوند او ذایقه dې خوښه نه وي – نو یوې نوي څېړني ښوnلي دي چي په اوبو کښي شپږ څیزونه ګډ او بیا dې وچښئ، نو د هاضمې سیسټم په بهتر واله کښي مو مرسته کوي. هغه شپږ څیزونه دا دي:

– لېمو
په اوبو کښي د لېمو وراچول خورا ګټور دي. لېمو په کافی اندازه ویټامین سي لري چي څښاک یې د هضم عملیې سره مرسته کوي.

– د مڼې (سېب) سُرکه
په اوبو کښي د مڼې د ۲ یا درې کاچوغي سُرکې په اضافه کولو مو د بدن زهرجن مواد لېري کېږي او میتابولېزم مو بهتره کېږي.

– د نعناع پاڼي
که په اوبو کښي د نعناع څو پاڼي اضافه کړئ د زیاتي ګټي پرڅنګ به مو د اوبو خوند هم ښه کړي. د نعناع پاڼي داسي انزایم توليدوي چي په بدن کښي د ویټامینو او نورو غذايي موادو د جذب سره مرسته کوي. او نعناع د بدهضمۍ له پاره هم ګټوره بلل سوې ده.

– دار چینی
په اوبو کښي د دار چینی د یوې کوچنۍ ټوټې په اضافه کولو سره د انسان هاضمې سیسټم بهتره کېږي؛ په نس کښي د مضرو بکټریاوو پر وژلو سربېره د نورو ډېرو مرضونو څخه مخنیوی هم کوي.

– ادرک
په یوه ګیلاس اوبو کښي یوې ټوټې ادرک اضافه کول او د سهار له طرفه یې په نهاره چښل به مو د نس او کولمو بادونه ورک کړي او یاد مشروب بلا نوري ګټي هم لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

پلوشه فضلي