سپورټ نړیوال کرکټ

د پایلوبي لومړۍ پاڼۍ؛ نیوزلینډ د جام لپاره انګلینډ ته پوره توپ وهنه وکړه.

د پنځوس اوریز کرکیټ نړیوال جام په پایلوبه کي نیوزلینډ د ټولو اورونو په لوبولو او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره انګلیستان ته ۲۴۲ د منډو هدف ورکړ.

د لوبي ټاس نیوزلینډ وګټئ او انګلینډي لوبغاړي یې توپ وهني ته راوبلل.

د نیوزلینډ لپاره په توپ وهنه نیکالس ۵۵، لټهم ۴۷، لوبډلمشر ویلیمسن ۳۰، ګبټیل او نیشام ۱۹،۱۹، ګرینډهم ۱۶، ټایلر ۱۵، سنټنر ۵، هینري ۴ او بولټ یوه منډه ترسره کړه.

ددې منډو سر بېره انګلینډي توپ اچوونکو نیوزلینډ ته ډېري ۳۰ اضافه منډي هم ورکړې.

د انګلینډ لپاره وکس او پلنکیټ درې درې ویکيټي او ارچر او مارک ووډ یوه یوه ویکیټ ترلاسه کړه.

د انګلینډ لپاره بین سټاکس په دریو اورونو کي ۲۰ منډې ورکړې.

د لوبي پیل د نیوزلینډ لپاره ښه نه وو او په لومړیو لسو اورونو کي یې ۳۳ منډې د یوې ویکیټي په ترلاسه ورکولو درلودلې.

له لسم اور څخه تر ۴۰م اور پوري نیوزلینډ ۱۴۶ منډي د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره وکړې، خو په وروستۍ پاور پلې کي نیوزلینډ ۶۲ منډي په دریو لوبغاړو سره وکړې، چي ټول ټال ۲۴۱ منډي د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ترسره کړې.

څو شېبې وروسته د لوبي دوهمه پاڼۍ پیلیږي، چي انګلینډ به د جام ګټلو لپاره ۲۴۲ د منډو هدف پوره کوي.

د نیوزلینډ لپاره په نن لوبه کي هینري، بولټ، ګرنډهم، نیشام، سنټرنر او فورګسم توپ اچونه کوي.

نن نو نیوزلینډ پر توپ اچوونکو تکیه کړې، خو دا به وروسته معلومه سي، چي آیا نیوزلینډ به دداسي قوي توپ لیکي په درلودلو سره دا ۲۴۲ هدف دفاع کړي یا نه؟

د سږني نړیوال جام دا ۴۸مه او وروستۍ لوبه د انګلینډ په کوربتوب د لندن په تاریخي ښار لارډز لوبغالي کي روانه ده.

باید یادونه وکړو، چي انګلینډ له ۲۷ کلنو وروسته پایلوبي ته راوتلې لوبډله ده، خو نیوزلینډ تراوسه درې ځلي د نړیوال جام پایلوبي ته وتلئ دئ.

نیوزلینډ او انګلینډ دواړو لوبډلو تراوسه دا نړیوال جام نه دئ ګټلئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.