سرسکالو سیاست کلتور او هنر له نړۍ

د مسلمانې ناوې په تندي د هندوې خال غبرګونونه پارولي

لیکنه: یونس تسکین

 

د هندوستان د ولسي جرګې د مسلمانې غړې، نصرت جهان په تندي د هندوانو خال (سیندور) په خواله رسنیو د مسلمانانو غبرګونونه پارولي.

دې تازه واده شوې ناوې، چې د جون په ۲۵ مه يې د هندوستان د ولسي جرګې د وکیلې په توګه لوړه کوله، په تندي يې د هندوانو مذهبي خال (سیندور) وهلی و.

نصرت جهان د جون په ۱۹ مه له خپل هندي ملګري او سوداګر نیکل جین سره په ترکیه کې واده وکړ. د واده رسم او رواج يې هم تر ډیره د هندوانو د مذهبي مراسمو په اساس ترسره شو. نصرت جهان په تندي د هندوانو خال او په بدن هندي ساړي ګرځوي.

میرمن جهان پرون په یو ټویټ کې خپلو منتقیدونو ته په خطاب کې ویلي، چې هغه د یو ټول شموله هندوستان استازیتوب کوي او د کرښه راښکوونکو، نفرت او ویره خپرونکو خلکو په خبرو پسې سر نه ګرځوي.

نوموړې ویلي:

“زه د یو داسې ټول شموله هندوستان استازیتوب کوم، چې له مذهب، سمت او او عقایدو له حدوداتو لری دی. زه ټول مذهبونو ته احترام لرم او اوس هم یوه مسلمانه یم. هیڅوک باید زما په لباس تبصره ونکړي. ایمان له لباسه مبرا (جدا) دی.”

د هندوستان یوې بلې وکیلي د نصرت جهان په ملاتړ په یو ټویټ کې ویلي:

“هندوستان زموږ د پيژندګلوی لپاره بس دی. موږ ویاړمن هندیان یو او یو به.”

د جامعه شیخ الهند مدرسې مفتي اسد قاسمي د نصرت جهان خال او واده غیرې اسلامي بللی او په هغې توندې نیوکې کړي.

نوموړي ویلي:

“اسلام وايي، مسلمان له مسلمانې سره واده کولای شي. زه خبر یم، چې نصرت د فلم یوه اداکاره ده او فلمي خلک د مذهب په کیسه کې نه دي. دوی هغه څه کوي، چې زړه يې غواړي.”

یو هندو مذهبي مشر نصرت جهان ته بلنه ورکړې، چې هندو مذهب ته دې راشي، ځکه په وینا يې چې هندوان د ښځو احترام کوي.

بل پلو نصرت جهان ویلي، هغه ټولو مذهبونو ته احترام لري، خو د یوې مسلمانې په توګه ژوند ته دوام ورکوي.

نصرت جهان ۲۹ کلنه ده. هغه بنګالۍ ده او د بنګال په سینما کې د یوې اداکارې په توګه لوبیده. د هغې مور او پلار تش په خوله مسلمانان دي او په کلکته کې اوسي.

نوموړې په ۲۰۱۹ کال کې سیاست ته راووته او له بنګال څخه يې د هندوستان ولسي جرګې ته لاره پيدا کړه.

هغه په ۲۰۱۰ کال کې د کلکتې په کچه د ښکلا ملکه بلل شوې وه.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یونس تسکین