سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

نوې نړیواله درجه بندۍ کې راشد په خپل ځای، خو نورو افغان لوبغاړو دا مقامونه ترلاسه کړي

اعلان

د کرکټ نړیوالې شورا د ډېسمبر په ۱۶ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یو ورځنیو لوبو لپاره د توپ اچوونکو او توپ وهونکو د درجه بندۍ نوملړ خپور کړی دی، چې په دغه نوملړکې راشدخان په ورځنیو لوبوکې تر هندي جسپرېت بومرا وروسته لا هم دوهم مقام کې دی.

راشدخان ۷۸۸ رېټېنګ لري او له هندي جسپرېت بومرا څخه ۵۳ نومرې وروسته دی. بومرا د ۸۴۱ نومرو په لرلو سره په یو ورځنیو لوبوکې لومړی توپ اچوونکی دی.

په دغو لوبوکې بیا مجیب ځدران مخکې اتم نمبر بالر و؛ خو اوس له اتم مقام څخه نهم مقام ته شاته شوی دی او علت یې د بنګله دېشي بالر مُستفِض الرحمن مخکې تګ دی.

مجیب الرحمن ځدران چې افغان ۱۸ کلن اف برېک توپ اچوونکی دی، په یو ورځنیو لوبو کې ۶۷۹ نومرې لري او تر نیوزیلېنډي ټرېنټ بولټ وروسته نهم مقام کې دی.

بنګله دیشی مستفض الرحمن مخکې لسم مقام کې و؛ خو د ویسټ انډیزخلاف د یو ورځنیو لوبو سیریز یا لوبلړۍ کې یې له ویسټ انډیزڅخه پنځه وېکټې واخېستې او خپلې نومرې یې ۶۹۵ ته پورته کړې او د یو ورځنیو لوبو په توپ اچوونکوکې یې پنځم ځای ونیو.

بل بنګله دېشي بالر مهدي حسن بیا ۲۸ م مقام ترلاسه کړی دی، نوموړی له دې وړاندې وروسته و؛ مهدي حسن په دغه سیریزکې د ویسټ انډیزخلاف شپږ وېکټې واخېستې او خپلې نومرې یې ۵۷۸ ته لوړې کړې.

د افغان توپ اچوونکو مقامونه:
محمدنبي عیسی خېل د یو ورځنیو لوبو په توپ اچوونکو کې شپاړسم نمبر دی، هغه ۶۳۳ نومرې لري، دولت ځدران چې ډېر وخت وشو له لوبو لرې پاتې شوی په درجه بندۍ کې ۵۶ م مقام کې دی؛ نوموړی ۴۷۷ نومرې لري.

ګلبدین نایب بیا څلوراویایم مقام کې دی؛ هغه ۴۳۰ نومرې لري، شاپورځدران نوي یم مقام کې دی، ۳۹۵ نومرې لري او افتاب عالم د ۳۸۶ نومرو په لرلو سره دوه نوي یم مقام کې دی.

د سلو غوره توپ اچوونکو په نوملړ کې بیا د نورو افغان توپ اچوونکو نومونه نه دي راغلي.

د ویسټ انډیز توپ وهونکی:
د ویسټ انډیز ښي لاسي توپ وهونکي شی هوپ بیا په درجه بندۍ کې پرمختګ کړی دی، نوموړی تر اتم مقامه رارسېدلی دی؛ شی هوپ له دې وړاندې په اولسم مقام کې و.
هغه ۷۸۰ نومرې لري.

د افغان توپ وهونکو درجه بندي او مقامونه:


رحمت شاه زُرمتی ۵۹۱ نومرې لري او د نړۍ د سل غوره توپ وهونکو په منځ کې پنځه دېرشم مقام کې دی.

محمد شهزاد تر ایرلېنډي پال سټېرلېنګ وروسته دی، شهزاد ۳۷ م مقام کې دی او ۵۸۵ نومرې لري.

محمدنبي عیسی خېل ۵۳۳ نومرې لري او شپږ پنځوسم مقام کې دی.

نجیب الله ځدران ۴۸۰ نومرې لري او پنځه اویایم ځای یې خپل کړی دی.

حشمت الله شهیدي ۴۵۷ نومرې لري او پنځه اتیایم مقام لري.

راشدخان بیا ۴۴۸ نومرې اخېستي او اته اتیایم ځای یې خپل کړی دی. او جاوېد احمدي بیا ۴۳۱ نومرې لري او اووه نوي یم مقام یې ترلاسه کړی دی.
په دې ډول په سلو غوره توپ وهونکو کې ۷ افغان توپ وهونکي هم شامل دي.

افغان الراونډران او په یو ورځنیو لوبو کې د کرکټ نړیوالې شورا درجه بندي:
راشدخان د ۳۵۳ نومرو په لرلوسره په یو ورځنیو لوبوکې لومړی الراونډردی.

بنګله دېشی شکېب الحسن بیا د ۳۵۲ نومرو په لرلو سره دوهم دی.

محمدنبي عیسی خېل ۳۳۷ نومرو په لرلو سره دریم.

ګلبدین نایب د ۱۸۱ نومرو په لرلو سره ۳۹ م ، مجیب ځدران د ۱۴۸ نومرو په لرلو سره ۵۸ م، دولت ځدران د ۱۳۹ نومرو په لرلوسره اته شپېتم، رحمت شاه د ۱۲۲ نومرو په لرلوسره یو اتیا یم او سمیع الله شینواری د ۱۰۳ نومرو په لرلو سره د یو ورخنیو لوبو په الروانډرانو کې سلم او وروستی ځای خپل کړی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې