نړۍ

د الازهر امام وايي، پاریس کې د کلیسا په سوزیدو خواشینی دی

لیکنه: یونس تسکین

د مصر د الازهر اسلامي مرکز امام شیخ احمد الطیب فرانسه کې د تاریخي کلیسا په سوځیدلو خواشیي ښودلې.

شیخ احمد الطیب په یو ټویټ کې چې په دریو ژبو (انګلیسي، عربي او فرانسوي) خپور شوی، د فرانسې د خلکو سره يې ځان په خواشینۍ کې شریک بللی دی.
نوموړي ویلي:
“د پاریس د نوتردام په کلیسا کې چې د معمارۍ تایخي نمونه ده،  د سترې اورلګیدنې له امله خواشینې یم. زموږ زړونه د خپلو فرانسوي ورونو په ویر غمجن دي. زموږ پوره ملاتړ له دوې سره دی.”

نورتردام کلیسا

نورتردام د فرانسې په پلازمینه پاریس کې ۸۵۰ کاله وړاندې، یعنې په ۱۲ مه پيړۍ کې جوړه شوې ده. فرانسویانو او عیسویانو ته له مذهبي تقدس وراخوا، داد پاریس یوه له مهمو تاریخي ودانیو څخه وه، چې زیات شمیر سیلانیان يې لیدو ته ورتلل. د رپوټونو په اساس، له ایفل برج وروسته، دې کلیسا ته ډیر سیلانیان او زیارت کوونکي ورتلل.

اور څنګه ولګیده؟

که هم څه هم هیڅ رسمي سرچینې د اور لګیدنې د علت په اړه څه نه دي ویلي، خو ګومان کیږي، چې اور د ودانۍ په یو برخه کې د بیارغونې په وخت کې له کارګرو لګیدلی.
اور د دوشنبې په ماښام بل شوی او کابو ټوله شپه له ودانې سرې لمبې پورته کیدې. د فرانسې د اور وژنې ادارې ټوله شپه هڅه وکړه، چې اور کابو کړي، خو د سه شنبې په خړ ګهیځ يې ایله وکولای شوه، چې اور کابو کړي.

فرانسویانو د شپې په غبرګو لیدل، چې له کلیسا د اور لمبې پورته کیږي. دوې له کلیسا څو متره لرې، خدای ته په زاریو وه، چې کلیسا يې وژغوري.

د اور وژنې اداره وايي، چې په کلیسا کې يې ځیني تاریخي اثارو ته نجات ورکړی او هغه خوندي ځای ته وړي. له دې سربیره يې د کلیسا دوه مهمې برخې له اوره ژغورلي. رپوټونه وايي، د کلیسا ۶۰ سلنه برخه سوځیدلې ده.

د فرانسې د حکومت غبرګون

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون دا یوې لویه غمیزه بللې او ژمنه يې کړې، چې کلیسا به بیرته رغوي. نوموړي وویل:

“ویاړ دی، چې موږ لا اته سوه کاله مخکې داسې کلیسا جوړه کړې وه. بیا مو په وروستیو پيړو کې ښکلې او ښایسته کړه. نو زه تاسې ته په پوره ډاډ وایم، چې موږ به بیا په ګډه جوړوو.”

د نړۍ ګڼو شتمنو او سوداګرو د پاریس کلیسا بیا رغولو لپاره د چندې ورکولو ژمنه کړې، چې د اټکل له مخې میلیاردونه پیسې کیږي.

نړیوال غبرګونونه:

د نوتردام د تاریخي کلیسا لمبې نړۍ ولیدې. د ګڼو هیوادونو مشرانو په دې اړه خپله خواخوږي څرګنده کړې.

د انګلستان ملکې الیزابت ویلي، چې په دې پيښه سخته غمجنه شوې. پاپ فرینس بیا تمه ښودلې، چې دا کلیسا به بیا جوړه شي، او بیا به د ښار په زړه کې وځلیږي.

د جاپان لومړي وزیر شینزوابي ویلي، هر ډول مرستې ته تیار دي. د روسیې ولسمشر پوتین ویلي، چې د نوتردام پیښې د روسانو زړونه اره اره کړي. نوموړي د نوتردام کلیسا د عیسویانو لپاره قیمتي خزانه او د نړۍ کلتور بللی. پوتین ویلي، تیار دی، چې تکړه او مسلکي مهندسین د کلیسا د بیا رغولو لپاره ولیږي.

د امریکا جمهور ریس ډونالډ ټرمپ تیره شپه په یو ټویټ کې د نوتردام اور ویروونکی بللی و او وړاندیز يې کړی و، چې له اور وژنکو الوتکو دې د اور په کابولو کې کار واخیستل شي.

د جرمني لومړۍ وزیرې هم په دې پيښه خواشینې ښودلې او د فرانسویانو د ملاتړ سینه يې ډبولې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یونس تسکین