نورالحق علومي؛ د ډاکټرنجیب د وراثت مدعي، د عبدالله ناراض ملګری او ولسمشریز نوماند

وایي سیاست مخ و څټ نه لري او دافغانستان سیاست خو یې بیخي نه لري.

نورالحق علومي د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو هغه نوماند دی، چې د طالب واکمنۍ تر سقوط وروسته د کیڼ اړخي ولسمشر ډاکټرنجیب د وراثت له داعیې سره میدان ته راغی، خو انډیوالي یې د شمال ټلوالې له ډاکټر عبدالله سره شوه او د هغه په ملاتړ د خپل ژوند تر ټولو لوړ منصب (کورنیو چارو وزارت) ته ورسېد.

ژوند لیک یې

نورالحق علومي د عبدالعظیم علومي زوی په کال 1320 په کابل ښار کې دې نړۍ ته راغی.

هغه له اره د کندهار دی.

حبیبه لېسه او حربې پوهنتون یې په کابل کې لوستی او له ۱۳۴۵ وروسته د اردو په قطعاتو کې د دندو ترڅنګ یې د افسرانو د عالي کورس استادي کړې ده.

علومي له 1349 څخه تر 1351 پورې په امریکا متحده ایالاتو کې نېمه لوړې زده کړې وکړې.

د کمونیست پلوه حکومت له جوړیدو سره د لومړي او دویم لمبر قول اردو قومندان او د ډاکټرنجیب د حکومت تر وروستیو پورې د لوی کندهار زون تنظیمه ریس و.

د علومي دوه نور وروڼه جنرال عبدالحق علومي او عبدالرشید علومي هم د کمونیست پلوه حکومت مطرح خلک وو.

هغوی د تنظیمي جنګونو له کبله ووژل شول او نورالحق له دغې وضعې اروپا ته پناه یوړه.

دا کیڼ اړخی سیاستوال د خلق دیموکراتیک ګوند د پرچم ډلې اړوند و.

هغه د حامد کرزي د موقت حکومت له جوړیدو وروسته کابل ته راغی او د افغانستان د ملي متحد ګوند په نوم یې یوه ډله پخواني کیڼ اړخه پخپله مشرۍ را ټول کړل.

علومي د کرزي د واکمنۍ لومړنۍ ولسي جرګې ته له کندهاره بریالی او د دفاعي او امنیتي کمیسون ریس یې شو.

د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ په ټاکنو کې د ډاکټرعبدالله ملاتړی او د ملي یووالي د حکومت په لومړنیو کلونو کې د عبدالله د ټیم لخوا د کورنیو چارو وزیر وټاکل شو.

وروسته په کار کې د پاتې راتلو له کبله کورناستی او اوس دا دی راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند دی.

شخصي ژوند
نورالحق علومي دوه لوڼې او یو زوی لري. ماشومان یې په هالینډ کې ژوند کوي.

علومي وایي ده او مېرمنې یې د هالینډ تابعیت لغوه کړی او له څه باندې ۱۵ کلونو راهیسې په کابل کې اوسیږي.

عمده اهداف او غوښتنې

علومي د ۱۳۹۸ انتخاباتو لپاره نوملیکنه کړې

علومي ولسواکي، پرمختیا او توازن د خپل ټاکنیز ټیم لوی ټکي ګڼلي.

دی وایي د قانون واکمني، دیموکراسي او د هېواد پرمختګ غواړي. د ده شعار دا دی، چې توکل یې پرخدای، اعتماد یې پرخپل نفس او تکیه یې پرخلکو ده.

علومي د ټاکنو روڼتیا او د ټاکنیزو کمیسونونو بې طرفي غواړي او خبرداری ورکوي، چې له دې پرته راتلونکې ټاکنې بحراني کیږي.

عمومي قضاوتونه

نورالحق علومي په ۲۰۱۴م ټاکنو کې له عبدالله عبدالله ملاتړ کړی و

– علومي معقول او مستدلل سیاستوال دی، پخوانۍ ماضي یې یوې خوا ته خو په وکالت او وزارت کې په فساد او معاملو بدنام نه شو.

– علومي یوه سوزیدلې مهره ده، د قدرت او امتیاز لپاره له خپلې کیڼ اړخۍ واوښت او د ډاکټرعبدالله ملګری شو.

– علومي ولسمشرۍ ته جدي کاندید نه دی، په راتلونکي سیاست کې د خپل حضور د دوام لپاره کاندید شوی.

About بشر درویش 375 Articles
بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي