ټولنیز ژوند روغه سټه ژوند بڼه

کله چې د خوب هیڅ نخسه کار ونکړي؛ دا لارې وازمايئ

لیکنه: شریف شاهین

د څیړنې له مخې د نړۍ ۳۰ سلنه خلک د بې خوبۍ ستونزه لري. پروفیسور ډاکتر مایکل جی بریوس وايي، هر هغه څوک چې په اوونۍ کې درې شپې، درې اوونۍ پرله پسې، د ۳۰ دقیقو لپاره په کټ کې اوړي او راوړي او خوب نه ورځي، د بې خوبۍ ستونزه لري.

ډاکتر مایکل وايي، هغه خلک چې له بې خوبۍ شکایت کوي، ۶۵ سلنه يې تشویش او ډیپریشن لري. له تشویش او سټریس ور اخوا شاید نور ګڼ لاملونه هم موجود وي، چې د بۍ خوبۍ سبب کیږي.

که تاسې هم له بی خوبۍ ځوریږۍ، او هیڅ چاره يې نه درځي؛ دا لیکنه ستاسې لپاره ده. دلته ځينې ساده لارې چارې شته، چې په عملي کولو سره يې ستاسې خوب بیرته منظم شکل غوره کوي.

۱ـ د خوب لپاره مهال ویش جوړ کړئ
د خوب لپاره داسې یو مهال ویش جوړ کړئ، چې په ګوته کړي، کله ویده شئ او کله له خوبه پاڅئ. تل هڅه وکړئ، هره شپه په یوه وخت ویده شئ او هر سهار په یوه وخت پاڅئ. ډاکتران سپارښتنه کوي، چې ستاسې د خوب وخت باید له ۳۰ دقیقو څخه د زیات وخت لپاره مخکې او وروسته نشي.

۲ـ د خوب خونې چاپیریال ته پام کوئ
ستاسې د خوب خونه باید تیاره، یخه، او ارامه وي. د خوب د خونې د حرارات نارمل درجه د ښه خوب لپاره اړینه ده.

۳ـ تمرین وکړئ، خو له خوبه سمدستي مخکې نه
که تاسې تمرین کوئ او جیم ته ځئ، نو ځان ډاډه کړئ، چې د خوب له وخت پوره څلور ساعته مخکې تمرین کوئ. له فزیکي تمرین سره ستاسې د بدن تودخه لوړیږي. تر هغې، چې ستاسې بدن بیرته عادي حالت ته را ونه ګرځي، خوب منظم نه وي. نو د همدې لپاره فزیکي تمرین باید له خوب څخه پوره څلور ساعته وړاندې وي.

۴ـ د ورځې له مخې ډیر خوب مه کوئ
د ورځې له مخې ډیر خوب ستاسې د شپې خوب ګډوډوي؛ په ځانګړي ډول د ورځې په وروستۍ برخه کې بیخي مه ویده کیږئ. د ورځې د وروستۍ برخې خوب، د شپې خوب تښتوي.

۵ـ له خوبه مخکې کافي مه څښئ
د شپې د ښه خوب په پار له خوبه ۳ تر ۴ ساعته مخکې هیڅ ډول کافین لرونکی څښاک مه څښئ.

۶ـ په خوب خونه کې ټي وي او موبایل مه کاروئ
د خوب په بستره کې د ټلویزون کتل او یا هم د موبایل کارول ستاسې خوب ګډوډوي. مخکې له دې چې ویده شئ، خپل موبایل یا بند کړئ او یا يې هم په بله خونه کې پریږدئ. د خوب په خونه کې خو اصلا ټلویزون مه لګوئ.

۷ـ په ځان د خوب له امله فشار مه راوړئ
کله چې د خوب په بستره څملاستۍ او تر ۲۰ دقیقو پورې خوب درنغی، له خپل بسترې پاڅئ او یو کتاب راواخلئ. کتاب تر هغې ولولئ، چې خوب درشي. که کتاب نشۍ لوستلای، ارام کینئ او یا هم یوه پياله چای وڅښئ. هیڅلکه په بستره کې د خوب نه راتلو له امله په ځان فشار مه راوړئ. دا کار مو وضعیت له بد نه بدتر کوي.

۸ـ د عضلاتو مساج
له خوب مخکې مساج هم د ښه خوب سره مرسته کوي. که په وس مو پوره وي، خپل مخ، لاسونو او پښو ته مساج ورکړئ، او بیا ارام وغځیږئ او ویده شئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین