ځوانان او زده کړې د افغانستان پوهنتونونه

نورستان؛ یوازینی هغه ولایت چې پوهنتون یا د لوړو زده کړو موسسه نه لري

اعلان

یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو.

له دې وړاندې مو د هېواد له ۳۳ ولایتونو څخه ۳۶ پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې در وپېژندلې چې ځینې دغه اکاډمېک مرکزونه په خورا ښه، ځینې په متوسط او ځینې نور یې بیا په خورا بد حالت کې وو. خو بیا هم تر نشت ښه وو. په دې کې ځینې داسې ولایتونه هم وو چې له جوړېدو یې د ګوتو په شمېر کلونه تېر شوي، خو بیا هم د لوړو زده کړو د موسسې درلودونکي وو.

نورستان!
په ١١٧٤ لمريز کال کې دافغانستان پاچا امير عبدالرحمن خان تر نظامي عملياتو وروسته دغه سيمه ونيوله، د افغانستان برخه يې وګرځوله چې د ولایت کېدو یې هم کلونه تېرېږي، خو لا هم دغه ولایت دولتي پوهنتون او یا هم د لوړو زده کړو موسسه نه لري. په ځلونو مو هڅه وکړه چې د دغه ولایت له والي ښاغلي حافظ عبدالقیوم سره پر هغو دلایلو او علتونو خبرې وکړو چې له مخې یې په دې ولایت کې تر اوسه دولتي پوهنتون او یا هم د لوړو زده کړو موسسه نشته. که څه هم چې خپله یې د مرکې وخت را په نښه کړ، خو له ژمنې سره سره بیا هم حاضر نه شو او زموږ ټلېفوني اړیکه یې بې ځوابه پرېښوده. د دې لپاره چې د نورستان ولایت مو هم همداسې نه وي پرې اېښی، نو د نورستان د دارالمعلمین له مشر سره مو خبرې کړې دي او د دې دارالمعلمین په اړه یې معلومات راکړي دي.

د نورستان د دارالمعلمین
د نورستان د دارالمعلمین د بنسټ ډبره په ۱۳۸۶ لمریز کال کې اېښودل شوې ده چې په هغه کال یې زده کوونکي نه درلودل، خو په ۱۳۸۷ لمریز کال کې یې د ۱۵۰ زده کوونکو او ۳ استادانو په درلودو سره پر فعالیت پیل وکړ. خو په ۱۳۸۸ لمریز کال کې د دغه دارالمعلمین د استادانو شمېر ۱۶ تنه و او د زده کوونکو شمېر یې ۱۸۰ تنو ته ورسېد چې د پښتو ادبیاتو، ریاضي، دیني علومو او ساینس په برخه کې یې زده کړې کولې.

د دغه دارالمعلمین رییس داد الله وایي، کال په کال یې د استادانو، زده کوونکو او څانګو شمېر زیات شوی دی چې په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د نورستان د دارالمعلمین د زده کوونکو شمېر ۲۰۰ تنو ته ورسېد چې د پښتو ادبیاتو، ریاضي، دیني علومو، ټولنیزو علومو، ساینس او انګلیسي په برخه کې یې زده کړې کولې. ښاغلی دادالله وایي، په همدې کال کې د دغه دارالمعلمین دوه نورې مرستندویې برخې هم جوړې شوې چې په هغو کې یې هم زده کوونکي جذب کړل او زده کړې یې پیل کړې.

استاد داد الله وایي، قومي مشرانو او په ټوله کې د نورستان خلک دې ته لېواله دي چې دغه ولایت هم د یوه پوهنتون درلودونکی شي او په دې اړه یې تر اوسه ډېرې هلې ځلې هم کړې دي، خو مثبته پایله یې لا نه ده تر لاسه کړې. دی وایي، د نورستان وکیلانو هم ورسره پر خپل وخت غوړې وعدې کړې دي، خو د کلونو په تېرېدو سره یې لا هم خپلې وعدې نه یوازې د پوهنتون، بلکې د روغتیایي اسانتیاوو، سړکونو او نورو ټولنیزو برخو کې هم نه دي پوره کړې.

د نورستان د دارالمعلمین رییس ښاغلی داد الله وایي، دارالمعلمین یې تر یوې کچې پورې امکانات لري چې د زده کوونکو ستونزې حل کړي، خو په خبره یې داسې امکانات نه دي چې یو دارالمعلمین یې باید ولري. دی وایي، کتابتون لري، خو په کافي اندازه کتابونه پکې نشته، لیلیه لري، خو هغه ډول چې لازمه ده زده کوونکو ته د ژوند ټولې اسانتیاوې په پام کې نه دي نیول شوې. دی وایي، دا چې نورستان یو غرنی ولایت دی، نو ډېری محصلین چې دغه دارالمعلمین ته بریالي شوي هم وي، زړه نه ښه کوي چې نورستان ولایت ته ولاړ شي.

د نورستان دارالمعلمین اوسمهال ۲۵ استادان لري چې له دې ډلې یې لس د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري. د دغه دارالمعلمین رییس وایي، ولسمشرۍ ماڼۍ امر کړی، هغه ولایتونه چې تر اوسه پورې دولتي پوهنتون او یا هم د لوړو زده کړو موسسه نه لري، دارالمعلمین یې باید په پوهنتون بدل شي. دی وایي، ټول چارواکي یې همدې ته په تمه دي او کومه ځانګړې هڅه یې نه ده کړې.

لکه څه ډول مو چې مخکې وویل، نورستان د افغانستان یوازینی هغه ولایت دی چې تر اوسه پورې پکې دولتي پوهنتون او یا هم د لوړو زده کړو موسسه نه ده جوړه شوې. د دغه ولایت خلک له لوړو زده کړو وزارت او په ټوله کې له افغان حکومت څخه غواړي چې له ولایتونو سره باید د مور او میرې چلند ونه شي او ټولو ته په یوه سترګه وکتل شي او متوازن انکشاف وکړي. د دغه ولایت خلک وایي، داسې ولایتونه شته چې له ولایت کېدو یې ان د ګوتو په شمېر کلونه لا نه دي تېر شوي، خو اوس د دولتي لوړو زده کړو موسسو درلودونکي دي، خو نورستان چې پخوا لا ولایت شوی دی، تر اوسه پورې له دولتي پوهنتون او یا د لوړو زده کړو له موسسې بې برخې دی. دوی یو ځل بیا له اړوندو چارواکو او مسوولینو غواړي چې په دې برخه کې د دوی پر حق سترګې پټې نه کړي او هر اړخیزه پاملرنه ورته وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.