ادبیات

د نورستان حماسي سندرې – مصطفی سالک

اسطوره چې پر طبیعت د بریالیتوب د خوب او خیال د لوړ پوړ په رنګ کې رنګ شوه حماسه یې وزیږوله.
بریالي او ستر حماسه سازان هغه ارباب النواع دي چې زموږ په لرغونو ادبیاتو کې د بریښنا په زرګینه بګۍ کې ګرځي او له ځان سره دښمنانو ته تندرونه لري.
دا ارباب الانواع دوه ډوله دي ، یا ماورای طبیعت ځواکونه دي، یا هم د طبیعت او ماورا الطبیعت امتزاج ! وروسته یو شمیر ټولنیزو شخصیتونو ته هم دغه راز صفتونه منسوب شوي دي.
خو په عامه مانا کې جنګ وجدال او په هغې کې ناویاته بری حماسه بلل کیږي.

خبره مو د نورستان د خلکو کوله حماسه ځواکمن لښکر ، پر ځان بساینه او ازادي د یوه ارښت په توګه منل هغه څیزونه دي چې حماسې زیږوي.

نورستانیان د افغانستان د ستونزمنې جفرافیې وسیدونکي وو، لارې یې ستونزمنې، له پښو او وجوده قوي او پر خپل ځان بسیا وو، په ۱۹۹۸ میلادي کال کې چې زه د وایګل درې ته تللی اوم، ان دا چې د پیسې کارونه پوره نه وه دود ، جنس په جنس سودا وه، لباس یې خپل جوړ کړی خوراک یې خپل لبنیات او ډوډۍ د هغه غوښتو ( ګالو ) وه چې د غرونو په څنګونو کې یې کرل ، یوه نورستاني راته ویل که موږ یوازې مالګه تر لاسه کړو نور موږ په نورستان کې هیڅ څيړ ته داسې اړتیا نه لرو چې له بهره یې راوړ هغه ویل چې دا یې خپله خبره نه ده بلکې د نورستاني ژبې یو لرغونی متل دی.

او له ازادۍ سره مینه یې له دې درواخلئ چې له بخدي اریایان شرقي سیمو ته تللي دا ټبر د ورشوګانو او جلګو د ولکه کولو پر سر له نور اریايي ټبرونو سره جګړې ته وتلی دی، یو شمیر سندونه ښيي چې په پیل کې د جلال اباد جنوب اړخ ته د سپین غره په لمنو کې پښت ( پښتانه ) میشت شول اد له جلال اباده تر کونړه او د نورستان تر یو شمیر سیمو لرغوني نورستانیان دیره شول، خو داسې ښکاري چې دا جګړې تشې د ورشوګانو په سر نه وي، بلکې نورستانیانو ځانونه دومره په ګوښه کې ساتلي وو چې هیڅکله له نورو اریایانو سره په واکمنیو او دین کې نه دي شریک شوي، له میلاده وروسته که ګندهارا تهذیب ته وګورو یو شمیر لیکوال انګیري چې نورستان به د ګندهار تمدن برخه وه، خو دا نظر کمزوری دی ځکه چې له کابل درې د افغانستان تر ختیځه ان تر کونړه ټول سیمه د ګندهارا تمدن یو سرتړلی موزیم دی خو په نورستان کې دا څه نه وینو خبره دا هم نه ده چې د ګندهارا واکمنو ګنې ستونزمنو سیمو ته پام نه کولو، د سوات جغرافیه ښايي تر نورستانه ډیره ستونزمنه وي خو هلته روغې بودايي مېنې دي چې اوس هم سیلانیان ورځي یو شمیر نورستاني لیکوال انګیري چې دوی کونړ دره د اسلام په راتللو سره له لاسه ورکړې !! خو دا چې د ګندهارا تمدن پر مهال کونړ ددغه تهذیب برخه وه او نورستان نه وو ښيي چې نورستانیانو دا سیمې د اسلام تر راتلو مخکې په ګندهارايي پیر کې له لاسه ورکړې وې.

نو داسې ښکاري چې پیل کې الینایان پر جلګو له خپلو همټبرو اریایانو سره وجنګیدل، بیا يي ښايي پر بودايي مذهب له کنیشکا او نورو ګندهارا واکمنو سره جګړې کړې وې، خو الینایانو ( لرغونو – نورستانیانو ) ماته ونه منله پر شا کیدل ، لاپسې ستونزمنو جفرافیو ته پورته کیدل او د خپل دین او قام سره يې د بل څه یا بل چا امتزاج نه مانه.
نورستانیان دومره حماسي ښکاري چې ښايي په نړۍ کې لږه بیلګه ولیدل شي او یا له سره ونه لیدل شي ، دا اندازه له یوې بیلګې لګي، په نورستان کې نارینه یوه کار کوي چې هغه جګړه ده، تر څنګ یې شپني هم کوي خو نور ددنیا ټک نه کوي، کرنه کورني کارونه له ځنګله لرګي راوړل بلکې هر څه یې ښځې ته پريښي په نورستان کې نزدې د هرې ښځې ولیو ته لرګینه ، کجاوه پرته هو داسې ښکاري چې دلته هره ښاپیرۍ د لرګي وزري لري چې وزرې دي خو دوی ته الوت نه ورکوي بلکې په ځمکې پورې یې میخ کوي. نورستانیان ددې دود لامل دا ګڼي چې نارینه وو ته په تودو سنګرونو کې اړتیا وه – ځکه یې نور ژوند دښځو پر اوږو بار کړو اوس خو هغه جنګي سرایط نه دي خو بیا هم که ناویاته وشي او څوک نارینه بیل پر اوږه پټې ته لاړ شي سپک ګڼل کیږي او د کلي ولس خلک پرې خاندي.

تاسو وګورئ د هغوی چرمي او وړینې جامې پیزار او خولۍ ( پکول ) ټول نظامي اغوستن توکي ښکاري، د پکول خبره مو وکړه انګیرنه داده چې پکول د چترال ایجاد دی ، خو نورستاني لیکوالو په نورستان کې د ( پګول ) په نامه د یوه کلي نوم اخستی، چې همدغه ( پکول ) دی زما په فکر پکول په پګول کلي کې ایجاد شوی او بیا همدغه نوم ورته غوره شوی دی دی.

الونیانو تر ډیره د خپلو دښمنانو په ضد لیندې او غشي کارول چې له غرنیو سنګرونو خپل مخالفان په ځري کړي، دویمه وسله توره ډال وو. څه باندې زر کلونه کیږي چې ټوپک هم ایجاد شوی، تر دې وروسته ټوپک هم دود شوی ، خو جالبه داده چې دوی څنګه له ښوره خاوري باروت جوړلول او ټوپکې یې پرې کارولې، نورستانی لیکوال سمیع الله تازه لیکي :
(( سره له دې چې ټوپک د نورستان د خلکو دودیزه وسله نه ده، خو له لرې تیر مهاله ( دا وسله چې لرې ولي ) د دغه ټبر دلیواتیا او ګټې وړ وه، دغه ویشتونکي اله څه دپاسه زرو کلونو راهیسې د جنګ میدانونه تاوده ساتلي دي، دغه راز ټوپکی د باروتو په زور ډزیدې، نورستانیانو هغه مهال په ډیر ساده ډول له طبیعي توکیو باروت جوړول، او هغه داسې چې ښوره خاوره به یې ټوله کړه، اوبه به یې ورسره ګډې کړې او بیا به یې ازاده هوا کې اويشوله.
چې اوبه به سړې شوې، نو یوه سپینه جامده ماده، بیا به یې ورسره میده شوي سکاره یو ځای کړل، له غلبیله به یې و ایستل نو هله به یې دغه ماده جوړه کړه دا به یې بیا په خپلو دودیزو ټوپکونو کې د باروتو پر ځای کاروله .
دود دا و چې باروت یې په ژمي او خزان موسمونو کې جوړول ))

لکه چې اندرا په زړو اریايي متونو کې د جنګ او فتح خدایګوټی بلل کیده، دغسې د بلورستان ( نورستان ) خلکو هم د ګیښ په نامه جنګي رب النوع درلود ، ښاغلي تازه دادواړه داسي تړلي که ایندرا په ویدونکو کې د جنګ رب النوع ده دغسې ایندر په بلورستان کې د شرابو رب النوع و
او د ویدونو ( اندرا ) هم بلا نوش سوما نوش شرابي دي.
احمد علي کهزاد لیکي :
( یو شمیر نورستاني سپین ږیري عقیده لري ، چې ګیښ رب النوع یې په تیرو زمانو کې لیدلی و ، هغه مهال چې نورستاني قبیلو به جګړه کوله ، وايي تل به یې ګیښ په کتیوي سیمه کې لیده چې د جنګیالیو مخکښ به و )
**
مارګنسټرن دا شعر له ( کته ) یا کتي لهجې نه را اړولی.
**
ای ګيښه زمونږ دښمنان په غشو او لیندې سره مات کړه
ای ګیښه ای اتله ګیښه زمونږ دښمنان مونږ ته وسپاره
ای ګیښه زمونږ دښمنان زمونږ په خپل ځواک مات کړه
ای ګیښه یاد لره چې مونږ جګړې ته روان یو
ای ګیښه ای اتله ګیښه ! زمونږ دښمنان زمونږ په ولکه کې راوله
ای ګیښه ای اتله ګیښه زمونږ دښمنان مونږ ته وسپاره
له دې شعره زمونږ دا ادعا هم ثابتیږي چې غشي او لیندې د نورستاني جنګیالیو ډیره کارونکې وسله وه – د جنګ په ډګر کې د ځمکې ولکه کولو دعا کوي او نور پر خپلو دښمنانو لاس بري غواړي هغه که ددښمن په وژلو یا اسیرولو تمامیږي تمام دي شي خو چې دوی جګړه وکټي خو له دې شعره داسې ښکاري چې د بلورستان خلکو یوازې د ر ب النوع په ډاډ جګړه نه کوله بلکې ورته وايي چې ای ګیښه زمونږ دښمنان زمونږ په زور مات کړه.
نو ویلی شو چې د لرغوني نورستان خلکو خپلو حماسه سازانو ته طبیعي او ما بعد طبعي ځانګړتیاوې ورکړې وې، دا لندې حماسه وویل چې غرونه خوځوي.

دیوه ګل ته په ځله څو لاړو
د ډمډول د غرونو څوکې مو له پښو سره خوځیدې
د شپې په زړه کې له پرمختګه ونه ډار شو
له هغه ځایه مو نظر تر لرې لرې والوت
له هسکو مو بهسود ولیدل
په بهسدو کې هم له سپرو سره وجنګیدو
زموږ د جنګ او واک غوغا هر چا هر چرته واوریده
د ( غرونو خوځیدا ) د (شپې په زړه کې ) بې ویرې تلل، نظر الوتل او له هسکو و ښکته سیمې څارل ، او څو ځایه جګړه څرګندوي چې دا یوه ریښتوني حماسه ده او کیدی شي د ښو حماسو له بیلګو سره د ایښوده جوګه وي.
د نورستان لرغوني شاعري نږه حماسي ده، ټولنه پر ازادو او غلامانو ویشل شوې وه، او دغه راز حماسې ستاینې یوازې ازاد ګانو ته کیدی ، او شاعران یې د ټولنې ارزښتمن دیني او پوځي شخصیتونه وو، دغه شعرونه به تر ډیره د نڅا او موسیقۍ په بنډارونو کې ویل کیدل ، او ستایونکو او ستایل شويو ته ټولنیزې رتبې او انعامونه ارمغان کول.
همدا راز که چا به حماسه وکړه هغه له دغه هر څه برخمن و ، او دا هغه کار و چې په ورته ډول د لرغونو نورستانیانو دښمنانو د خپلو جنګیالیو د مورال د لوړو لپاره کاوه.
د رقص او موسیقۍ بنډارونه د شعرونو لپاره د نقد تله هم وه، هلته به کتل کیدل چې کوم شعر ښه دی، هلته د حماسې مبالغې ، د لفظونو غوراوي ، د وینا ارایې تخیل …….. او نورو توکو ته ارزښت ورکول کیده.
چرته چې حماسه وي طبیعي ده چې هلته به مرثیې هم وي ، هغه څه چې د حماسې يو ډول دی ځکه د وژل شوي حماسې په کې ستایل کیږي راځئ د یوې لرغونې مرثیې ترجمه یې ولولو.

ای زبر سړیه ، مشرانو ځای په ځای وژړل
ستا نومیالي لپاره د ( جندول ) او میدان خلکو وژړل
ته هوښیار سړی وې ، خو د انتقام پر وخت غافل شوې
ستا د مرګ له هیبته د ( باره او بروج ) سخندان ولړزیدل
لرغونې حماسې لکه اسطوري اوس هم د لوستلو لپاره مینوال لري خو ددغو اسطورو او حماسو جنګي توکې هماغه غشی او لینده دي ، خو نوي ساینسي جنګي وسایل که د لاشعور برخه شي او بیا اوسنیو جنګونو او د هغوی وسایلو ته د مبالغې جامې واغوستل شي شاید نورې شهنامې هم ولیکل شي خو دا به د اتومي زمانې حماسې وي ، چې ویرونکي او بوږونکي انځورونه به ولري.
ددغو حماسو یوه ډول د هالیوډ فلمونو ته لاره کړې ، خو لا یې د شعر د زړه ننوتو ته لاره نه ده موندلی، چې د خیالونو له لاشعوري کیدو سره به دا دروازه هم پرانستل شي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل