نورا فتیحي وايي، هیڅ پاکستاني فلم کې کار نه کوم

د هندي سینما اداکارې نورا فتیحي په پاکستاني فلم کې خپل کار کول رد کړي او دا یې د خلکو له لوري بې ځایه خبرې وبللې.

تېره ورځ پاکستانۍ رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړل چې کاناډایي نژاده هندۍ اداکاره د دغه هېواد له اداکارې ماهره خان سره په یوه فلم کې راځي.

خو ایکسپریس نیوز وایي چې اوس نورا فتیحي خپله دا رد کړې چې د ماهره خان سره په یوه فلم کې کار کوي.

نورا فتیحي د بالیوډ فلم ستورې ده چې د فلمونو په ائيټم نمبر سندرو کې کار کوي، تر اوسه یې په څو فلمونو کې په ائيټم سندرو کې کارکردګي کړې خو تر ټولو زیات یې چې پرې شهرت ومونده د جان ابراهم فلم (ستیا می جیاتي) کې د سشمیتا سین د تېر فلم د ښکلې سندرې (دلبر دلبر) ته نڅا وه.

داسې ویل کیدل چې اغلې فتیحي به د پاکستانۍ فلم ستورې ماهره له خوا جوړیدونکي فلم کې کار وکړي، خو اوس یې تازه دا اوازه رد کړه.

فتیحي یوه هندي رسنۍ ډي ان ای ته په یوه مرکه کې ویلي چې نه پوهیږي دغه ډول اوازې څه ډول خپریږي، په خبره یې چې دا په سپراسټار فلم کې نه نڅا کوي او نه یې هم کوم پاکستانی فلم لاسلیک کړی.

فتیحي زیاته کړه؛ کله یې چې دا خبر ولوسته نو د ډېر وخت لپاره حیرانه پاتې وه، ځکه ددرغو او له ځانه جوړ خبر دی.