لوبې

د پاکستان سره د کرکټ د دوه اړخیزو سیالیو پر ضد له انتقادونو وروسته د کرکټ بورډ غبرګون

د خلکو له پراخو انتقادونو وروسته د افغانستان د کرکټ بورډ مشر ویلي، له پاکستاني لورې سره یې یوازې د دوه اړخیزو لوبو په اړه هوکړه کړې او کوم تړون لا نه دی لاسلیک شوی.

وروسته له هغې چې د افغانستان د کرکټ بورډ مشر شکرالله مشعل له پاکستاني کرکټ بورډ چارواکو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیالیو په شمول ځینې هوکړې وکړې، دننه په افغانستان کې یې نه یوازې دې چې د کرکټ د مینه والو عکس العملونه راوپارول بلکې یو شمیر سیاسي او مدني فعالان یې هم غوسه کړل.

په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ شمیر یادو افغانانو دا هوکړې ناسمې او د پاکستان لپاره له سپورټ څخه د سیاسي ګټې اخیستنې یوه زمینه سازي وبلله.

په فیسبوک او ټویټر کې ګڼو افغانانو د ( #nocricketwithpakistan ( هش ټګ په کارولو د پاکستان او افغانستان تر منځ د پلان شویو دوستانه لوبو پر خلاف غږ پورته کړ.

افغان لیکوال او فعال حفيظ هميم جلالزی پر خپله فیسبوک پاڼه ولیکل:

”ښايي د افغانستان کريکټ له سياسي اړيکو څخه مستثنی يو شی وي، زه نه پوهېږم ورباندې، خو په اوسنيو حالاتو کې زه له دې سره هېڅ جوړ نه يم چې پاکستانيان دې زموږ په شپږيزه ليګ کې ولوبېږي.
په دوو دليلونو. اول دا چې موږ له پاکستان سره د جګړې په حالت کې يو او په دغسې يوه حالت کې څنګه کېدای سي چې موږ پاکستانيانو ته چانس ورکړو چې زموږ په پيسو او زموږ په لوبغالو کې پرمختګ وکړي. داسې هم نه ده چې موږ ته له پاکستانيانو پرته بل څوک نه راځي. د هندوستان او پاکستان ترمنځ هغسې جدي ستونزې نسته لکه زموږ تر منځ، خو بيا هم هند پاکستانيانو ته په ای پي ايل کې د لوبېدو فرصت نه ورکوي.
دويم دا چې په شپږيزه کې لوبېدل پاکستان ته اقتصادي ګټه رسوي. دا څنګه کېدای سي چې پاکستان دې بمونه او ځانمرګي رالېږي او موږ دې پيسې ورکوو؟“


خوشال خلیل بل افغان لیکوال او فعال هم په اوسنیو شرایطو کې د پاکستان سره د دوه اړخیزو لوبو څخه خوښ نه دی. نوموړې لیکلي:

”زه په کرکټ نه پوهیږم په اړه یې هم څه نه لیکم، خو د هرې لوبې له نتیجې یې ځان خبروم، د افغانستان کرکټ بورډ پرېکړه کړې ده چې پاکستان سره به دوستانه لوبه کوي، زه نه پوهیږم چې په اوسنیو شرایطو کې چې موږ د پاکستان نیابتي جنګیالیو سره په جګړه کې د خپلو ځوانانو جنازې اوچتوو ددغه لوبې هدف، ګته او مقصد په کومو معیارونو او راتلونکو پایلو سنجول شوی دی.؟
دلته بده خبره داده چې یو شمېر استدلال کوي چې ورزش او سیاست باید سره بيل شي چې دا نظر کاملا غلط دی. همدا چې موږ وایو د فلاني هېواد ورزشي سیاست داسې یا هاسې دی، دا موږ ته ښيي چې سیاست او ورزش خپلو کې قوي اړیکه لري.“

اباسین بریال سیاسي فعال او څیړونکی بیا وايي، په حکومت کې د بهرنۍ پالیسۍ په اړه روښانه دریځ نه شته ځکه خو ټیټ پوړي چارواکي وخت ناوخت د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ خلاف کړنې کوي:

دولت چې د بهرنۍ پالیسۍ او نزاکتونو روښانه قواعد وضعه نکړي، د کرکټ بورد مشر به یې له پاکستان سره پخپل سر تړونونه لاسلیک کوي او په اروپایي مهمو سفارت خانو کې به یې دیپلوماتان د خپلو بچیانو کلیزې لمانځي.
ولسمشر کله کله خپلو نازدانه ګانو ته هم باید جلالي شي.“


البته ددې دوه اړخیزو سیالیو پر منتقدانو سربیره یو کم شمیر داسې کسان هم وو چې دوی ددې هوکړې چې د پاکستان او افغانستان تر منځ دې دوستانه لوبې وشي پلوي کوله.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخلیوال هم یو له دې کسانو څخه وو.

نوموړې په اسلام اباد کې د افغان کرکټ بورډ د مشر ښاغلي مشعل سره د لیدنې څو تصویرونه خپاره کړل او د پاکستاني کرکټ بورډ چارواکو سره یې دده هوکړې د افغان کرکټ په ګټه وبللې.

خو له پراخو انتقادونو وروسته یې له خپلې رسمي فیسبوک پاڼې په دې اړه پوسټ وتوږه.

په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان او پاکستان د کرکټ بورډونو د چارواکو ترمنځ د شریکو لوبو پر خلاف له دې سختو انتقادونو وروسته داسې ښکاري چې افغان کرکټ بورډ هم له شویو پریکړو په شا شوی دی.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر شکرالله مشعل د دوشنبې په سهار وختي وویل چې پاکستاني لورې سره یې یوازې هوکړې کړي او کوم تړون نه دی لاسلیک کړی. نوموړې ویلي چې د خپلو خلکو د خوښې خلاف پریکړې به ونه کړي:

”زما هيڅ اقدام به د هيواد د ملي ګټو پر خلاف نه وي. له پاکستاني لوري بلل شوی وم او اته مورده يې راته پشنهاد کړل خو لا تر اوسه مو هيڅ کوم مورد له پاکستاني لوري سره د تړون په شکل نه ده نهایي کړی، تفاهم نامه مو نه ده امضا کړې او نه هم دا کار په عجولانه ډول کوو. ستاسو نظر ماته اهميت لري او هيڅکله به د هيواد او هيوادوالو د خوښۍ او ګټو خلاف لاړ نشم.
زه يو وطن پرست افغان يم او د افغان، افغانستان او کرکټ ګټې راته له هر څه مهمې دي.
زه ستاسو يم او ستاسو په لار به ځم، هيڅکله به مو نا هيلي نکړم.“

که څه هم په نړۍ کې ورزش او سیاست له یو بله جلا ګڼل کیږي، خو د پاکستان په اړه ویل کیږي چې تل یې د کرکټ له لوبې څخه سیاسي استفاده کړې.

په داسې حال کې چې پاکستان دا مهال د سیمې او نړۍ په کچه په سیاسي لحاظ منزوي شوی د سپورټ په ځانګړې توګه د کرکټ په ډګر کې هم منزوي ښکاري.

دا مهال د نړۍ مخکښ ټیمونه پاکستان ته د سیالیو لپاره تګ ته نه دي چمتو.

که څه هم د دوو ګاونډیو او دوستو هیوادونو ترمنځ به دوستانه لوبې خلکو ډیرې خوښې کړې وی، خو په داسې حال کې چې د ګڼو افغانانو په نظر پاکستان د افغانستان پرضد دا وخت فعاله او توده جګړه مخ ته بیايي له دې هیواد سره د دوستۍ په نوم لوبې پرته له دې چې د پاکستان سره مرسته وکړي چې له سیاسي او سپورتي انزوا راووځي، بله کومه مزه او نتیجه نه لري.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */