لوبې

نیپالي سندیپ لامیچاني د بنګله دیشي شکیب الحسن ځای ونیو

د نیپال د کرکټ ملي لوبډلې لیګ بریکر بالر سندیپ لامیچاني د بنګله دیشي شکیب الحسن په نشتون کې د کرکټ نړۍ په غوره یولس کسیزه لوبډله کې د لوبیدو زیری ترلاسه کړ.

د ویسټ انډيز «کاربین» په جزیرو کې د طوفان له کبله د کرکټ لوبغالو او روزنځایونو د بیرته جوړولو لپاره د مرستې راټولولو په موخه د ویسټ انډیز او  د نړۍ د غوره یولس کسیزې لوبډلې ترمنځ یوه ۲۰ اوریزه کرکټ خیریه سیالي پلان شوې ده، چې د روان ۲۰۱۸ م کال د مۍ میاشتې په ۳۱ مه نېټه د انګلستان په لارډز کرکټ لوبغالي کې تر سره کیږي.

په دغه سیالۍ کې د بنګله دیشي تمیم اقبال ترڅنګ د الراونډر شکیب الحسن د لوبیدو خبر هم په ډاګه شوی و، خو اوس ویل کیږي، چې نوموړی د خپلې شخصي ستونزې له کبله اوس په دغه سیالۍ کې ګډون نشي کولی.

د کرکټ نړیوالې شورا خبر ورکړ، چې د دغه لوبغاړي پر ځای به ۱۷ کلن نیپالی لیګ بریکر بالر سندیپ لامیچاني، چې په دې وروستیو کې په نیپالۍ کرکټ ملي لوبډله کې د ښه ځلیدو ترڅنګ د هندوستان د کرکټ په مشهوره «آي پیل ایل» سیالیو کې هم راڅرګند شو؛ د ویسټ انډیز خلاف په کیدونکې خیریه سیالۍ کې د نړۍ د یولس کسیزې لوبډلې سره غړی وي.

په دغه خیریه سیالۍ کې به د ویسټ انډیز لخوا کارلوس بریټ ویټ او د نړۍ د غوره یولس کسیزې لوبډلې مشري به انګلینډی کپتان یون مورګن ترسره کړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی راشد خان هم د نړۍ د کرکټ په دغه غوره یولس کسیزه لوبډله کې شامل دی.

راشد خان ویلي، نه یوازې ده ته بلکې د ټول افغانستان لپاره ښه خبر دی، چې یو افغان لوبغاړی د نړۍ په غوره لوبډله کې د لوبیدو موقع ترلاسه کوي او په دغه سیالۍ کې، چې موخه یې ترې د طوفان له کبله د کرکټ لوبغالو او روزنځایونو د بیرته جوړلو لپاره مرسته راټولول دي، په لیوالتیا سره ګډون کوي.

په ورلډ ایلیون یا د نړۍ غوره لوبډلې په ډله کې اوس د انګلستاني یون مورګن او افغان لوبغاړي راشد خان ترڅنګ پاکستاني لوبغاړي شاهد خان افریدي، شعیب ملک، هندي لوبغاړي دینیش کارتک، هاردیک پانډیا، نیوزیلینډي لوبغاړي لوک رانکي، میچل میکلینیګن، بنګله دیشي لوبغاړي تمیم اقبال، سریلانکايي الراونډر تیسارا پریرا او نیپالی سندیپ لامیچاني شامل شول.

په دغه سیالۍ کې به کریس ګیل، مارلیون سیمیولز، انډریو رسل، سمیویلز بدري او نور پیاوړي لوبغاړي د ویسټ انډیز په کرکټ ملي لوبډله کې ولوبیږي.

د کرکټ دا خیریه سیالۍ چې د انګلستان په تاریخي لارډز کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي، د کرکټ نړیوالی شورا سره به د یوې نړیوالې لوبې درجه هم ولري.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی