کلتور او هنر کورنی ژوند

ټوکه پټاقه شوه؛ په نکاح کې د ناوې« نه» ویلو یو واده لغوه کړ!

پښتو متل دی، چې کله ټوکې نه پټاقه جوړیږي. تاسې به پخپل شخصي ژوند او چاپېریال کې د دې متل ډېرې بېلګې لیدلې وي، خو داسې بېلګه به مو نه وي لیدلې، چې په واده کې د نکاح پر وخت ناوې د ایجاب او قبول مراسمو کې د «هو» پرځای په ټوکه «نه» ویلې وي او واده ورسره لغوه شوی وي.

دلته به همداسې یوه مستنده کیسه درته وکړو چې تازه په ترکیه کې رامنځته شوې.

اسپوتنیک خبري اژانس د تورک نیوز په حواله د دغې پېښې د رامنځته کیدو خبر خپور کړی دی.

سرچینه وایي: دغه واده په یوه ستر ترکي هوټل کې د تورګوت په نوم د یوه هلک او د خدیجې په نوم د یوې نجلۍ د ګډ ژوند په تمه ترسره کیده، چې د ناوې په یوې ټوکې هرڅه خراب شول.

په واده کې خلکو د نکاح مراسمو د ترسره کیدو او د تورګوت او خدیجې د رسمي ګډ ژوند د پيل تمه لرله، خو کیسه برعکس شوه.

د نکاح پروخت ټول مېلمانه حاضر او د هلک او نجلۍ ایجاب او قبول ته غوږ وو، په دغه وخت د نکاح مراسمو پر مخ وړونکي له خدیجې وپوښتل، چې تورګوت دې د ګډ ژوند د ملګري په توګه منلی او قبول دې دی؟

خو خدیجې له ټوکې وویل: نه، دا ناممکنه ده!

په دې پسې یې په خندا بیرته غږ کړل: بلې، حتمآ!

له دې سره نکاح تړونکي د نکاح مراسم او واده لغوه اعلان کړل او له نکاح خونې ووت.

په هغه پسې د واده نور مېلمانه هم یو په بل پسې ووتل، د واده تالار تش او د واده هلک او ناوې هم مجبور شول، چې خپلو کورونو ته ور وګرځي.

د تورګوتلو په نوم د نکاح تړلو د دفتر مسول علي آقچه، چې د دغه هلک او نجلۍ د نکاح مراسم یې مخته وړل، په دې اړه ترک نیوز ته ویلي:

«دا د توقع خلاف پېښه وه، ښه ونه شول، موږ اولې خبرې ته ارزښت ورکوو، که هلک او نجلۍ په اوله خبره کې «هو» وویل، هماغه اعتبار راته لري او که یې «نه» وویل، بیا هم هماغه خبره اعتبار راته لري.»

د ده په وینا له یو ځل«نه» ویلو وروسته که بیا زر ځله هم څوک د ژوند ملګري په اړه «هو» ووایي، اعتبار او ګټه نه لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بريښنا ارغند