ځوانان او زده کړې کلتور او هنر

د ګندهارا ورک ښار نګار چرته و؟ !

که ټولې ګندهارا ته پام وکړو د هارونو هار تر سترګو کیږي، څرګنده نه ده چې لومړی به کوم هار جوړ شوی وي، خو د شته سندونو له مخه د هارونو د ټولګې نوم ګندهارا په ویدونو کې تر سترګو کیږي. یوه ښځه د خپل میړه د چلند پر اړه وايي.(زه د هغه لپاره لکه د ګندهارا اوزه یم ) اټکل دادی چې ویدونه به له ۱۸۰۰ ق –م څخه تر ۴۰۰ ق-م پورې زمانه کې لیکل شوي وي د ویدونو دا جمله که ترلاسه شویو سندونو کې لومړی سند دی چې د کندهارا د جغرافیې پخلی کوي، نو ورسره د ددغې سیمې ارزښت هم په ګوته کوي تاریخ لیکونکي کاږي چې ګندهارا وايي ډیره سمسوره او ښیرازه سیمه وه چې چې اوزې او پسونه څورب او ښکلی و.

چپرهار، ننګرهار، کندهار، او ګندهار هغه نومونه دي چې په یوه نه یوه ډول جغرافیوي او معنوي اړیکي لريی، ددغو نومونو لومړۍ برخې ښايي بیلې ماناوې ولري خو (هار) یې تر منځ مشترک دی.

لغت لیکونکي کاږي چې هار د معبد مانا هم لري خو په یو شمیر اریايي سیمه نومونو کې د وروستاړي په توګه راځي چې مانا یې اوسنی ښار دی.

علی اکبر دهخدا په مشهوره لغتنامه کې قندهار د هند په ګنګ کې یو لوی معبد بللی دی، او استدلال یې د نظامی ګنجوی په دې بیتونو کړی چې هند ته د سکندر د لیږد کیسه کوي.

دگرباره در مرز هنــــدوستـــــان
گذر كرد چون بــاد بـر بـوستان
از آنجا به مشرق علم بر فراخت
يكی ماه بردشت بر كوه ساخت
از آن راه چــــون دوزخ تـــافتــــه
كز ان پشت مـــاهـــی تپش يافته
در آمـــد در ان شهر مينو سرشت
كه تركانش خوانند گنگ بهشت
هوايی در آن ديـد چــون نـوبـهار
پرستش گهی نام آن قندهار

د نظامی داستان شاعرانه دی خو اسطوروي نه بلکې منطقي بریښي تاریخ لیکي چې ګنګ په هند کې د مقدونې سکندروروستی سنګر و له هم هغه ځایه په ۳۲۵ ق-م کې بیرته پر شا راوګرځيد او د مکران ددښتې او سیستان –بلوچستان پر لاره رهي شو، چې بابل ته په رسیدو په ۳۲۳ ق-م کې د ۳۳ کلونو په عمر ومړ .

دا چې قندهار د هند ګنګ سیمه کې یو معبد و، دا امکان پیدا کوي چې دغه نوم دې له ګندهارا تللی وي او د تبرک لپاره دې ایښودل شوی وي، کومه خبره چې یو شمیر تاریخ لیکونکي د اوسني افغانستان د سویلي ولایت کندهار د نومونې پر اړه هم کوي.

چې تر کندهاره ورسیده نو وبه وایم چې موږ په تیره لیکنه کې په دې خبره شک ښودلی و چې هډه دې هیلو وي، خو اوس د چینايي سیلانیانو له قوله یوه داسې تاریخي سند لرو چې ښيي هډه د بودایانو د مهال هیلو ده.

تاریخ لیکونکی عبدالواحد سیدی په بازشناسی افغانستان کې د د بودايي پیر د ننګرهار د مرکزي ښار نګار ځای داسې په ګوته کوي.

( کنګهم لیکي دا ښار چې نګار بلل کیده د ننګرهار د اوسني ښار جلال اباد لودیځ دوه ګیلومترۍ کې بګرام نومې سیمه کې و سن مارټین هم دا خبره تایدوي او دا ځای د کابل سیند او سره رود د تقاطع او یوځای کیدو نقطه ګڼي)

نګار سره رود ته مخامخ په لوړه پروت و، یو شمیر تاریخ لیکونکو دغلته پخوا د یوې لرغونې کلا یادونه هم کړې وه، اوس یې درک نشته خو هلته شته سمڅې او نورې نښې ددې ګواهي ورکوٍي چې دلته نګار ښار پټ دی.

بله دا چې پخوا به ښارونه د رودونو او سیندونو پر غاړو جوړیدل او دلته هم سیند و او هم رود راوتی و د نګار مانا په سنسکرت کې بت ده چې ننګرهار د ښایسته بتانو د سیمې مانا لري.

بله دا چې د ننګرهار باګرام په سیمه کې د بودايي پیر دریم باګرام شو چې مانا یې د خدای بڼ ده.په تیره لیکنه کې مو د پروان او پيښور د باګرامو یادونه کړې وه چې د کنیشکا د واکمنۍ پر مهال د ګندهارا د اوړي او ژمي پلازمینې وي.

ښاغلی سیدي مخکې لیکي چې نګار د ننګرهار پایتخت و خو وروسته هیلو یانې هډه مرکز شو نوموړی د چینايي سیلاني له خولې لیکي چې له نګار سره نږدې بل ښار هم و چې هیلو یې بلله .

ګڼ تاریخ لیکونکي استدلال کوي چې هیلو هم هډه ده.

هیلو ښايي له هالو نه اخستل شوي، چې د نورو ګڼو مذهبونو په څیر په بودایت کې هم خپله مانا لري او هغه دا چې ډیر ځله د بودا د بت یا انځور سر د نور په یوه هاله کې ښودل کیږي. له دې کبله هاله سپیڅلې ده، نو د هیلو مانا هم سپیڅلې شوه، د هماغه هاله ده چې حمید مومند په بتخانه نه بلکې په اسمان کې ګوري.

خط پر مخ د صنم راغی که سپوږمۍ شوه په هاله کې
دا یې غاښ په خوله کې زیب که لاله شوه په ژاله کې

د انګلیسي ژبې سلام یانې هیلو هم له دغې انګیرل شوي مقدسې مذهبي حالې نه راوتلی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل