افغانستان کلتور او هنر کورنی ژوند

هغه ټکي چې افغانستان یې په نړۍ کې د يو په زړه پورې هېواد په توګه معرفي کړی

ژباړه او ژياتونه: محمد عزيز پردېس

ځوان نفوس
افغانستان د نړۍ په کچه د ځوانانو د ډېرښت له اړخه پنځم هېواد دی چې تقريبا ۶۸ سلنه د هېواد مجموعي نفوس جوړوي. دغه په زړه پورې ترکيب د دې لامل شوی چې افغانستان د نړۍ هغه هېوادونو د کتار په لومړيو ليکو کې راشي چې ځوانه طبقه لري.

په ټولو برخو کې تنوع
پرته له شکه چې افغانستان په اوسني عصر کې د بل هر وخت په پرتله ډېر د تنوع او پرمختګونو شاهد دی. که څه هم افغانستان د جغرافيې له اړخه په يوې کوچنۍ ځمکنۍ محدوده کې پروت دی، خو د کلتوري، ژبني، مذهبي، قومي، نژادي، خوراک، پوشاک، موسيقۍ، ښکلو طبيعي مناظرو، د مختلفو ژويو او په زړه پورې ځايونو په لرلو سره د نړۍ په کچه د متنوعو هېوادونو له ډلې څخه دی.

مېلمه پالنه
افغانان مېلمه پاله خلک دي، چې مېلمه ته په ډېره درنه سترګه ګوري او د مختلفو او خوندورو خوړو په درلودو سره يې مېلمه پالنه کوي. په افغانانو کې د مېلمه پالنې کلتور ډېره پخوانۍ تاريخي ريښه لري.

د اختلافاتو سربېره مطلقه هېوادپالنه
افغانان ډېر وطنپرسته او ميهن دوسته خلک چې دغه امر په دې هېواد کې د پخوانيو خونړيو جګړو پر وړاندې د دوی د يووالي او اتحاد څخه ښه څرګندېږي.

په ټولنه کې ورځ تربلې د ښځينه و د نقش ډېرېدل
وروسته د کورنيو جګړو او د طالبانو رژيم څخه د افغاني ښځينه و لپاره د ژوندانه شرايط ډېر ستونزمن و. خو اوس افغان مېرمنې د نارينه سره اوږه په اوږه په ګډه تقريبا د ژوند په ټولو برخو کې دخيلې دي. ورځ تربلې په هېواد کې د ښځينه پر وړاندې د تاوتريخوالي پر ضد مبارزه مخ په ډېرېدو ده.

ساده والی او احترام
افغانان خپل ژوند په دېره ساده بڼه تېروي. د ځينو بهرنيو هېوادو په برعکس هېڅکله هم بېل بېل ژوند کولو ته زړه نه ښه کوي او تل د کورنۍ د غړو يوځای اوسېدل غوره ګڼي.


ساده افغاني ګيلمونه د بهترينو تختونو څخه غوره ګڼي او پرته له شکه که د نړۍ هرې سيمې اوسېدونکو د افغانانو په څېر ستونزې ګاللې وای نو له ډېر بد برخليک سره به مخامخ و. که څه هم ستونزې شته، خو راتلونکې د افغانانو هيله مندي، د تعليم او کار سره مينه به دا ستونزې هم هوارې کړي.

ډوډۍ، ډو‌ډۍ او ډوډۍ
افغانان د ډوډۍ او په ځانګړي ډول د هغو ډوډيو سره بې کچې مينه لري چې دوی په خپلو لاسونو پخې کړې وي. افغاني تنوري ډوډۍ او شوربا په ټوله نړۍ کې ځانګړی ځای او نوم لري.

د ځمکو پر سر او د ځمکو لاندې شتمنۍ
تقريبا د افغانستان ۸۰ سلنه خلک د کرنې، بزګرۍ او مالدارۍ له لارې خپل ورځيني مصارف پوره کوي. د کندهار انار، د کندز او نورو شمالي ولايتونو خټکي، د پکتيا جلغوزي، د ننګرهار نارنج او ګني، د وردګو او کابل مڼې، د شمالي انګور او د هېواد مختلفو سيمو ډول ډول وچې او لمدې مېوې په ټوله نړۍ کې نوم لري. همدارنګه افغانستان د طبيعي زېرمو د لرلو له اړخه د نړۍ له غني هېوادونو څخه دی.

د وروستيو کلنو جګړې د دې لامل شوې چې افغانستان په مختلفو برخو کې د خپلو سيالو هېوادونو څخه شاته پاتې شي، خو له دو لسيزو راهيسې د دولت او خلکو له لوري د ستونزو سره سره بيا هم هڅې روانې دي چې ورو ورو هېواد په خپلو پښو ودرېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی