کلتور او هنر مخکښان

د هندي سینما ۸ ښکلې ادا کارې چې د ښکلا ملکې هم وې

هغه هندۍ فلمې ستورې چې بالیووډ ته راتګ وړاندې یې د ښایست د ملکي تاج په سر کړی دي او په نړۍ د ښایست ملکې او یا هم د هندوستان د ښکلا ملکي جوړې شوي.

په بالیووډ کې داسې ډېرو هندۍ فلمي ستورو کار کړی چې وړاندې تر دې چې په فلمونو کې کار وکړي د ښکلا د ملکې مډالونه یې ګټلي.
وروسته یې بیا ښکلا ورسره مرسته کړې تر څو په اسانۍ سره په بالیووډ کې کار وکړي.

ددوی له ډلې ځینې فلمي اداکارانې کامیابې ثابتې شوي او ځینو نورو بیا ژر له دغه نړۍ سره مخه ښه کړې او یا هم ورته چانس نه دی ورغلی.

د ایشوریا رائې، لارادته، جوهي چاوله په شمول زیاتې هغه فلمي ستورې درپیژنو چې وړاندې د فلمونو څخه د ښکلا ملکې جوړې شوي اود ښکلا د ملکېتوب تاجونه یې په سر کړي دي:

1) سنګیتا بجلاني


سنګیتا بجلاني د هندۍ سینما هغه کار کوونکې ده چې بالیووډ کې تر قدم ایښودو وړاندې د هند ښکلا ملکه وه. نوموړې په کال ۱۹۸۰ کې دغه مقام ګټلی وه او تر هغې وروسته یې په بالیووډ کې د خپلې اداکارۍ جوهر ښودلی.

نوموړې پر هندۍ سینما راج چلوونکي سلمان خان پخوانۍ ملګرې ( Girl Friend) هم وه.

2) جوهي چاوله


د بالیوډ ښکلې او تکړه اداکاره جوهي چاوله هم د هغو فلمي اداکارانو له ډلې ده چې فلمې نړۍ کې تر قدم کېښودو وړاندې د هندوستان د ښکلا ملکه وه.

جوهي چاوله په کال ۱۹۸۴ کې د هندوستان د ښکلا ملکه ونومول شوه او تاج ورپه سر کړل شو خو تر دې څلور کاله وروسته په ۱۹۸۸م کې یې د لومړي ځل لپاره په فلم (قیامت سي قیامت تک) کې کار وکړ.

3) سشمیتا سین


شسمیتا سین هم د هندۍ سینما د ښکلو مېرمنو ده، نوموړې په کال ۱۹۹۴ کې د ښکلا ملکه نومول شوې وه او تر هغې وروسته یې بیا فلمونو ته مخه کړې.

په اوس وخت کې شسمیتا د هندۍ سینما د ګوتو په شمېر کامیابو مېرمنو شمېرل کیږي.

4) ایشوریا رائې


رائې د ښکلا هغه ملکه ده چې په ډېرو کامیابو فلمونو کې یې کار کړی، وړاندې تر دې چې فلمي نړۍ ته مخه کې د نړۍ د ښکلا د ملکې تاج یې په سر شوی و.

ایشوریا په ۱۹۹۴ کې د نړۍ د ښکلا ملکه نومول شوې وه، د نوموړې فلمي ژوند هم له هماغه پيلیږي له کله چې دا د نړۍ د ښکلا جایزه اخلي.

5) لارداته


تر شسمیتا سین وروسته لارادته هغه هندۍ مېرمن وه چې د مس یونیورس لقب یې وګاته.

نوموړې دغه جایزه په کال ۲۰۰۰ مېلادي کې واخیسته، دغې ملکې هم فلمي ژوند وروسته له هغې پيل کړ کله چې یې د ښکلا د ملکې جایزه خپله کړه او په څو فلمونو کې یې کار وکړ.

نوموړې اوس واده کړی او د فلمي نړۍ سره یې خدای پاماني کړې ده او خپله زنده ګي د خپل خاوند سره یوځای تېروي.

6) پریانکا چوپړا


فلمي ستورې پریانکا چوپړا هم په کال ۲۰۰۰مېلادي کې د نړۍ د ښکلې مېرمنې لقب واخیسته، نوموړې لا تراوسه هم د بالیووډ په کامیابو ښځینه فلمي ستورو کې شمیرل کیږي.

7) سیلینا جیټلي


دغې فلمي اداکارې هم په کال ۲۰۰۱ ميلادي کې د هندوستان د ښکلي میرمنې جایزه واخیسته او تر هغې وروسته یې د نورو ښکلو په قدم، قدم کېښود او فلمي نړۍ ته یې مخه کړه.

په یو څو فلمونو کې له کارکولو وروسته ونه توانېده چې ځانته په بالیوډ کې ځای جوړ کړي او ناکامه حساب شوه.

8) نیها دهوپیا


د نیها دهوپيا په تړاوو به ډېر کم خلک پوهیږي چې نوموړې هم د هندوستان د ښکلا ملکه تېره شوې ده.

نیها دهوپیا په کال ۲۰۰۲میلادي کې د هندوستان د ښکلا د ملکې لقب ګټلی و، اوس یې واده کړی او خوشحاله ژوند کوي او ډېر ژر به یې د مور کېدو خبرونه هم یې پر رسنیو خپاره شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی