سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

محمدنبي یو ځل بیا بیګ باش کې لوبه کوي

د نړۍ دوهم نمبر افغان ال راونډر محمدنبي عیسی خېل یو ځل بیا په بېګ باش لیګ سیالیو کې وپېرل شو.

محمدنبي عیسی خېل تېرکال د اسټرالیا په سوداګریزکرکټ لیګ بېګ باش کې د مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې په ګټه لوبېدلی و او یو ځل بیا د نوموړې لوبډلې د مشر انډریو مک ډونالډز له خوا اخېستل شوی دی.

محمدنبي عیسی خېل ویلي، چې تېرکال هغه په بېګ باش لیګ کې ولوبید او خورا خوښ و.

تېر کال محمدنبي عیسی خېل په درې پانیو توپ وهنوکې د مېلبورن لوبډلې لپاره ۸۸ منډې کړې وې، چې په یوه لوبه کې یې پنځوسیزه ووهله او د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

د توپ اچونې په برخه کې یې د کیوین پېټرسن وېکټ هم ترلاسه کړې وه.

محمدنبي عیسی خېل تېرکال په بېګ باش لیګ کې په ۷ لوبوکې ۸ وېکټې اخېستې وې.

د نوموړي د ښې لوبې له امله مېلبورن لوبډله تر نیمه پایلوبې رسېدلې وه. عیسی خېل تېرکال په ۵ اعشاره ۷۶ ایکانومي توپ اچونه کړې وه.

کرېک بز وېب پاڼې د محمدنبي عیسی خېل له قوله لیکلي، چې ما تېرکال د بېګ باش لیګ له لوبولو پوره خوند واخېست او یو ځل بیا په دغه لیګ کې لوبېږم، مونږ تېرکال یوه ښه لوبډله درلودله، ما له ځېنو په زړه پورو خلکو سره ملاقات او لیده کاته درلودل، محمد نبي ویلي زه ننداره کوونکو ډېر وهڅولم.

محمدنبي عیسی خېل د شل اوریزه لوبو په الراونډرانوکې تر مکسویل وروسته دوهم نمبر غوره ال راونډر دی.

نبي عیسی خېل په اې پي ایل سیالیوکې دوه ځل له سن رایزرز حېدراباد لوبډلې سره لوبېدلی دی.

د مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې مشر مک ډونلډز ویلي، چې محمدنبي په توپ وهنه او توپ اچونه دواړو کې له ځانه وړتیا ښودلې او تېرکال هغه د مېلبورن لوبډلې لپاره ښې لوبې وکړې او سږ کال دا دی یو ځل بیا واخېستل شو.

د بي بي ایل یا بېګ بېش لیګ سیالۍ د روان کال د ډېسمبر په ۱۹ مه نېټه پېلېږي او د ۲۰۱۹ م کال تر فبرورۍ میاشت پورې دوام کوي.

محمدنبي عیسی خېل نه یواځې دا چې د نړیوالو په منځ کې شهرت لري، بلکې د افغان لوبغاړو په منځ کې هغه لوبغاړی دی، چې ډېر زیات افغان مینه وال لري.

عیسی خېل سږ کال د افغانستان سوداګریزلیګ اتلولي هم وګټله، چې د ده په لوبډلمشرۍ د بلخ لوبډله تر اتلولۍ ورسېده.

محمدنبي عیسی خېل سره یو ځای راشدخان او مجیب هم سږ کال په دغه لیګ کې لوبېږي، اډیلایډ سټرایکرز لوبډله کې راشدخان او برېسبېن هیټ لوبډله کې بیا مجیب ځدران اخېستل شوي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې