سپورټ نړیوال کرکټ

نیوزیلینډ، سریلنکا ته په ماتې ورکولو د ټیسټ کرکټ په درجه بندۍ کې پرمختګ وکړ ! 

په نیوزیلینډ کې د سریلنکا او کوربه نیوزیلیڼد کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ په روان سفر کې میمله سریلنکا لوبډله په دویمه ټیسټ لوبې کې له ماتې سره مخ شوه.

 د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ډیسمبر میاشتې په ۱۵ مه نېټه د دوه ټیسټ لوبو لړۍ پیل شوې وه، چې لمړۍ لوبه د باران له کبله مساوي، خو په دویمه سیالۍ کې نیوزیلینډ د سریلنکا لوبډلې ته بد ترینه ماتې ورکړه.

 په سیالۍ کې سریلنکا لوبډلې د نیوزیلینډ خلاف په ۴۲۳ منډو سره ماتې وخوړه، چې به دغې بریا سره نیوزیلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا د ټیسټ لوبو په درجه بندۍ کې دریم مقام خپل کړ.

 په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې هندوستان اسټرالیا ته په ماتې ورکولو سره لمړی ځای پوخ کړی، خو ورپسې په دویم ځای کې انګلستان او دریم مقام ته نیوزیلینډ رسیدلی دی.

 په دغه لیست کې جنوبي افریقا پاکستان ته په وروستۍ ټیسټ سیالۍ کې په ماتې ورکولو سره سره په څلورم مقام کې ځای لري، خو ورپسې اسټرالیا پنځم، سریلنکا شپږم، پاکستان اووم، ویسټ انډیز اتم، بنګله دیش نهم، زیمبابوې لسم، افغانستان یولسم او ایرلینډ دولسم مقام خپل کړی دی.

 همدا راز د ټیسټ سیالیو د لوبغاړو په لیست کې هندی کپتان ویرات کوهلي د بیټسمینانو، افریقايي کاګیسو روباډا د بالرانو او بنګله دیشی شاکیب الحسن د الروانډرانو په لیست کې لمړی مقام لري.

 د یادونې وړ ده، چې د نیوزلینډ سفر کې د دوه ټیسټ لوبو سیریز د نیوزیلینډ په بریا سره پای ته ورسید، خو لا هم په روان دغه سفر کې درې ۵۰ اوریزه او یوه ۲۰ اوریزه سیالي پاتې، چې د جنورۍ میاشتې تر ۱۱ مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی