ټولنیز ژوند زده کړې

ورځنی ژوند او د نیوټن ګټور قوانین

لیکنه: ياران

ژباړه او راټولونه: عدنان نجیبي

په ۱۶۸۷ کال کې اېساک نیوټن خپل مخکښ کتاب (The Principia: Mathematical Principles of Natural Philosophy) د طبعي فلسفې لپاره ریاضیکي اصول، کوم چې د هغه درې د حرکت قوانین تشریح کوي نشر کړ. په دې پروسه کې نیوټن د ابتدایي میخانیک د علم تهداب کېښود او هغه لاره یې بیا پرانسته چې خلک باید فزیک او ساینس ته مراجعه وکړي. سره د دې چې زیاتره خلک پرې نه پوهېږي خو د نیوټن د حرکت د درې واړو قوانینو په قیاس مونږ زړه راښکونکي او ګټور کارونه تر سره کولی شو لکه د کار اسانه کول او ژوند ته پرمختګ ورکول.
تشریح یې په لاندې ډول ده:

د نیوتن لمړی قانون:
د حرکت لمړی قانون: یو جسم یا تل ولاړ پاتې کېږي یا تل په یوه معلوم سرعت د حرکت په حال کې پاتې کېږي، تر څو پورې چې د یوې بهرنۍ قوې تر اغېزې لاندې واقع شي. مثال که یو جسم ولاړ وي نو همداسې به ولاړ وي او که متحرک وي نو همداسې به حرکت کوي تر څو یوه بله قوه اغېزه پرې وکړي.
په هر لحاظ ځنډېدل د نړۍ یو د اساسي قوانینو څخه دی دا د نیوټن لمړی قانون دی، جسم چې ولاړ وي همېشه به ولاړ وي. غوره خبره دا ده چې دا په بل اړخ کې هم کار کوي، متحرک جسم به همېشه د حرکت په حال کې وي. کله چې دې ته را شو چې د دې څه کټه شوه د دې یوه مانا کېدای شي: تر ټولو مهمه دا ده چې تر څو یوه لاره پیدا کړې چې پیل وکړې. کله چې دې پیل وکړ، بیا دا ډېر اسانه کار دی چې مخکې ولاړ شې.

ښه نو، تر ټولو غوره لاره کومه ده تر څو پیل یې کړې؟ په داسې حال کې چې ته یو کلک ځنډېدونکی یې؟
زما په تجربه، د پیل کولو لپاره تر ټولو غوره د ۲ دقیقو قانون دی. هغه داسې دی، تر څو په ځنډ بر لاسی شې، دا سې یوه لاره پیدا کړه چې کار دې د دوه دقیقو څخه په کم وخت کې پيل کړې. یاد لره ته مکلف نه يې چې کار دې مکمل کړې. داسې هم نه دې چې په یو ابتدایي کار دې کار وکړې. بیا هم د نیوټن د لمړي قانون څخه په مننې که چېرې یو وار د دغه د ۲ دقیقو قانون په واسطه پیل وکړې نو مخکې تلل سخت نه دي.

دلته یې یو څو بېلګې در ښایم:
• اوس، شاید ته د منډې وهلو هېڅ فکر و نه لرې. خو که چېرې ته دې خپل د منډې بوټونه په پښو کړې او د اوبو بوتل دې هم ډک کړې نو دغه کوچنی پیل به دې وهڅوي تر څو له کوره بهر ور پسې ووځې.
• اوس، شاید تا خپل کمپیوټر لګولی وي، یوه خالي پاڼه دې خلاصه کړې وي او کوښښ کوې چې یو ریپورټ ولیکې. مګر که په تصادفي ډول صرف د دوه دقیقو لپاره یو څو جملې ولیکې، نو کیدای شي هغه ګټورې جملې هم پیدا کړې او په ریپورټ لیکلو پیل وکړې.
• اوس شاید ته یو تولیدي بلاک ولرې او هڅه کوې چې یو څه انځور کړې. مګر که چېرې یو تصادفي خط کش کړې او بیا له هغې یو سپی انځور کړې. نو دا وړوکی پیل به د پوره انځور لپاره یو تهداب وي.
هڅونه زیاتره وختونه د پیل څخه وي. یوه لاره پیدا کړه او کوچنی پیل وکړه. روان څیزونه به همېشه روان وي.

د نیوټن دوهم قانون:
د حرکت دوهم قانون: F=m.a په یوه جسم باندې د واردو شویو قووو مجموعه = د همغه جسم کتله * د همغه جسم سرعت
قوه = کتله * سرعت
دا معادله په برخو وېشو او دې ته راځو چې څنګه ترې ګټه اخېستلی شو.
په دې معادله کې یو څه چې ډېر مهم دي چې باید یاد شي هغه دا دي چې قوه یو وکټوري کمیت دی. وکتورونه هغه کمیتونه دي چې هم لوری لري او هم اندازه. یا په بل عبارت: که غواړې یو جسم ته په یوه معلوم لوري چټکتیا (سرعت) ور کړې، نو هغه اندازه قوه چې ته یې واردوې او د هغه جسم کتله به یو تغیر را منځ ته کړي.
فکر وکړه چې دا به څه وي؟ د هم داسې ده لکه ته چې په ژوند کې کړنې تر سره کوې.
که غواړې چې ګټور ثابت شې، نو دا یواځې داسې نه ده چې ته څومره سخت کارونه تر سره کوې (اندازه). دا چاره د کار د تطبیق د ځای پورې هم اړه لري (لوری). د بېلګې په توګه : که چېرې یو مهارت په مختلفو لوریو په کار واچوې نو مختلفو پایلو ته به ورسېږې.

تر څو ساده شي: ته صرف یوه مالومه اندازه قوه د خپل کار لپار برابرولی او په کار اچولی شې خو چېرته دغه قوه باید په کار واچوې په همدې اندازه اړینه ده څومره چې ته جدي او سخت کار تر سره کوې.

د نیوټن دریم قانون:
د حرکت دریم قانون: که چېرې لمړنی جسم په دوهم جسم یو څه اندازه قوه وارده کړي، نو دوهم جسم هم په همغه اندازه قوه په لمړي جسم واردوي مګر په مخالف لوري.
مونږ ټول یوه منځنۍ چټکتیا لرو تر څو په ژوند کې کړنې تر سره کړو. ستاسې د اغېزمنتیا او ګټورتوب سطحه زیاتره وخت ستاسې په ژوند کې د تولیدي او غیر تولیدي قواوو سره په موازنه کې وي- او نور هم داسې موارد شته لکه د نیوټن او د مساوي او مخالفو قواوو په څېر. توجه، مثبت اوسېدل او تحریک کېدل زمونږ د ژوند تولیدي قواوې دي. یو څه غیر تولیدي قواوې هم لرو لکه فشار، د خوب کموالی او د زیاتو کارونو یو وخت پر مخ بیولو کوښښ کول.

که وغواړو چې ډېر اغېزمن او ډېر تولیدي واوسو نو بیا دوه ټاکنې درلودلای شو.
لمړۍ ټاکنه چې تولیدي قوه اضافه کړو. په ځان سختي تېره کړو، لکه د یوې بلې پیالې چا څښل، سخت کار تر سره کول. ځېنې خلک د ښې توجه لپاره درملو نه استفاده کوي. دا ټول یو کوښښ دی تر څو خپله تولیدي انرژي ډېره کړو او غیر تولیدي انرژۍ ته ماتې ور کړو.

ښکاره ده، مخکې له دې نه چې مات شې دا تر سره کولی شې، مګر په یو لنډ وخت کې د قوې د اضافه کولو کړنه ښه کار ور کوي.

دوهمه ټاکنه دا ده چې مقابله قوه له منځه یوسې. ژوند دې ساده کړه، دا زده کړه چې د ضرورت په وخت کې چا ته څنګه “نه” ووایې، چاپېریال ته دې بدلون ورکړه، هغه مسئولیتونه را کم کړه کوم چې در په غاړه دي او که دا نه شې کولی نو بیا هغه قوې له منځه یوسه کومې چې در پسې دي.

که چېرې دې په خپل ژوند کې د غیر تولیدي یا غیر ګټورو قواوو اندازه را کمه کړې نو ستا ګټورتوب یا تولیدي قوې اندازه به په طبعي ډول پورته ولاړه شي. دا داسې ده لکه په جادویي ډول چې هغه لاسونه له منځه یوسې کومې چې تا پسې دي.

ځېنې بیا هڅه کوي چې د خپلې لارې موانع د قدرت او زور په واسطه له منځه یوسي. خو د دې کړنلارې مشکل په دې کې دی چې ته بیا هم د یو ډول قوې سره معامله کوې. مونږ هغه اسانه لاره در وښودله په کومه چې په ډېر کم فشار سره ته خپلې مقابلې قواوې له منځه وړې او خپلې تولیدې قوې یا ګټور توب زیاتوې.

د نیوټن ګټور قوانین:
د نیوټن د حرکت قوانین مونږ ته په ښکاره ډول دا را ښایي چې څنګه د ځان او نورو لپاره ګټور او تولیدي واوسو.
I. متحرک جسمونه به همېشه د حرکت په حال کې وي. یوه لاره پیدا کړه تر څو په دوه دقیقو کې حرکت پیل کړې.
II. کامیابي یواځې د سخت کار تر سره کولو پورې اړه نه لري، د سمو کړنو پورې هم اړه لري او دې پورې هم اړه لري چې ته دې خپله قوه چېرته په لاره اچوې.
III. ستا ګټور توب د مقابلو قواوو سره په موازنه کې دی. که غواړې چې ډېر ګټور واوسې، نو کولی شې چې موانع دې د قدرت او زور په واسطه له منځه یوسې او یا دې مقابلې قواوې له منځه یوسې. خو دوهمه ټاکنه به د لږ فشار په واسطه تر سره شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران