نړۍ

د نیوځیلاند پر دوو جوماتونو بریدونو نړۍ ویرجنه کړې ده

لیکنه: ياران

په نیوځیلاند کې د جمعې د لمانځه پر مهال پر دوو جوماتونو خونړیو بریدونو ددې هیواد اوسیدونکی ویرولي دي او د نړۍ په کچه یې پراخ عکس العملونه راپورته کړي دي.

ویلي کیږي چې د جنوبي ارام سمندر ددې هیواد په کرایسچړچ ښار کې دوو جوماتونو څو تنه وسلوال ننوتل او دغلته پر لمونځ کوونکو بې دریغه ډزې وکړې.

په نیوځیلانډ کې دا ډول وحشیانه بریدونه ځکه د نړۍ لپاره هېښوونکې دي چې دا هیواد د نړۍ یو له خوندي او سوله ایزو هیوادونو ګڼل کیږي او له وسلو سره تړلي جنایات په کې ډیر کم دي.

د نیوځیلانډ د پولیسو کمیشنر ویلي د کرایسچړچ ښار پر دوو جوماتونو دې بریدونو کې 49 کسان وژل شوي او شل نور ټپیان دي.

په قربانیانو کې افغانان هم شامل دي

په استرالیا، نیوځیلانډ او فیجي کې افغان سفیر وحیدالله ویسي پر خپل ټویټر لیکلي چې په دې بریدونو کې لږ تر لږه د یو افغان له وژل کیدو او درې نورو افغانانو له ټپي کیدو خبر شوی دی.

د بریدګر له خوا جوړه شوې ویډیو

په ټولنیزو رسنیو کې هغه ویډیو خپره شوې چې غالبا خپله د بریدګر له خوا اخیستل شوې او په کې ښکاري چې نوموړې یو جومات ته ورځي او پر خلکو بې دریغه ډزې کوي.


د نیوځیلانډ صدراعظمې جاسیډنا ارډیرن دا یو تروریستي برید بللی دی. نوموړې ویلي، ګڼ وژل شوي کسان ښايي هغه وي چې نیوځلاند ته د خونديتوب لپاره مهاجر شوي وو.

نیو نازي فاشیستي ډلې

په رسنیو کې دا بریدونه په ( نیو نازي ) او نورو په هغو سخت دریځو ډلو پورې تړل شوي چې لویدیځو هیوادونو ته د مسلمانانو د کډوالۍ مخالفت کوي. د نیوځیلانډ یو پخواني استخباراتي چارواکي، پاول پوچانن ویلي” په نیوځیلاند کې د ( نیو نازي ) افراطي او توکم پالو ډلو ګواښ لا له مخکې نه محسوس و.

نوموړې د نیوځیلانډ راډیو ته ویلي” کرایسچړچ ښار د سپین پوسټو فاشیستو فعالانو مرکز و، او تر دې مخکې یې هم دغلته پر کډوالو او د نورو رنګونو پر خلکو بریدونه کړي دي.“

د نیوځیلانډ د نفوس په سلو کې یو برخه مسلمانان دي.

پراخ نړیوال ویر

په نړۍ کې د نیوځلاند بریدونه په پراخه کچه غندل شوې دي.

د ترکیې ولسمشررجب طیب اردوغان ویلي، په دې بریدونو سره د اسلام په وړاندې په نړۍ کې هغه دښمني له پولو واوښته او ډله ایزې وژنې ته ورسیده، چې دده په وینا نړۍ یې په رڼو سترګو ګوري او په ځینو مواردو کې یې هڅوي.

د ترکیې ولسمشر زیاته کړې، که سمدستي په دې برخه کې اقدامات ونه شي، نړۍ به د داسې نورو ناورینونو شاهده وي. هغه په ځانګړې توګه پر لویدیځو هیوادونو غږ کړی چې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره د چټک اقدامات وکړي.

افغان اجرایه ریس عبدالله عبدالله دا یو تروریسي برید بللی، غندلی یې دي او پر خپل ټویټر په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې ترهګري هیڅ ډول مذهب او مشروعیت نه لري.

د مالیزیا صدراعظم مهاتیر محمد ویلي هیلمن دی چې د نیوځیلاند چارواکي به دا ترهګر ونیسي او ددې هېواد له قانون سره سم به یې پر ضد جدي اقدامات وکړي.

د اندونیزیا ولسمشر جوکو وېډویو ویلي د تاوتریخوالي ډک دا عمل په سختو ټکو غندي.

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ویلي، په هغو سوله ایزو خلکو چې د عبادت لپاره راټول شوي وو، دا برید لړزونکی او د بدبینۍ او وحشت څخه ډک دی. نوموړې هیله څرګنده کړې چې په کې ښکیل کسان به خپله سزا وویني.

د اروپايي کمیسون ریس ډونالډ ټوسک، دا یو وحشیانه برید بللی دی او زیاته کړې یې ده، دا بریدونه به په نیوځیلاند کې د زغم فرهنګ له منځه یونه سي.

د بریتانیا صدرعظمې تیریزا مې په دې برید کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږې ښودلې او دا یې یو وحشیانه برید بللی دی.

د جرمني دصدراعظمې انګیلا میرکل ویلي، دا د هغو کسانو په ویر شریکه ده چې د عبادت پر مهال د توکم پالو او کرکجنو وسلوالو له خوا وژل شوي دي. انګیلا میرکل ویلي دوی د ترهګرۍ د دا ډول بریدونو پر ضد یو موټی دی.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم دا برید له وحشت ډک بللی، غندلی یې دی او ویلې یې دي فرانسه د ترهګرۍ د هرې بڼې پر ضد ودریږي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ هم ویلي چې د نیوځیلانډ سره ددې برید د عاملانو پر ضد مبارزه کې ولاړ دي.

د هسپانیې صدراعظم پیډرو سانشیو ویلي، د بریدونو د قربانیان په غم شریک دی، او ددې برید عاملان د نیوځیلانډ د ټولنیزو ارزښتونو او زغم د فرهنګ دښمنان بللي دي.

د ناروي صدراعظمې ایرنا سولبرګ دا پېښه دردناکه بللې ده او پر نړیواله ټولنه یې ټینګار کړی چې د ترهګرۍ د ټولو بڼو پر ضد یو موټی شي.

د سویډن، ډنمارک، بلیجیم، هالینډ او نورو اروپايي هیوادونو چارواکو هم په نیوځیلانډ کې پر دوو جوماتونو دا بریدونه په سختو ټکیو غندلي دي او عاملینو ته یې د سزا غوښتنه کړې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران