افغانستان سیاست

د خوشال سادات نوې خبرې؛ داخله وزارت فساد نه ډک دی، د میاشتې ۲ زره وسله وال وژل کیږي

لیکنه: بشر درویش

د افغانستان د کورنیو چاو وزارت ستر امنیتي مرستیال جنرال خوشال سادات نن له خلکو سره په یوه لویه غونډه کې د وزارت او هېواد د وضعیت په اړه مهمې خبرې کړي.
یاران د دغو خبرو لنډیز او شننه درسره شریکوي.

له فساد او سیاسي اغېزو شکایت

خوشال سادات وایي څه باندې درې میاشتې کیږي، چې د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ غړی شوی.

د ده په وینا له راتګ سره یې موندلې، چې په وزارت کې په لوړه کچه فساد موجود دی.

د ده په وینا نه یوازې فساد لویه ستونزه ده؛ بلکې دا هم سرخوږی دی چې په وزارت کې د پام وړ او لوړ ظرفیت نه لیدل کیږي.

هغه پړه پر سیاستوالو اچوي او وایي اکثره امنیتي چارواکي د هغوی اړوند دي او هغوی په دندو کې د دوام لپاره ملاتړ ورڅخه کوي.

خوشال سادات وایي د هر امنیتي چارواکي د بدلولو له پلان سره تر سلو پورې ملاتړي یې دوی ته زنګونه وهي او پر دنده یې د دوام سپارښتنه کوي.

پر مجرمینو رحم

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال د پولیسو له لورې مجرمینو سره د نرم چلند له کبله شکایت وکړ.

هغه وایي جرمونه په ټوله نړۍ کې كیږي، خو افغانستان کې ستونزه دا ده چې پولیس د قانوني چلند پرځای له مجرمینو سره نرمښت کوي.

خوشال سادات د پولیسو د دغه چلند سبب د دوی مجبوریت ګڼي او وایي که داسې ونه کړي له دندو ایسته کیږي
.
دی د پولیسو ترڅنګ څارنوالي هم له سیاستوالو څخه اغېزمنه ګڼي او ادعا کوي، چې که پولیس کوم مجرمین وهم نیسي، څارنوالي یې یا په درېیمه ورځ خوشې کوي او یا وایي چې اسناد یې ورباندې نه دي موندلي.

د سقوط تشویش نشته، پر دښمن خوب حرام دی!

دغه لوړ پوړی افغان امنیتي چارواکی وایي سره له ټولو ننګونو چې په کار کې یې لري، د وسله والو مخالفینو په مهارولو او ځپلو بریالي شوي.

د ده په وینا نوردا تشویش نشته، چې طالبان یا داعش به کوم ولایت ونیسي
.
هغه د غزني او کندوز ولایتونو یادونه کوي، چې په وینا یې د دوی کلکو تدابیرو او اقداماتو یې د سقوط مخنیوی وکړ.

خوشال سادات وایي دوی د وسله والو پرضد یې د کلکو عملیاتو په وسیله پر دوی خوب حرام کړی.

دا ګز دا میدان!

د ده په وینا دوی هره اونۍ تر ۵ سوو او هره میاشت تر ۲ زرو پورې وسله وال مخالفین وژني.

د سادات په خبره هره ورځ په ساعتونوـ ساعتونو د مخالفینو د ځپلو لپاره پر ضربو او عملیاتو فکر کوي.

سادات وسله والو مخالفینو ته د جګړې په میدان کې د زور معلومولو خبرداری ورکوي او وایي: دا ګز دا میدان!

د کورنیو چارو وزارت مرستیال وایي د قومندانانو بې ثبوته خبره یې د وسله والو مخالفینو د تلفاتو په اړه نه تاییدوي او ورته وایي، چې د جګړې په میدان کې د هغوی د پاتې جسدونو عکسونه ور واستوي.

طالبان او لسګونه زره اکونټونه!

جنرال سادات وایي طالبانو ۴۲ زره فیسبوک او ۳۵ زره ټویټر اکونټونه جوړ کړي.

د ده په وینا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد همدې ته ناست دی، چې په دروغجنو تبلیغاتو ځانونه پياوړي وښيي او خلکو کې وېره خپره کړي.

دې ته ورته راپور رویټرز خبري اژانس هم خپور کړی او ویلي، چې وسله والو طالبانو خپله تبلیغاتي جګړه دوه برابره کړې او غواړي د افغان حکومت پر وړاندې په دغه ډګر کې قوي جګړه وکړي.

د ځانګړي ځواک ستاینه!

خوشال سادات، چې خپله مخکې د پولیسو د ځانګړي ځواک یو قومندان و، د دغه ځواک د نظم، مورال او کار ستاینه کوي.

دی وایي دوی ښه رهبري لري او په چارو کې یې سیاسي مداخلې کمې دي.

د دې ترڅنګ د دغو ځواکونو د ښو تعلیماتو یادونه کوي او وایي ترهغې دغه ځواک ته کس نه نیول کیږي، چې د ۲۵ کیلو وزن لېږدولو ستونزمن امتحان نه کامیاب راونه وځي.

د شهید عزیز آغا یادونه

خوشال سادات د ځانګړي ځواک د یوه وروستي شهید عزیز آغا یادونه او ستاینه کوي.

وایي هغه په پوره صداقت، انګېزې او شوق خپله دنده ترسره کوله.

عزیز آغا څو ورځې مخکې په کابل کې د ځانمرګو بریدګرو د مقابلې پر مهال شهید شو.

سادات وایي د دغه سرتېري د واده یوه میاشت او د ښه کار له کبله د مډال اخیستو څو ورځې کیدې.

هغه د پنجشیر ولایت اوسیدونکی و، چې د خوشال سادات په وینا د سړک د غاړې پولیسو په شان یې معاش یوازې ۱۳ زره افغانۍ؛ خو مورال او اراده خورا لوړه وه.

زورواکي که پېریان؟

خوشال سادات نه لومړنی افغان چارواکی او نه به ښایي وروستنی وي، چې پر زورواکو او مداخله ګرو سیاستوالو نیوکه کوي، خو نوم یې نه اخلي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ان د ولسمشر کرزي د واکمنۍ او د جنرال مجتبی پتنګ د وزارت له وخته پخپلو چارو کې د زورواکو او سیاستوالو د لاسوهنې شکایت لري.

خو ترننه یوه وزیر، مرستیال، لوړپوړي قومندان یا بل چارواکي په مشخص او مستند ډول د دغو لاسوهنونکو کسانو یادونه او افشاګري ونه کړه.

د جنرال خوشال سادات هغه تحلیل کیدای شي د ده په اړه هم د تطبیق وړ وي، چې وایي پولیس چارواکي له دندو د ایسته کیدو له وېرې د زورواکو او سیاستوالو پر وړاندې نه ودریږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي